Categories

اعلان

Loading…

پاکستان وايي د افغانستان د سولې خبرې به د جنورۍ په لومړۍ اوونۍ پیل شي

تاند- پاکستان وايي چې د چین او امریکا د فشار له کبله به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د اسلام اباد په منځګړتوب او کوربه توب د سولې خبرې د جنورۍ په لومړیو کې پیل شي.

یوه پاکستاني چارواکي رویټرز خبری اژانس ته ویلي چې «د سولې خبرې به تر دوو اوونیو زیاتې ونه ځنډېږي…. ویلی شم چې د جنورۍ په لومړۍ اوونۍ به موږ د سولې بهیر بیا پیل کړو.»

ده وویل چې دا پلان د پاکستان په خاوره کې د دواړو خواوو د خبرو اترو لپاره جوړ شوی دی.

دغه پاکستاني چارواکي، چې نوم یې پټ ساتل شوی، ویلي چې د افغانستان د حکومت او طالب استازو د خبرو هدف دا دی چې په یوه غونډه کې د افغانستان د حکومت استازي د چین او امریکا له خاصو استازو او طالب استازو سره یوځای کښېني.

دغه پاکستاني چارواکي د دې لپاره چې اجازه یې نه لرله چې له رسنیو سره د موضوع په اړه خبرې وکړي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل:«په دې تفاهم شوی چې ټول ذي دخل اړخونه باید په غونډه کې حاضر وي.»

د پاکستان چاپ پاک تریبیون ورځپاڼه وايي، په قطر کې د طالبانو د دفتر د غړیو په وینا پاکستان د طالبانو له مرستیال مشر سراج الدین حقاني څخه غوښتي چې د سولې په دې خبرو کې ګډون وکړي.

خو یوه افغان چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د سولې د خبرو دقیقه نېټه لا نه ده ټاکل شوې ځکه چې د طالبانو په منځ کې د مشرتابه پر سر اختلاف دی او دا مسله سبب شوې چې څرګنده نه شي چې څوک باید د سولې په خبرو کې د طالبانو د تحریک په استازیتوب ګډون وکړي.

په همدې حال کې د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي:«تر څو چې په افغانستان کې نیواکګر ځواکونه موجود وي، د سولې د خبرو په اړه به زموږ پالیسي بدله نه شي.»

د طالبانو یوه درېمګړي مشررویټرز خبري اژانس ته ویلي، که ځیني کسان د سولې خبرې پیل کړي، نور به حملې لا زیاتې کړي څو دا پروسه ناکامه شي.

د طالبانو درو نورو غړیو، چې دوه یې په پاکستان او یو په قطر کې اوسي، وویل چې پاکستان د طالبانو له مشرانو غوښتي چې د سولې په خبرو کې برخه واخلي خو ترڅو چې د طالبانو د مشرتابه مسله حل شوې نه وي د سولې هرراز خبرې به کومه نتیجه ونه لري.

د افغانستان د حکومت ځینو چارواکو ویلي چې باید د سولې په خبرو کې د طالبانو او د دولت د وسله والو مخالفانو د ټولو ډلو غړي ګډون ولري.

د افغانستان حکومت فکر کوي چې که له یوې ډلې سره سوله وکړي، بله به مخالفت ته دوام ورکوي او د هغې ډلې، چې سوله کوي، مخالف عناصر به له جنګي ډلې سره یوځای شي.

290 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2