Categories

اعلان

Loading…

ملګري ملتونه: افغانستان له سترو اقتصادي، سیاسي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دی

خبریال: میرویس جلالزی –

ملګرو ملتونو د افغانستان د حالاتو په اړه خبرداری ورکړی او وایي چې دغه هیواد به په را روان کال کې له سترو ننګونو سره مخامخ وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مشر تېر ماښام په نیویارک کې د ملګرو ملتو د امنیت شورا غونډې ته وویل، افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې له خطرناک وضیعت سره مخامخ کیدونکی دی او په کار ده چې سر له اوسه ورته تیاری ونیول شي.

د نیکولاس هایسم پر وینا، سره له دې چې روان کال یو لړ پرمختګونه ول لیکن افغانستان د ترهګرو د فعالیتونو له مخ پر زیاتیدو او ورسره جوخت د اقتصادي وضیعت د لا په زوړ له کړکیچ سره د مخامخ کیدو په حال کې دی.

هغه دا څرګندوني د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې څو ساعته مخکي تر هغه وکړي چې کابل ښار په توغندیو وویشتل شو او په همدغه ورځ په بګرام کې پر افغان او امنیتي ځواکونو مرګونی ګوزار وشو.

د ښاغلي هایسم پر خبره چې د ملي یو والي حکومت هڅه کوي افغانستان له اوسني حالت څخه وژغوري لیکن ګواښونه هومره لوی دي چې د دغه هیواد شوي پرمختګونه یي اوس د ړنګیدو له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

هغه وویل چې افغانان سولي لپاره هڅه کوي لیکن روان وضیعت او د هغوی ناهیلي د دې لامل شوي چې له ملک څخه بهر ته وتښتي څو اقتصادي اوامنیتي خوندي توب ولري.

د نوموړي په خبره د لګښتونو او عوایدو ترمنځ لوی توپیر، اوزګارتیا، ناامني، مایوسي او د افغانستان د راتلونکی ناڅرګند برخلیک د دې لامل شوی چې حالات لا پسي خراب کړي او د افغانانو مخ د ژوندانه له سختو څپیړو سره مخ کړي.

نوموړي د جګړې له ښکیو غاړو وغوښتل چې د سولې میز ته را وړاندي شي څو وکړای شي چي یوه خوندي راتلونکي ولري.

کابل کې د یوناما مشر همدا راز شوي پرمختګونه هم ستایلي خو موجودې ننګونې يې سترې او خطرناکې بللي دي.

10 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *