Categories

اعلان

Loading…

بریتانیا وايي ځواکونو ته یې ویلي چې سنګین ته لاړ شي

تاند- بریتانیايي ورځپاڼو نن راپور ورکړ چې د دغه هیواد پوځیان د هلمند سنګین ولسوالۍ ته لېږل شوي دي. دا ولسوالي اوس د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د سختې جګړې میدان دی.

وسله والو طالبانو د سنګین اکثره برخې نیولي او افغان امنیتي ځواکونه د سنګین ولسوالۍ په لوا یا پوځي مرکز کې ځای پر ځای شوي دي.

د راپورونو پر اساس بریتانیايي سرتېرو ته ویل شوي چې د ناټو له نورو ځواکونو سره مرستې ته ودانګي.

دغه وزارت په عین وخت کې ویلي چې بریتانیايي پوځیان به په مستقیم ډول په جګړه کې برخه وانخلي، دوی به یوازې مشورتي رول لري.

په افغانستان کې د ناامنۍ زیاتېدا سبب شوې چې بریتانیا په افغانستان کې پر خپل پوځي رول بیا غور وکړي.

په داسي حال کې چې په بریتانیا کې په دې باب بحثونه روان دي د دغه هیواد د پوځ پخواني لوی درستیز لارډ دانت د بي بي سي راډیو څلورم چاینل ته وویل چې حکومت باید په افغانستان کې د خپل پوځي رول تر پراخولو مخکې ښه غور وکړي.

ده دا هم وویل چې افغانستان اوس د لیبیا او سوریې په پرتله لږ لومړیتوب لري.

د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک نن رسنیو ته وویل چې په سنګین کې لا هم سخته جګړه روانه ده.

ده وویل چې له نن سهاره د دولت وسله والو مخالفانو جګړې ته زور ورکړی او د ولسوالۍ ودانۍ یې محاصره کړې ده.

پرون وسله والو طالبانو ادعا کړې وه چې د سنګین ولسوالي یې کاملاً نیولې ده. د هلمند ځینو چارواکو هم د طالبانو د ادعا په تایید ویلي و چې په سنګین کې یوازې لوا پاتې ده، نورې سیمې طالبانو نیولي دي.

دفاع وزارت وايي چې سنګین ته یې کومکي ځواک لېږلی دی خو په سنګین ولسوالۍ کې مېشت امنیتي ځواکونه وايي چې نه د دفاع وزارت او نه د بهرنیو پوځیانو مرسته ورسېدلې ده.

218 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2