Categories

اعلان

Loading…

د سنګین امنیه قوماندان والي ته ویلي چې د دوی لپاره ۲۰۰ قبرونه تیار کړي

تاند- په داسي حال کې چې چارواکي وايي، سنګین ولسوالۍ ته یې کومکي ځواکونه استولي، د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان، چې له څو ورځو راهیسي د طالبانو له لوري محاصره دی، حکومت ته خبر ورکړی چې ۲۰۰ قبرونه وکیني.

د هلمند والي نن /چهارشنبه/ وویل چې کومکي ځواک سنګین ته روان شوی څو په دې ولسوالۍ کې کم شمېر محاصره پولیس وژغوري.

خو په سنګین کې شاوخوا دوه سوه کلابند پولیس، چې د خوړو او وسلو د کموالي ستونزه لري، ډېره هیله من نه دي چې کومکي ځواک دې په خپل وخت ورورسېږي.

وسله والو طالبانو نن وویل چې د دوی له لوري د امنیتي ځواکونو محاصره دوام لري او ژر به دولتي ځواکونه تسلیم شي.

۲د ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د سنګین امنیه قوماندان محمد داوود د هلمند والي میرزاخان رحیمي ته ټېلفون کړی او ورته ویلي یې دي چې له دوی سره نه مرسته د افسوس وړ ده.

ده په دې هم خواشیني څرګنده کړې چې د افغانستان حکومت او نړیوالو متحدانو یې ۲۰۰ سرتېري په میدان پرې ایښي او په غم کې یې نه دي.

قوماندان داوود، والي ته دغه راز ویلي چې ۲۰۰ قبرونه چمتو کړي.

د سیمې اوسېدونکو تاند ته وویل چې تېره شپه طالبانو د سنګین ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ پر ودانیو د درنو او سپکو وسلو ډزې وکړې او دواړو ودانیو ته یې زیات زیان واړاوه.

په سنګین ولسوالي کې د ولسوال له دفتر او امنیه قوماندانۍ پرته نورې سیمې وسله والو طالبانو نیولي دي.

د ډېرو په باور د سنګین سقوط به د لشکرګاه په شمول پر ټول هلمند د طالبانو کنټرول ته لاره هواره کړي.

د سنګین سقوط به پر حکومت او نړیوالو ځواکونو د افغان امنیتي ځواکونو باور هم کم کړي.

په همدې حال کې د روسیې سپوټنیک خبري اژانس وايي چې سنګین ته کومکي ځواک رسېدلی دی.

پرون چارواکو وویل چې د ملي اردو الوتکو له هوا څخه په سنګین کې محاصره شویو ځواکونو ته خواړه او مهمات غورځولي دي.

11 total views, 3 views today

7 comments

  1. Omid Reply

    مونژپشتانه باید نور ده پرتوگ پرزای باید لنگه اووحو پنجاب خپل غچ واخیست الله ج دی مونژ پوه کری ننگ غیرات پشتو شملی حرس مو له خاورو سره خاوری شوه

  2. Mirajmal Reply

    والی صاحب ده خو افغان یي احساس وجدان لری یا نه لاس پر کار شه ټانک ټوپ طیاره ټوپک موټر خو لری یانه ډیر دی شرم ځای دی مرک پر تاسو قاچاق بران وکیلان خو پر سفارت خانوکی مصرف دی له هغو نه هو تمه نشته هلمند یی پر دوزخ تبدیل ګړی افسوس پر تاسو افسوس بر تاسو افسوس بر تاسو

  3. speen Reply

    تاند دې خپلې لیکنې د وجدان په تله وتلي او د تالیبي تفکر ملاتړ دې پرېږدي.

  4. pashton Reply

    Hokomat na me zra tor so..da de kimandan de qbro de tayarawolo sakht kafa krem. Da atelan la sor wor landi di aw da beghairata wali aw hokomat is hm melat khatabasi. .Allah mo taba kra..da hokomat nada da de melat de tabahi hokomat da..jar che tr kara tershi beya de hokomat shaza wa*** yem

    1. pashton Reply

      Afghanistan ke hokomat shton lari????

  5. نجیب الله علیزی Reply

    د هلمند ولایتي شورای ډیری ناری ووهلي چي د هلمند لپاره لاس په کار سي مګر بي کفایته دولت مو دي جالبه ده طالب نه خلاصیدونکي وسله لري خو د افغان پوځ سره وسلي نه سته دا دولت ورانیدونکي دی شرم دي ددغه بی کفایت دولت لپاره. څنګه دوه سوه (۲۰۰) سر تیري د جنګ په میدان کښي همداسي پریږدي او هیڅ څوک یي مرستي ته نه ورځي.

  6. Ruh Reply

    هغه هلیکوپتری مو په ځان اچوی خو همدغه یی وخت دی کنه خاینانو لکه کندوز اول ولایت پری ونیسی بیا راسی وایی چی دملکی خلکو په منځ کی دی ځکه عملیات نشو کولی خدای مو تبا او برباد کړه تاسی خاینین دا دولت ده وشرمیژی د طالب دوس وسلی نه خلاصیژی او د عسکر وسلی خلا صیژی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *