Categories

اعلان

Loading…

بیت الغزل / محمدرحیم سکندر

ستا د سرو شونډو مخکې تک سور انقلاب څه وي !؟

دا د مشهور شاعر اباسین یوسفزي د غزل یو بیت دی، چې په ټول غزل کې یې همدا یوه مصره د لوستو او اوریدو ده (یو ښه بیت هم کولی شي چې ټول غزل دې ورپسې خوښ شي) .

زه یوه فورموله لرم، هغه دا چې که غزل پنځه بیته وي او په دې کې درې بیته ښایسته وي نو ټول غزل ښایسته دی؛ ځکه که د کرکټ سیریز هم پنځه لوبې وي او په دې کې یوه لوبډله درې لوبې ترې وګټي نو ټول سریز یې ګټلی دی .

په غزل کې یو ښه بیت ته بیت الغزل وايي (مرکزي بیت دی) ، دا ضروري نه ده چې دا ښه بیت دې خامخا په منځ کې وي، بلکې په مطلع او مقطع کې هم راتلی شي؛ خو ننني کرکتونکي وايي: د غزل مطلع ځکه باید ښکلې وي چې لوستونکی یا اوریدونکی نور بیتونه هم تعقیب کړي.

زما په نظر که مطلع ښکلې وي او په همدې غزل کې یو بل بیت هم ښکلی وي نو په مطلع پسې دې ښخ ولګوي چې لوستونکی لا دلچسپي وښيي او که درې بیته پکې ښکلي وي نو یو ښه بیت ، بل کمزوری ، بل ښکلی، بل کمزوری او اخیري بیت دې بیا ښکلی راشي چې ټول پنځه بیته غزل شو (درې بیته پکې ښکلي شول، دوه پکې کمزوری او دا یو کامیاب شاعر دی) .

پنځو بیتونو د درویش دراني د شاعرۍ انداز دی ، ګني درویش اته او دولس بیته غزل هم لیکي خو په کتابي بڼه یوازې پنځه بیته چاپوي او دا یې د کامیابۍ راز دی ، کیدای شي یو څوک پخوانی تعریف اوس هم پالي چې غزل له پنځو نه تر اوولسو بیتونو پورې وي . خو په ادبیاتو کې قیدونه او تعریفونه د وخت په تیریدو سره ماتیږي ، ادب نوي رنګ او کیف ته قایل دی . ځکه ننني خلک مصروفیت ډېر احساسوي ، په کم وخت او کمو ټکو کې ستره معنا غواړي .

په اوسنۍ زمانه کې چې زیاتې مطالعې او اوږدې وینا ته د مینوالو ژر زړه تنګیږي ، نو په همدې اساس لنډه کیسه (کیسه ګۍ ) ته راغله ، له ازاد نظم ( لنډکی شعر) جوړ شو او غزل له اوولسو بیتونو پنځو بیتونو ته راغی .

ځینې سندرغاړي هم اوس ایله څلور او یا درې بیته غزل وايي او څلوریزې هم زیاتې لیکل کیږي . دا چوکاټونه په پخواني ادب کې هم وو خو په اوسني ادب کې یې پلویان ډېر وینو .

له تکړه لیکوال او ژباړن لطیف بهاند سره ایمل پسرلي مرکه درلوده او د همدغې اندېښنې په اړه یې ترې وپوښتل چې نن سبا هر څه را لنډ شویدي او خلک زیاتې مطالعې ته وخت نه ورکوي، تاسې چې ډېر لوی، لوی کتابونه ژباړلي (حجم یې غټ دی) دا به خلک ولولي؟ لطیف بهاند یې په ځواب کې وویل : ځینې نړیوال شهکارونه وي د هر چا لپاره نه وي (اکاډمیک ارزښت لري) ځینې ناولونه او تحقیقي اثار چې څو زره مخونه لري خو ځینې داسې خلک هم شته چې د څیړنې لپاره یې مطالعه کړي او یا یې په یوه کیسه پوره سر خلاص شي.

ټول لوستونکي هم زړه تنګي نه دي، همدغه اثار لکه : سوله او جګړه ، سینوها او نور تفاسیر او دیوانونه په زندانونو او مسافریو کې په حوصلې سره مطالعه کیږي او نتیجه ګیري یې هم کوي .

بیت الغزل په هر غزل کې هم نه وي ، ځکه ځینې غزلې له یو مخه پیکه وي او ځینې غزلې بیا له یوه مخه ټول ښایسته وي نو دا بیا په د لوستونکي په ذوق پورې اړه لري چې کوم بیت ورته بیت الغزل ښکاري او یا هر یو بیت ( بیت الغزل ، بیت الغزل ) ور ښکاره شي .

بیت الغزل یوازې په خپله نوې خبره پورې اړه نه لري ، بلکې مضمون افریني ، توارد او د تضمین په ښه استعمال کې یې هم لټولی شو .

یو څو مرکزي بیتونه ( بیت الغزل) :

دا چې رقیب مې خیال ته راغی دا به تا لټوي

وي به خبر چې اوسې ته زما په خیال کې اشنا

درویش درانی

د حباب په څېر یې سر شي بې دماغه

چې نظر په عظم الشان د لوی دریا که

کاظم خان سیدا

لیلا مې خوب په ترنم کې کوي

زما د خیال ګوتې یې هار شرنګوي

مصطفی سالک

لمر پرست خلک په جومات کې هم له ورایه ښکاري

په اوړي سیوری لټوي په ژمي لمر ته ناست وي

نورا جان بهیر

انتظار یې د نرګس ږونه کړه زېړه

سروې سر پسې له باغه بیرون وکيښ

عبدالحمید مومند

7 total views, 1 views today

1 comment

  1. شپون Reply

    بیت الغزل؟ دادې لا بله !

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *