Categories

اعلان

Loading…

د جرمني ـ پښتو ډكشنرۍ په اړه د يوې جرمنۍ مجلې كره كتنه

د تاند لوستونكو ته به پته وي چې په (2009) كال كې جرمني ـ پښتو ډكشنري چې ليكوال يې ډاكټر اكرم ملكزى دى، له چاپه ووتله. د دې ډكشنرۍ دومره ډېره ستاينه وشوه چې په (2001) كال كې د جرمني جمهور رئيس ليكوال ته يې د جرمني دولت ستر نښان ورډالۍ كړ. دا خبر په Wikipedia كې هم ليكل شوی دى:

https://de.wikipedia.org/wiki/Akram_Malakzay

كله چې دا خبر افغان ژورناليستانو ته ورسېد، نو دوی له افغان ولسمشر نه ګيلې وكړې چې اصلآ دا شان نښان بايد افغان حكومت ورډالۍ كړی واى، ځكه له دې ډكشنرۍ نه يو څو ګوتشممېره جرمنيان، خو په زرګونو زرګونو افغانان ګټه اخلي. د دې بااحساسه ژورناليستانو په وړانديز په (2014) كال كې د افغان ولسمشر حامد كرزي له خوا هم ډاكټر اكرم ملكزي ته يو ادبي مډال منظور شو چې دا خبر په ملي ټلويزيون او په ځينو ورځپاڼو كې خپور شو. اوس چې (2016) كال راتلونكى دى، په افغانستان كې نوي ولسمشر د هېواد چارې په غاړه اخيستې دي، خو ډاكټر ملكزي ته دا مډال تر ننه پورې ندى ورډالۍ شوى.

په جرمني كې د (Orientalistische Literaturzeitung) په نامه چې مانا يې ده (د ختيځ ادبي اخبار) يوه ادبې مجله خپريږي چې د يوې ګڼې بيه يې ((68 €) يورو ) يورو ده او د چاپ شوو پاڼو شمېره يې (85) ته رسيږي. په ختيځ ادبې برخه كې دا مجله له ټولو نه معتبره مجله ده، ځكه چې د ليكوالانو ډېره برخه يې پروفيسران دي.

په دې مجله كې د (2015) كال كې په (110) ګڼه كې د جرمني ـ پښتو ډكشنرۍ په برخه كې په څلور مخو كې كره كتنه شوېده. دا چې يوه دومره نامتو مجله د پښتو د يو كتاب لپاره په بشپړ ډول څلور پاڼې ځانګړې كړيدي، دا به له يوې خوا په جرمني كې د پښتو ژبې د اهميت او له بلې خوا د جرمني ـ پښتو قاموس د ارزښت نښه وي.

كره كتونكى، د برلين په (Humboldt Universität zu Berlin) پوهنتون پروفيسر (ژې هاك (Rzehak دى. پروفيسر Rzehak د پنځه كاله مطالعې نه وروسته په دې ډكشنرۍ باندې كره كتنه كړېده. په دې كره كتنه كې يو څو نيوكې او يو څو ستاينې په نظر راځي.

لومړى به نيوكو ته نظر وكړو:

۱ـ د نيوكو يوه ستره برخه دا ده چې له دې ډكشنرۍ نه هغه كسان چې مورنۍ ژبه يې جرمني ده، يعنې جرمنيان، اتريشيان او سويسيان هغسې استفاده نشي كولى لكه پښتانه يې چې كوى شي. دا چې دا ولې داسې ده، پروفيسر Rzehak دا دليل وړاندې كوي:

ډاكټر اكرم ملكزي د هغو جرمني لغاتو تلفظ چې د خپل ليكدود سره توپير لري، په پښتو ژبه ليكلى دى، د بېلګې په توګه: (= Aubergine بانجان) تلفظ يې په پښتو ليكلى دى (تلفظ : اوبه ژي نې)، يا (= Balance موازنه، توازن) (تلفظ: به لانس). خو د پښتو لغاتو تلفظ چې جرمني ژبو ته ډېر سخت دى، ندي ليكلى، په تېره بيا ځكه چې په پښتو كې غږ لرونكي توري (Vokal = vowel) ډېر لږ دي، نو له دې كبله د نوو او يا نااشنا لغاتو صحيح لوستل جرمني ژبو ته يو ډېر ستونځمن كار دى.

۲ـ ډاكټر ملكزي پخپل قاموس كې ځينو نايابه لغاتو ته ځاى وركړي، د بېلګې په توګه (= wallfahren يو ځاى ته زيارت كول). خو په جرمني هېواد كې ځينو مروجو لغاتو ته ځاى ندى وركړل شوى، د بېلګې په توګه: = Döner) يو شان تركى كباب) او يا (= Asylbewerber پناه غوښتونكى).

۳ـ په دې ډكشنرۍ كې د اتريش او د سويس لغات ندي مراعات شوي، د بېلګې په توګه په اتريش كې د جنوري مياشت ته (Jänner) وايي، چې په دې ډكشنرۍ كې تش د جرمني هېواد لغت (Januar) ليكل شوى دى.

۴ـ په دې ډكشنرۍ كې په ځاى د دې چې يو جرمني لغت پښتو معادل لغت وليكل شي، لغت تشريح شوى دى. د بېلګې په توګه: = herschauen) له هغه ځاى نه دې خوا ته كتل). پروفيسر Rzehak په دې نظر دى چې دې لغت ته يو معادل پښتو لغت شته او هغه دا دى (راكتل). د دې په ځواب كې ډاكټر ملكزى دا نظر وړاندې كوي چې هر پښتو لغت بايد د پښتو د اكاډمۍ له خوا تصديق شي، نو د (راكتل) لغت په هېڅ پښتو قاموس كې نشته، نه په افغانستان په قاموسونو كې او نه د پېښور په قاموسونو كې.

۵ ـ په دې قاموس كې د (Mitgift) د لغت د مانا لپاره (مهر، ولور) ليكل شويدي. (مهر) او (ولور) د يو بل سره مترادف لغات ندي. د ډاكټر ملكزى ځواب: په پښتو علمي منبع (افغان قاموس) كې د (مهر) د ژباړې لپاره (ولور) ليكل شويدي.

۶ ـ په يوه جمله كې د يوې كلمې په مانا كې تېروتنه شوېده او هغه دا ده (Setz dich gerade hin) . د دې مانا ليكل شوېده (ته خو لږ څه كېنه). (صحيح ژباړه يې دا ده (ته سم يا نېغ كېنه).

دا نيوكه په ځاى ده، خو په دې كتاب كې پنځه څلوېښت زره (45.000) جملې ليكل شوې دې چې په پنځه څلوېښت زره جملو كې د يو حرف غېر دقيقه مانا د زغم وړ ده.

ستاينې:

پروفيسر Rzehak وايي :

۱ـ په دې كې هېڅ شك نشته چې دا ډكشنري د جرمني ـ پښتو lexicography يا قاموس ليكنې لپاره يو ستر قدم دى. هغه قاموسونه چې تر اوسه پورې ليكل شويدي، د حجم او د ځانګړتياو له اړخه د لغاتو د لست او يا د لغاتو د فهرست (Glossar) نه ډېر څه پكې نه ليدل كيږي.

۲ـ دا ډكشنري چې په (1016) مخونو كې ليكل شوېده او په يوه پاڼه كې تر (35) لغاتو پورې پكې ځاي لري، سړى ورته د يوې لوړې سويي قاموس په سترګه كتلى شي. په عنوان يې ليكل شوي دي: (جرمني ـ پښتو ستر قاموس) . د ستر قاموس عنوان په حقه پري ليكل شوى دى.

۳ ـ د لغاتو په لړ كې ګڼ شمېر فني يا مسلكي لاتيني، ساينسي او طبي لغات ليدل كيږي چې دا د ليكوال د خپل مسلك او علايقو سره سمون خوري.

۴ ـ د پښتو لغاتو د ليدلو په وخت دا رابرسېره كيږي چې د پښتو مختلف ليكدود او ګړدود (لهجه) پكې مراعات شويدي، د بېلګې په توګه د (Jugendliche) لپاره (ځلموټى، زلموټى) او د (Löwe) لپاره (زمرى، مزرى، منزرى) او د (Aal) لپاره (مارماهى، مارمهى، مارموهى) او د (Kartoffel) لپاره (الوګان، كچالو، پټاټې) ليكل شويدي.

۵ ـ هغه لغات چې په نامروج ډول ليكل شويدي، ليكوال د نامروج ليكدود منبع په څنګ كې ليكلې ده، د بېلګې په توګه د چارشنبې (Mittwoch) لپاره ليكل شويدي (شروع، شورو) ) منبع (درياب ـ قلندر مومند، فريد صحرايي، د پېښور چاپ).

۶ ـ د ځينو نورو پښتو ليكوالانو تمايلات (چې د سوچه پښتو ليكلو په زيار دي) په دې قاموس كې نه ليدل كيږي، د بېلګې په توګه د (Hauptstadt) د لغت لپاره د (پلازمېنې) په څنګ كې په دري ژبه (پايتخت) او د (links) لپاره د پښتو (كيڼ) په څنګ كې په دري ژبه (چپ) هم ليدل كيږي.

۷ ـ د جرمني ژبې د ځينو لغاتو تلفظ چې د ليكدود سره توپير لري، هغه په پښتو تورو واضح شوېدى، د بېلګې په توګه: (= Aubergine بانجان) (تلفظ : اوبه ژي نې).

۸ ـ هغه جرمني لغات چې په پښتو كې ورته معادل لغات نشته، ليكوال په ډېر مهارت په نورو الفاظو تشريح كړيدي. دا شان لغات د بېلګې په توګه دا دي: (Advent, Vollkornbrot, Kloß) .

۹ ـ د ځينو فني لغاتو د معادل لغت په څنګ كې دا ليكل شويدي چې دا لغت د كوم مسلك لغت دى، د بېلګې په توګه (Extremität) (طبي لغت)، (Exponent) (د رياضي لغت)، (Akkordeon) (د موسيقۍ آله) .

۱۰ـ كله كله سړي ته دا احساس راپيدا كيږي چې دا كتاب يوه ډكشنري نه، بلكې يوه اېنسيكلوپېډيا (encyclopedia) ده، د بېلګې په توګه د (Morphin) لپاره يوه اوږد كېمياوي فورمول ليكل شوېدى چې هغه دا دى: (C17 H19 O5 N + H2O)

په پاى كې پروفيسر Rzehak ليكي : دا قاموس به په جرمني ژبو هېوادو كې افغاني ټولنو او په افغانستان او پاكستان كې پښتو ژبو افغانانو ته چې جرمني ژبه زده كوي، بې له شكه د سترې ګټې باعث وګرځي. له دې نه پرته، سره له دې چې دمخه د دې كتاب محدوديت ته ګوته ونيول شوه، د دې كتاب نه به هغه جرمني ژبي ګټه واخيستلى شي چې د پښتو ژبې علاقمندان دي.

18 total views, 1 views today

7 comments

  1. لالا ، بټنوال Reply

    وائي د زرو قدر په زرګروي ـ داکتر صيب ملکزي چې پښتو ژبې ته څومره زيار ایستلئ د هغې شکرانه په یوه ساده یادونه يا يو مدال نه ادا کيږي ، لازم خو داوو چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ اود اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت لخوا په شاندارو مراسمو سره لمانځل شوئ وای خو له بده مرغه زمونږ چارواکي ټول نـن سبا په نورو خولو کې ډوب دي ، خو بيا هم که د ولسمشر غوږ ته ورسي زه یقين لرم چې ډېربه خوښ شي اولازم اقدام به وکړي ـ د ژبې او وطن پالونکي دې ژوندي وي ، په خپل وار داکترصيب ملکزي ته د نیکو پیرزوينو په ډالۍ سره مبارکۍ وړاندې کوم ، سرلوړئ اوسې

  2. zaringul Reply

    املکزي صاحب ته دي خدای په دواړو جهانو عزت ورکړي ، خو افسوس چی دا کار یې ددغه قام لپاره چی ددغې موضوع په اهمیت نه پوهیږي نه وای کړی، دا اوس مې دغه لیکنه لیدله په ټوله ورځ کې دریو تنو لیدلی ، او خوښه کړې ده ، دا که د یو شمیر بیکاره وو مبتذله لیکنه وای نو هرچا به لیدله او کتله ، ګیله ضروری نه ده داوطن په داسې بی فرهنګه فرهنګیانو اوښتی چی یوخدای یی په جنایاتواو نیتونو باندې پوهیږي ، زه به یوه بله درته وکړم ، دلته په هندکې په یوه لوی پوهنتون کې یوه استاد ، نوم یې نه اخلم ټول یي پيژني ، په یوه صورت پښتو څانګه د لیسانس ، ماسترۍ او داکترۍ سیاله کړه ، موږ پښتانه دا کار په وطن کې د فارسیوانانو له ډاره نه شو کولای اوپرې شرمیږو ، خو دغه لوی پښتانه استاد دا کار وکړ ، نه چا یاد کړ، نه چا تقدیر کړ، اونه یی دي په قصه کې دي …
    مطلب می دادی چی موږ باید له لاسپوڅو واکمنانو نه ګیله ونه کړو ، هغوی خواران نه خپل فکر لري او نه دنورو فکر اهمیت ورته لري .
    وسلام
    زرین ګل

  3. باچا Reply

    زرین صیب، ګیله او نیوکه دې پرځای ده. خو دا چې د هغه استاد نوم دې نه دی اخیستی، معلومیږي چې ته هم د هغو په لار روان يی چې نیوکه دې پرې کړېده. مننه

  4. الهام الله بابر Reply

    ډاکتر صاحب خدای دې خیرونه درکړي

  5. بسمل Reply

    زه او زموږ ګڼ شمېر ملګري په داسې هیوادپالو او پښتو پالوافغانانو ویاړو لکه محترم ډاکترصاحب اکرم خان ملکزی، دډاکترصاحب ملکزي په شخصیت اواهلیت باندې لیکنه نه، بلکې لیکنې باید وشي.

    دمګړۍ زه داسې الفاظ نشم راټولولی، چې دمحترم ډاکترصاحب ملکزي انسانیت، له انسانیت سره محبت، له ګران افغانستان او افغانانو سره مینه اونورې په زړه پورې ځانګړتیاوې یې پکې انځورکړای شم بس یوازې دومره وايم، چې الله ج دې اوږد عمر له صحت او کامیابي سره ورپه برخه او دده په شان ویاړلي اشخاص دې رب العلمین نور هم زموږ په مینځ کې راوټوکوي.

    الله امین یارب العلمین

    داباید ومنو، چې زموږ کمی دلته دی، چې په ژوند خپل ویاړلي او پیاوړي نه نازوو اويا خو یې سم نه نازوو خو، چې کله زموږ له مینځه پناه شي بیا نو د دریځ(ستیج) په سر چا ته وار نه ورکوو.
    پاته دې نه وي، چې له نېکه مرغه موږ له خپل وس سره سم دجرمني په یوڅوښارونوکې محترم ډاکترصاحب ملکزی ونمانځه الله ج دې موږ ته وس راکړي، چې دا لړۍ نوره هم وغځوو.

    البته دا خورا د تاثف ځای دی، چې د کابل حکومت لا تراوسه محترم ډاکترصاحب ملکزي ته دهغه د مډال په ورکولو کې ناغیړي کړې.

    که دکابل حکومت په نورو برخو کې لاس تړلی او یا اړیستلی ښکاري دومره خو به کولای شي چې دیو خدمتګارهیواد وال منل شوی حق په لاس ورکړي منظور مې د ډاکترصاحب مډال دی چې دکرزي په دوره کې ورته منظور شوی خو لا تراوسه نادرکه دی هیله ده، چې په دې اړوند فوري اجرات صورت ونیسي.

    قدرمنو لوستونکو!

    راځئ چې لږ څه همت وکړو نه یوازې خپل غښتلي او منلي افغانان په ژوند ونازوو، بلکې دهیواد د دښمنانو دسایسو ته هم پام ولرو ترڅو زموږ دا پیاوړو او حسابي مشرانو ته صدمه ونه رسوي لکه رسولې چې یې ده.
    دګران افغانستان او افغانپالو هیوادوالو دبري په هیله.
    بسمل

  6. لالا ، بټنوال Reply

    پاچا صيب ! هغه پیاوړئ استاد عبدالخالق ، رشيد نوميږي چې د پښتو ژبې د چوپړ په لار کې ېې د هند ډېر لیرې پراته تاريخي کتابتونونه څیړلي ، ډېر زاړه متون ېې راویستلي اوداسې مطالب ېې چاپ کړي چې چا تراوسه ندي کتلي ، خو افسوس چې په وطن کې د پښتون سره پښتواو پښتونواله هم غريبه شوه ، کاکاجي ، صنوبر حسين مرحوم څه ښه ویلي وو ( خدايه دا بازار تالا کړې په مغلو ،،، د غريب حسن په یو موټئ نينو ځي )

  7. لالا ، بټنوال Reply

    { خدايه دابازار تالا کړې په مغلو ،،، د غريب حسن په يو موټئ چڼو ځي } کاکاجي ، صنوبر حسين

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *