Categories

اعلان

Loading…

د هند صدراعظم به د جمعې په ورځ په کابل کې د ملي شورا نوې ودانۍ پرانیزي

تاند- د هند صدراعظم نریندا مودي به د روسیې د سفر په پای کې د راتلونکې جمعې په ورځ افغانستان ته راشي چې په کابل کې د هند په مرسته د افغانستان د ملي شورا (ولسي او مشرانو جرګو) لپاره جوړه شوې ودانۍ رسماً پرانیزي.

د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ د بنسټ ډبره د افغانستان او هندوستان د دوستۍ د نښې په توګه د هند په مرسته په ۲۰۰۷ م کال کېښودل شوه او ټاکل شوې ده چې د روان دسمبر تر ۳۱ مې پوري بشپړه شي.

پر دې ودانۍ چټک کار روان دی چې د جمعې په ورځ /دسمبر۲۵/ د هند د صدراعظم نریندرا مودي په حضور کې د دوو هیوادونو د مشرانو له لوري پرانستل شي.

2ټاکل شوې وه چې د افغانستان د ملي شورا د نوې ودانۍ د جوړېدو کار د ۲۰۱۱ م کال په نوومبر کې بشپړ شي خو په تېرو ۴ کلونو کې د دې ودانۍ د بشپړېدو لپاره لږترلږه ۳ ضرب الاجلونه وټاکل شول او هیڅ وار تر ټاکلي ضرب الاجله پوري د هغې کار بشپړ نه شو.

د هند د ښاري پراختیا د مرستیال وزیر مدهوسودان پراساد او د کار د مرکزي ادارې له لوري له وروستي اخیستل شوي جاج سره سم د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ په سلو کې ۹۶ کار بشپړ شوی دی او د پروژې اجرا کوونکي وروستیو کارونو ته دوام ورکوي.

64 total views, 1 views today

1 comment

  1. Mirajmal Reply

    د نریندا مودي سفر افغانستان ته ډیر مهم بلل شوی نریندا مودی په د خبل حکومت ملاټر د افغانستان له ولس او حکومت نه یوه ځل بیا اعلان وی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *