Categories

اعلان

Loading…

د روانې جګړې یو بنیادي لامل/ یحیی یعقوبي

په کندز کې د یوه روغتیايي کلینک ډاکټر د خپلو سترګو لیدلی حال وایه، چې هره ورځ له مختلفو ولسوالیو لسګونه بې ګناه ملکیان راوړل کیږي، چې له پوځي مرکزونو د توپونو او هاوان د ړندو بریدونو ښکار شوي وي. د هغه په خبره کله کله د دغو بریدونو له امله د یوې کورنۍ څو غړي مړه یا ژوبل وي. دا یوازې د کندز د استوګنو حال نه دی، بلکې په ډيرو نورو ولایتونو کې هم ګڼ بې ګناه ولسي وګړي له ورته برخلیک سره مخ دي، خو یا یی څوک د غږ اوریدلو نشته او یا اوریدلو سره یی عادي شوي.

که په هیواد کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدا وروسته حالت وګورو، نو دا ومنئ چې د دې دومره اوږدې جګړې او مخالفت یو اساسي لامل له ولس سره د دولت همدا ظلم او بې پروايي ده. که څه هم د کرزي له وخته نیولې بیا تر اوسني دولته هر چارواکي پاکستان، ایران یا نورو ته د ملامتیا ګوته نیولې او د طالب یا بل هر مخالف وسلوال تر شا د نورو هیوادونو د لاس لرلو دلیل راوړی، خو کله یی هم پر دې فکر نه دی کړی چې د دومره زورور مخالفت بنیادي لامل به څه وي.

په دې کې شک نشته چې د وسلوالو مخالفانو په لیکو کې بهرني استخباراتي عناصر شته او د هغوی بله ملاتړه پرته په کلونو جګړه پر مخ نه شی بېولی، خو له دې هم انکار نه شي کیدای چې د روانې جګړې یو مهم اړخ د بې عدالتۍ او ظلم له امله له نظام او دولته د خلکو کرکه ده. پښتانه وايي:«ځمکه هغه سوزي چې اور پرې بل وي»، وسلوال مخالفت ته هم ډيرو هغو کسانو مخه کړې، چې له دې اوره سوځیدلي او نور یی عدالت ته د رسیدلو هیلې مړاوې شوې دي.

له دیارلسو کلونو راهیسې په نظام کې پراخ فساد، د خلکو له ژوند او ناموس سره د چارواکو او زورواکو لوبې، د یوې مړۍ موندلو د ټولو لارو بندیدل، بې عدالتي، د ظلم پراخیدل او لسګونو نورو مواردو دوام هغه څه دي، چې د دې جګړې د لا پراخیدو لامل شوی او دا ویره لا زیاتولای شي. طبعي ده چې په داسې یوه حالت کې به دښمن هم د خپلو ګټو په خاطر خپل کار کوي او دا فرصت به له لاسه نه ورکوي، هغه که پاکستان وي، ایران وي او یا نور. زما له نظره پر نورو د دې ملامتیا تپل منطقي نه ده، ځکه هر څوک دوست او دښمن لري، هوښیار هغه څوک وي چې دواړه وپيژني او دښمن ته پخپل لاس خپله وسله ورنکړي.

د طالبانو یا دولت ضد نورو مخالفو وسلوالو په لیکو کې اکثره داسې ځوانان شته چې د دې نظام او دولت د جوړولو ښه ظرفیت او انرژي لري، که دولت نورو ته د دې پیاوړې وسیلې د سپارلو پر ځای د ځان د بقا او ټینګښت لپاره ترې کار واخلي، پاکستان څه چې حتی د نړۍ ډیر نور قوي هیوادونه به هم دا جرت ونه شي کړای چې دې خاورې ته لاس را اوږد کړي. دا تجربه د تیر تاریخ له لوستلو ښه څرګندیدلای شي. که له ننه څلور لسیزې وړاندې حکومتونه وګورو، نو د پایښت او دوام لامل یی تر ډیره د نسبي عدالت شتوالی، د قانون واکمني او د خلکو د ځان او ناموس خوندیوالي وو، هغه مهال هم اکثره افغانان بیوزلي او فقیر وو، خو کله یی هم د مخالفت توغ لکه د اوس په څیر پورته کړي نه وو.

لنډه دا چې که دولت په رښتیا هم د سولې راتګ ته لکه څنګه چې وايي ژمن وي، نو دې ته پام وکړي چې سوله په جنګ نه راځي، بلکې د جنګ د عواملو موندل او له یوې معقولې لارې ورته رسیدګي د سولې بنیادي لاره ده. هو که دې اړخ ته توجه ونه شي او سوله د جنګ په زور راوړل غواړي، نو بیا به دا ګمان په یقین بدل شي چې سوله هم یوه پروژه ده، ولس ته ظاهرا یو څه ښودل کیږي خو د پردې تر شا نورې خبرې دي.

۱/جدي/

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *