Categories

اعلان

Loading…

مار د مرغۍ په ځاله کې/ امین الله عادل

مرغیو په ځنګله کې د ځان لپاره یو داسي ځای غوره کړی وو، چې د هغوی له خپل فزیکي او معنوي جوړښت سره سم وو. هلته یې ځالې جوړولې، هګۍ یې په کې اچولې او چيچي یې پکې زېږول او روزل. مار چې تل به یې د ځنګله په سوړو او غارونو کې غټ او کوچني خزنده او حشرات خوړل د ځنګله د ځینو چلبازو مرغیو په اشاره د مرغیو ځالو او د هغو کوچنیو چیچیانو ته متوجه شو. مار ته وویل شول چې په حشرانو کې داسې خزنده شته چې نېښ لري، زهر لري او یا هم اغزي لري. بل دا چې له حشرو خو غوړه ګوله هم نه جوړېږي. “مارجانه که غواړې، چې له زهرو پاک او بې خطره خواړه وخورې، نو د مرغیو چیچي هغه نرمه، پسته او نسبتا غټه ګوله ده، چې د ځنګل ډېرو حیواناتو او څارویو ورته زړه خیشت کړی.”

مار هم سملاسي د مرغیو ځالو ته مخه کړه، د مرغۍ ځالې ته ورغی چیچی یې یو پر بل پسې نوشي جان کړل او د مرغۍ په هګیو هم روږدی شو. هر وخت به یې په ځاله کې له ځان مړولو وروسته کلچه ووهله او ښه دمه به یې جوړه کړه او بیا به خپل کور ته ولاړ. د چیچیانو مور به د ځالې پر سر ورته چیغې او پرپرکې وهلې او ده به په ډېر غرور د هغې بچي خوړل!

هره ورځ د مرغیو په ځالو کې ویر جوړ ؤ. هره ورځ به یوه ځاله ړنګه وه، هره ورځ به مور بوره وه. ډېرې خویندې او وروڼه د خپلو خپلوانو په ویر کېناستل. د بورو میندو چیغو او سورو ټول ځنګل پر سر واخیست. د ځنګل ډېرو الوتونکو، په ځمکه تلونکو او په سینه ښویدونکو ژوندیو موجوداتو د مرغیو په حال ژړا وکړه.

په مرغیو چې ژوند تنګ شو، د خپلو ځالو پرېښودو ته اړ شول، ځینې ټولې له کوره کډه شوې او ځینو نورو بیا خپل بچی نږدې او لرې ځایونو ته واستول، له ځنګل والو څخه یې په ډېره عاجزۍ د پناه غوښتنه وکړه. ځینې خو له وېرې او ډاره دومره لرې والوتې چې بیا یې هېڅ څرک و نه لګېد، په غرونو کې د نورو څارویو ښکار شوې. ډېرې مرغۍ له مار څخه د خوندیتوب په نیت د دومره لویو سیندونو پر سر الوت وکړ چې د ستړیا او لوږې له کبله سړوپ په سیند کې ولوېدې او کبانو نوشي جان کړې.

د مرغیوغوغا او چیغو ټول ځنګل پر سر واخیست، هرې مرغۍ به ویل چې د مار له وېرې په تېښته دي، مار یې وروڼه او خویندې وژلي او مار یې په خپلو ځالو کې ژوند کولو ته نه پرېږدي. چا پناه ورکړه او چا بېرته وشړلې، چا دروغجنې وبللې او چا هم پلمه ګرې. د ځنګل ټولو زورورو او کمزورو غږ پورته کړ چې مرغۍ باید و نه ځورول شي، کورونه یې باید ړنګ نه شي. په مار یې غږ وکړ، چې نور دا ناتار بس کړي او مرغۍ باید خپل ژوند ته آرامې پرېږدي!.

مار وروسته پوه شو، چې مرغیو د دوی له لاسه ټوله نړۍ په سر اخیستې او هر چېرې مار ملامت ګڼل کېږي. ژر میدان ته را ووت او په ټولو مرغیو یې غږ وکړ، چې خپلې ځالې پرېنږدي او باید په خپلو ځالو کې و اوسېږي. مار وویل: “ریښتیا ده چې زه د مرغیو ځالو ته ورځم مګر زما ورتګ د هغوی د خوړولو او وژلو لپاره نه بلکې زما هدف له غلیم څخه د هغوی ساتل او د هغوی د ځالو ابادول دي.” مار ټوله ملامتي په خپل دښمن واچوله او په تونده لهجه یې ګواښ وکړ، چې له خپل دښمن څخه به غچ اخلي. مار وویل: “زه به تر هغو د مرغیو ځالو ته ورځم ترڅو چې مرغۍ په خپل کور کې هوسا شوې او بسیا شوې نه وي!”

65 total views, 1 views today

2 comments

  1. Noorakhilnoor Reply

    دا خو دامريكا اصلي قيصه ده هرسه كوي خو گناه يي په نورو اچوي او زان دبشر دحقوقو مدافع بولي خو تر تولو زيات ضرر أمريكا بشر ته رسولي دي

  2. aslam Reply

    Very very good

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *