Categories

اعلان

Loading…

يا الله ټول كفار مه تباه کوې!/مجید قرار

زموږ ملایان دا دوعا ډېره کوي چې خدایه کفار هلاک کړې، خدایه کورونه یې وران کړې. خدایه په غضب یې ګرفتار کړې. خدایه له سره تر پایه یې نابود کړې. بیا له دې دوعا سره لویې لویې غاړې کوي. دوی دې را وښیي، چې پاک پیغمبر چېرته، په کوم ځای کې د ټولو کفارو د نابودۍ دوعا کړې ده؟

زموږ په تر ټولو زیاته تکرارېدونکې جمله، یعنې بسم الله الرحمن الرحیم کې لومړی د خدای پاک د دنیوي مهربانۍ یادونه کېږي. یعنې هغه خدای چې په دنیا کې، په مسلمانو، او کافرانو دواړو مهربانه دی. نو چې خدای پاک مهربانه دی، نو ستا خیرن په خوله به خدای پاک العیاذ بالله، خپل ابدي صفت پرېږدي؟

دا دوعا د جنګ پر مهال د جنګي کفارو لپاره سمه ده، خو د ټولي غیرمسلمې بشري نړۍ په اړه د مسلمان دغه ډول عقیده باطله او غیر شرعي ده.

د خدای جل جلاله پر خپلو مخلوقاتو خوا بدېږي. که هغه کافر وي، او که مسلمان وي، په ناحقه یې پر مال، ځان، او ناموس تېری نه دی روا.

د اسلام جګړه د کفر پر خلاف نه، بلکې د ظلم پر خلاف ده، او شرعاً د جهاد جګړې جواز کفر نه، بلکې حرابه، یا د دښمن لخوا د جګړې حالت یا اراده ده.

که د کفر پر خلاف وای، پیغمبر صلی الله علیه وسلم به تر ټولو مخکې، د کفارو د عبادت ځایونو د ړنګولو امر کړی وای. تر ټولو مخکې به یې د یهودو او نصاراوو د راهبانو او عبادت کوونکیو د وژلو امر کړی وای، خو بالعکس، د هغوی د ساتنې امر یې کړی دی.

د افغانستان ولس ته کفار تر انسانانو ټیټ مخلوق ور پېژندل شوی، حال دا چې داسې نه ده. کفار هم د خدای پاک د ولقد کرمنا بني آدم تر تفسیر لاندې راځي. خدای پاک د آدم زامنو ته کرامت ورکړی، یواځې د مسلمان، او په مسلمانو کې د اخوند زامنو ته یې نه دی ورکړی.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم د صلحې په حالتونو کې، له دارالحرب پرته، په نورو سیمو کې له کفارو سره د متقابل احترام رویه درلودلې، د ذمي کافر د وژلو په اړه شدید وعید راغلی، او مدینې منورې ته له تګ وروسته یې لومړی کار د هغه ځای له یهودو او نصاراوو سره د یوه تړون لاسلیکول و چې په مدینه کې د ګډ ژوندانه اصول یې واضح کړل.

حضرت عمر رضی الله عنه چې کله قدس فتح کړ، په تاریخونو کې راځي، چې یو ځلې پرې د یوې کلیسا په منځ کې د لمانځه وخت راغی. حضرت عمر رضی الله عنه وفرمایل: که څه هم په کلیسا کې زموږ لمونځ کېږي، خو که زه دلته لمونځ وکړم، د دې وېره به پیدا شي چې تر ما وروسته خلک کلیسا ړنګه، او پر ځای یې جومات جوړ کړي. هماغه و، چې حضرت عمر رضی الله عنه له کلیسا ووت، او په یوه بل ځای کې، چې وروسته د عمر ابن الخطاب د جومات په نامه ونومېد، په لمانځه ودرېد.

هغه د یهودو د سلیمان د هیکل درناوی وکړ، او له هغه یې د خپلې جامې په څنډه خاورې وتوږلې.

له دې ټولو مثالونو څخه مې هدف دا دی چې مسلمانان باید ځان تر انسانیت پورته مخلوقات ونه ګڼي. موږ ټول انسانان یو، د آدم زامن یو، او آدم د خاورې دی. د خدای پاک مهرباني په مسلمان پورې محدوده نه ده، او ټول انسانان زموږ د احترام او درناوي مستحق دي.

د دې خبرې یو دلیل دا هم دی چې خدای پاک آن له کافر سره هم غدر او خیانت نه دی روا کړی.

قرطبي تفسیر د دې آیت شریف په تفسیر کې چې وایي: إن الله يدافع عن الذين آمنوا إن الله لا يحب كل خوان كفور.. فرمایي: کله چې مسلمانان له مکې څخه حبشې او نورو ځایونه مهاجر شول، او وځورېدل، نو یوه ډله مسلمانانو د دې اراده وکړه چې د مکې مشرکان ترور کړي، او په غدر یې و وژني، نو خدای پاک دغه آیت شریف نازل کړ چې ګواکې خدای پاک خاین او نمک حرامه نه خوښوي.

دا چې زموږ اسلامکاري له مسلمان مشره سره ژمنه کوي، د هغه کور، یا دفتر ته ورځي، او بیا یې په غدر او ناځوانۍ وژني، دا د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم راوړی اسلام نه، بلکې د پنجاب تحریف کړی اسلام دی. اسلام د ځوانمردۍ، عزت او غرور دین دی. د غدر، جفا، او چل او فریب دین نه دی. اسلام د انسانیت د نجات لپاره دی، د مسلمانانو د نجات لپاره هم نه دی. سلام بل دی. دغه نه دی چې زموږ ناپوهه ملایان یې را پېژني.

432 total views, 1 views today

9 comments

  1. نجیب الله علیزی Reply

    وایم پر ګوتو دی برکت شه!!!!!

  2. الهام الله بابر Reply

    ډیره عالي او منطقي لیکنه ده. د افغانانو په لیکنو کې مې دا ډول پخه لیکنه لږ تر سترګو شوې ده.
    بریالی اوسې

  3. saif.mohabat Reply

    قرار صاحب په گوته مو برکت شه

  4. As niazi Reply

    ډیره په زړه پوری لیکنه مننه قرارصاحب

  5. عبدالله Reply

    Real & excellent article, thanks

  6. Naseem Reply

    په ټوله معنا درسره موافق یم قرار صاحب.

  7. Shafiullah Manduzai Reply

    یا ربه قرار غوندی ځوانان ‌‌‌‌‌‌ډير کړی، نور مو د شرخوښو، سرناخلاصو، بې علمه شېخانو خلاص کړی.

  8. asad Reply

    ششه دعادی صحیح ده خو

  9. Tariq Khaksar Reply

    دیر شه قرار صیب خدای دی عمر دیر کڑه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2