Categories

اعلان

Loading…

په ژوند کې پردې پوه شوم چې:/ ژباړن: حسیب الرحمن نورمل

په ژوند کې پردې پوه شوم چې: احساساتي انسان هیڅکله خپل کار په صحیح توګه سرته نشي رسولای.
په ژوند کې پردې پوه شوم چې: د نړۍ د هر نژاد او قوم خلک مینې ته اړتیا لري.
په ژوند کې پردې پوه شوم چې: هغه انسان تل بریالی وي چې د ټینګې ارادې خاوند وي.
په ژوند کې پردې پوه شوم چې: د خوشبین انسان تر بدبین عمر ډیر وي.
په ژوند کې پردې پوه شوم چې: د هیلې سرته رسول او پلان جوړول یو څه انرژي ته اړتیا لري.
په ژوند کې پردې پوه شوم چې: د یوه ماهي آزادول تر خوړلو خوندور دي.
په ژوند کې پردې پوه شوم چې هغه خلک تل لاس ته راوړنې لري چې تل هیله من وي.
په ژوند کې پردې پوه شوم چې: محدودې موخې ټاکل ژوند محدودوي.
په ژوند کې پردې پوه شوم چې: که یو کار د کمې ستړیا له امله پرېږدم هېڅکله پرمختګ نشم کولای.
په ژوند کې پردې پوه شوم چې: څومره چې خپل ځان قوي او غښتلی احساس کړم هومره به مې نور قوي او غښتلی احساسوي.
په ژوند کې پردې پوه شوم چې: نیکمرغي او بدمرغي دواړه زما د فکر تولید دي.
په ژوند کې پردې پوه شوم چې: شتمن خلک له متوسطو خلکو نه نېکمرغه نه دي.
په ژوند کې پردې پوه شوم چې: که د یوه شي په اړه نه پوهیږم ښه داده ده چې ووایم(نه پوهیږم).

50 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *