Categories

اعلان

Loading…

په نن کې ژوند وکړئ!/ ژباړن: حمیدالله حمیدي

په خپل ذهن کې دغه تصویر مجسم کړئ:
د لمر وړانګې اسمان ته ځانکړې ښکلا ورکوي، او رڼایي یې تر کړکیو زما کوټې ته را ننوزي او یوه ځانګړې فضا جوړوي. الوتنکي له خپلو ځالو را وزي او په خپلو خوږو نغمو زموږ د کور ټول شا او خوا یوه ځانګړې ښکلا پیدا کوي، چې د دې ښکلو آوازونو په اورېدو سره د انسان زړه له خوښیو پرواز کولو ته مجبورېږي. زه هم د طبعت په شان له پوره انرژۍ سره د نن ورځې هرکلي ته تیاری نیسم.
څمره وخت لرم؟
کوم کارونه باید تر سره کړم؟
کله، چې ورځ پیلېږي ستا لپاره یو ځل بیا د ژوند کولو چانس در کول کېږي تر څو خپل ژوند له سره جوړ کړې. کله، چې شپه راځي دغه چانس دې له لاسه وزي.
نن یوازې د ځمکې د کورې پر سر د انسان د ژوند کولو وخت دی. همدا نن هغه ورځ ده، چې پرون یې په تمه وې او دا اندېښنه در سره وه، چې سبا به څه کېږي؟ او همدا نن دی، چې سبا به یې په یاد راولي او ارمان به یې کوي. همدا نن ستا لپاره تېر او راتلونکی دی اوس ستا خوښه، چې څه ور سره کوي او څه ډول ګټه ترې پورته کوې؟
تېر وخت دې، چې څه ډول تېر شوی همداسې یې ومنه او په اړه یې فکر مه کوه، هڅه وکړه، چې نن دې ښه وي او څه ډول دې، چې زړه وي داسې یې تنظیم کړه او ځان په دې برخه کې مسوول وګڼه. هر سهار، چې له خوبه پورته کېږې ستاسو پر مخ یوه نوې ورځ پرانیستل کېږي، کېدای شي دا ورځ بله را نه شي. ته نن څمره خوښۍ، مثبتې انګېزې او نوي فکرونه لرې او تجربه کوې؟
موږ انسان ټول وخت د سبا لپاره په تمه تېرو، خو کله چې سهار شي ګور، چې بیا همدا نن دی او د سبا هېڅ څرک نشته!
دا چې هر سهار پر موږ لمر را خېږي باید د خدای پاک شکر ادا کړو. د دې لپاره، چې خدای پاک یو ځل بیا د سا اخیستولو توان راکړ او له دې فرصت څخه په ګټې اخیستو مو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړو. په خپلو کارونو کې پوره پوره هڅه وکړه تر څو په ژوند کې مینه تجربه کړې او په مینه ژوند تېر کړې.
نو خپله ټوله هڅه وکړه، چې په نن کې ژوند وکړې. همدا نن، همدا اوس او په همدې لحظه کې مسکی شه. زړه دې له خوښیو او خوشالیو ډک کړه. همدا اوس دې په زړه کې همېشنۍ مینې ته ځای ورکړه، ملګري او دوستان دې په غېږه کې ونیسه او له خپلو ټولو ښېګڼو کار واخله، تر څو همدا نن خوښ اوسې او همدا نن دې د ژوند تر ټولو ښه ورځ حساب شي. همدا اوس، چې ته پکې ژوند کوې دا لحظه داسې یوه لحظه ده، چې تل پاتې ده او هېڅ کله به دې هم له یاده ونه وزي.
اجازه مه ورکوه، چې هېڅ راز ستونزه او تشویش دې وخت ضایع کړي، ځکه همدا نن ستا هغه سبا دی، چې پرون ورته په تمه وې. کرونین وایی« تشویش هېڅکله د سبا غم او ستونزه له منځه نه وړي، بلکې له نن څخه دې هم غورځوي.» په ژوند کې ستا هغه شېبې ، چې ستا په راتلونکي ژوند اثر پرې باسي همدا نن دی. په هېڅ قېمت سره دغه وخت له لاسه مه ورکوه څمره توان،چې لرې له همدې نن څخه ګټه پورته کړه او له ژونده خوند واخله.
دغه مطلب هره ورځ ولوله او دا هم مه هېروه، چې د نړۍ لویه برخه ستا په ذهن کې ده، که دې دا خبره دې درک کړه پوه شه، چې نړۍ به تر پښو لاندې کړې.

104 total views, 1 views today

1 comment

  1. خوازک Reply

    حمیدي صیب
    السلام علیکم ورحمة الله
    الله پاک دی وکړی چی روغ جوړاوسي، په لنډډول به یی ووایم چی ډیري ارزښتناکه مقالی موژباړلی ، یعني که یوڅوک یی په غورسره ولولي دخپل ژوندزاویه یی په مکمل ډول بدلیدلی شي، الله موقلم تاندلره
    که ستاسودفیسبوک ایډی وی چی مونږدرسره ملګري شو.

    مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *