Categories

اعلان

Loading…

د کرکې او کینې دیانت؛ دیني توندلاریتوب ته د تمایل د ریښو موندنه

لیکوال: محمد محق

ژباړن: ډاکتر محب زغم

د فساد په اړه او د اسلام له نظره له فساد سره د مقابلې لارې چارې

  • د فساد تعریف:
    • فساد د صلاح ضد دی چې په حقیقت کې یې مانا له سمې لارې کږېدل دي. (18)
  • قرآن له خپلو پیروانو غوښتي دي چې له هر ډول فساده دې ډډه وکړي:
    • و لا تبغ الفساد فی الارض إن الله لا یحب المفسدین (19) ترجمه: او په ځمکه کې د فساد په لټه مه اوسه، ځکه چې الله مفسدان نه خوښوي.
  • په تېره بیا که د چارو د اصلاح او تنظیم په برخه کې هڅې شوې وي، د فساد لپاره هڅه لا بده ده او قران په دې اړه تصریح کړې ده چې: و لاتفسدوا فی الأرض بعد إصلاحها” (20) ترجمه: او په ځمکه کې وروسته له هغې چې اصلاح رامنځته شوې ده، په فساد لاس مه پورې کوئ.
  • مفسدان د اصلاح ادعا کوي: “و إذا قیل لهم لاتفسدوا فی الأرض قالوا إنما نحن مصلحون” (21).
  • خو اهل فساد نه سمبالېږي:
    • د هغه لومړني تصور برخلاف چې ځینې فکر کوي د فساد له لارې به یو ځای ته ورسېږي، قران وايي چې د خدای تکویني قانون دا دی چې د داسې کسانو کار به په اوږد مهال کې نه برابرېږي. “إن الله لا یصلح عمل المفسدین”. (22)
  • اهل فساد د خدای د لعنت مستحق کېږی: “و الذین ینقضون عهده الله من بعد میثاقه و یقطعون ما أمر الله به أن یوصل و یفسدون فی الأرض أولئک لهم اللعنة و لهم سوء الدار” (23) ترجمه: او هغه کسان چې له خدای سره تړون تر تړلو وروسته بېرته ماتوي او څه چې ده فرمان ورکړی چې وصل شي، پرې کوي یې او په ځمکه کې فساد کوي، د خدای لعنت د هغوی دی او په بد عاقبت به اخته شي.
  • څوک چې فساد ته مخه کوي د خدای له محبته محرومېږي:”و إذا تولی سعی فی الأرض لیفسد فیها و یهلک الحرث و النسل و الله لا یحب الفساد” (24) ترجمه: هر کله چې واک ته ورسېږي په ځمکه کې د فساد هڅه کوي او د طبیعت او ژوندي سارو د تباهۍ سبب کېږي، او خدای تباهکاري او فساد نه خوښوي.
  • فساد د ځمکې پر مخ د لویو تباهیو سبب کېږي او د خدای عذاب راولي: “ظهر الفساد فی البر و البحر بما کسبت أیدی الناس لیذیقهم بعض الذی عملوا لعلهم یرجعون” (25) ترجمه: فساد په وچه او سمندر کې راڅرګند شوی او غالب شوی دی د هغه څه په خاطر چې خلکو کړي دي، چې له دې لارې د خپلو ځینو اعمالو جزا وڅکي. ښايي له دې لارې راستانه شي.
  • مفسدان تاوان کوي او اهل خسران دي:”الذین ینقضون عهد الله من بعد میثاقه و یقطعون ما أمر الله به أن یوصل و یفسدون فی الأرض أولئک هم الخاسرون” (26) ترجمه: هغوی چې له خدای سره خپل تړون تر تړلو وروسته بېرته ماتوي او څه چې خدای فرمان ورکړی چې وصل شي، پرې کوي یې او په ځمکه کې فساد کوي، دوی تاوان کوونکي دي.
  • فساد د انسانانو د خلقت له فلسفې او حکمت سره په ټکر کې دی: “قالوا أتجعل فیها من یفسد فیها و یسفک الدماء” (27) ترجمه: فرشتو خدای ته وویل ایا په ځمکه کې هغه څوک خلقوې چې فساد په کې وکړي او وینه وبهوي.
  • مفسدان دې دا تمه نه کوي چې برخلیک به یې د صالحانو په شان وي: “أم نجعل الذین آمنوا و عملوا الصالحات کالمفسدین” (28) ترجمه: ایا هغه کسان به چې ایمان یې راوړی او ښه کارونه یې کړي دي، د مفسدانو غوندي کړو؟
  • د ابدي خلاصون شرط له فساده ډډه کول دي:”تلک الدار الآخرة نجعلها للذین لایریدون علوا فی الأرض و لا فسادا” (29) او د اخرت دنیا هغو کسانو ته ورکوو چې په ځمکه کې په دې لټه نه وو چې پر نورو غلبه وکړي او د فساد قصد یې نه درلود.

تر دې ځایه د فساد په اړه د قران مجید لیدلوری و چې په ټوله کې یې خپلو پیروانو ته داسې چوکاټ جوړ کړی چې په اخلاقي لحاظ باید ورته ژمن وي او له فساده ځان وساتي.

د اسلام د پیغمبر سنت هم د قران پر همدې تګلارې ټینګار کوي خو په لا تفصیل او د فساد لا مشخصو جزییاتو ته په اشارې سره.

لومړی د اسلام د پیغمبر ټینګار پر دې دی چې مسلمان انسان باید په هره برخه کې ښو کارونو ته مخه کړي او دا یې الهي فریضه ګڼلې ده: “إن الله کتب الإحسان علی کل شیئ..” ترجمه: خدای د هر کار سم ترسره کول فرض کړي دي. (30) همدارنګه ویلي یې دي: “إن الله یحب إذا عمل أحدکم عملا أن یتقنه” ترجمه: خدای دا خوښوي چې کله ستاسو یو څوک یو کار کوي هغه دې په بهترینه وجه سر ته ورسوي. ( 31)

دغو لارښوونو ته په پام سره، هر کار چې په صداقت ترسره نه شي، ناوړه او فاسد کار ګڼل کېږي.

د فساد نښې او مظاهر:

د نبوي احادیثو مطابق، فساد مختلفې نښې لري او له غیرقانوني لارو څخه د پیسو ګټل د فساد د مظاهرو یوه برخه ده. د اسلام پیغمبر توصیه کړې ده چې مسلمان انسان باید له حرام سره په تعامل کې حساس اوسي او دا برید دې په پام کې ونیسي:”إن الحلال بین و إن الحرام بین و بینهما أمور مشتبهات لایعلمهن کثیر من الناس، فمن اتقی الشبهات فقد استبرأ لدینه و عرضه” یعنې: هم حلال واضح دی او هم حرام، خو ځینې مسایل دي چې د دواړو په پوله کې واقع دي او شبهات نومېږي، که څوک له شبهاتو ځان لرې وساتي، هم به یې دین پاک ساتلی وي هم خپله ابرو. (32)

همدې مفهوم ته نږدې بله خبره یې په بل مناسبت کې کړې ده او پیروانو ته یې توصیه کړې ده چې له ناروا لارو د مال له پیدا کولو دې ډډه وکړي:”اجعلوا بینکم و بین الحرام سترا من الحلال، من فعل ذلک استبرأ لعرضه و دینه و من ارتع بینه کان المرتع الی جنب الحمی یوشک این یقع فیه و إن لکل ملک حمی و إن حمی الله فی الأرض محارمه” یعنې: د حلالو او قانوني لارو په وسیله د ځان او حرام تر منځ خنډ رامنځته کړئ، هر چا چې دغه کار یې وکړ، هم یې ابرو پاک پاتېږي او هم یې دیانت، خو که څوک له دې بریده واوښت او د ځان پر وړاندې یې داسې خنډ نه درلود، هغه به داسې کس غوندې وي چې په ممنوع پټیو کې (خپل څاروي) وپیايي چې ژر یا په ځنډ به په کې راګېر شي. پوه شئ چې هر پاچا ممنوع سیمه لري او په ځمکه کې د خدای له خوا ممنوعه شوې سیمه، د هغه د محرماتو پوله ده. (33)

همدارنګه ویلي یې دي: “الحلال بین و الحرام بین فدع ما یریبک إلی ما لا یریبک” یعنې: حلال او حرام واضح او د پېژندلو وړ دي، نو هغه څه چې مشکوک دي، پرې یې ږده او هغه څه ته مخه کړه چې شک او شبهه په کې نشته. (34) او اخطار ورکوي چې: “من نبت لحمه من السحت فالنار أولی به” یعنې: هغه څوک چې د بدن غوښې يې په حرامو لارو تغذیه شوې وي، د دوزخ لایق دي. (35)

په بل مناسبت کې یې د یوه غیراخلاقي تحول او د هغو ارزښتونو د راپرځېدلو خبر ورکړی چې د ښه او بد تر منځ پوله مشخصوي: “یأتی علی الناس زمان لایبالی المرء ما أخذ منه أ من الحلال أم من الحرام” یعنې: داسې وخت به راشي چې وګړی دې ته اهمیت نه ورکوي چې ګټلې یې له حلاله لاره وه که له حرامه. (36)

تر دې ځایه خبره د ټولو حرام خوریو وه چې فساد، اختلاس او له غیرقانوني لارو د پیسو ګټل رانغاړي. خو تر دې ورهاخوا، په نبوي حدیثونو کې د هغو موردونو خبره شوې ده چې د فساد لپاره لاره هواروي، یو مورد یې د امانت په ساتلو کې کمزوري ده. امانت په دیني روایتونو کې پراخ مفهوم لري په دې جمله کې، هغه مسوولیتونه هم دي چې په عمومي ډګر کې چا ته سپارل کېږي.

په یوه مورد کې ویل شوي دي چې د امانت ضایع کېدل داسې ګډوډي رامنځته کوي لکه په یوه ټولنه کې چې قیامت راشي. بیا یې اشاره کړې ده چې دلته د امانت منظور، په هغو مقامونو کې د اشخاصو ټاکل دي چې اهلیت یې نه لري:”فاذا ضعیت الأمانة فانتظر الساعة، قال کیف إضاعتها؟ قال إذا وسد الأمر إلی غیر أهله فانتظر الساعة” یعنې: هرکله چې امانت ضایع شو، د قیامت راتلو ته منتظر اوسه. چا پوښتنه وکړه چې دا به څرنګه وي؟ هغه ځواب ورکړ: هرکله چې ودې لیدل چې کارونه داسې کسانو ته سپارل شوي دي چې وړتیا یې نه لري، نو قیامت ته منتظر اوسه. (37)

کېدای شي چوکۍ د خپلوۍ او شخصي اړیکو له مخې چا ته وسپارل شي. دا کار د اسلام له نظره د فساد او د امانت د ضایع کولو یوه نمونه ګڼل کېږي. د اسلام پیغمبر ويلي دي:”من ولی من أمر المسلمین شیئا فأمر علیهم أحدا محاباة فعلیه لعنة الله، لایقبل الله منه صرفا و لا عدلا حتی یدخله جهنم”، یعنې: هر چا چې د مسلمانانو په منځ کې یو مسوولیت ترلاسه کړ او هغه د خپلوۍ له مخې څوک ورته مأمور کړي، هغه د خدای د لعنت مستحقېږي او وروسته بیا د هغه هېڅ فدیه او د تاوان ورکړه، نه قبولېږي تر هغې چې دوزخ ته لاړ شي. (38)

کله چې دا روحیه په ټولنه کې خوره شي، د امانت ساتل به له منځه ځي او خیانت به عامېږي او خلک به له داسې تنګسې سره مخ شي چې په سختۍ سره به امانتکاره انسان پیدا کړای شي. په ټولنپوهنه کې دغه حالت د بې قانونۍ قانوني کېدل بلل کېږي. د اسلام پیغمبر ویلي دي: “و یصبح الناس یتبایعون فلایکاد أحد یؤدی الأمانة فیقال إن فی بنی فلان رجلا أمینا، و یقال للرجل ما أعقله و ما أظرفه و ما أجلده، و ما فی قلبه مثقال حبة خردل من إیمان”، یعنې: داسې وضعیت به راځي چې کله خلک له یو بل سره راکړه ورکړه کوي، هېڅوک امانت نه مراعاتوي. تر دې چې د ځینو اشخاصو په اړه ویل کېږي چې فلان کس څومره پوه او ځیرک او چابک دی، حال دا چې په زړه کې به یې یوه ذره ایمان نه وي. (39)

په همدې وجه ایمان او امانتداري سره تړلي ګڼل شوي دي. د اسلام پیغمبر ویلي دي:”لا إیمان لمن لا أمانة له”، یعنې: څوک چې امانت نه ساتي، ایمان هم نه لري. (40) خیانت چې د امانتدارۍ ضد دی، د منافقت نښه بلل شوې ده:”و إذا اؤتمن خان”، یعنې: او هرکله چې منافق ته یو امانت وسپارل شي، هغه به په کې خیانت وکړي. (41)

په خیانت کې ورګډېدل، بد عواقب لري او له دین سره د شخص اړیکي پرې کوي. پیغمبر ویلي دي:”إن الله إذا أراد أن یهلک عبدا نزع منه الحیاء، فإذا نزع منه الحیاء لم تلقه إلا مقیتا ممقتا، فإذا لم تلقه إلا مقیتا ممقتا، نزعت منه الأمانة، فإذا نزعت منه الأمانة لم تلقه إلا خائنا مخونا، فإذا لم تلقه إلا خائنا مخونا نزعت منه الرحمة فإذا نزعت منه الرحمة لم تلقه إلا رجیما ملعنا، فإذا لم تلقه إلا رجیما ملعنا نزعت منه ربقة الإسلام”، یعنې: که څوک د خدای له لوري له هلاکت او بربادۍ سره مخ کېږي، پیل به یې له هغه څخه د حیا او شرم په ختمولو وي. کله یې چې حیا له لاسه ورکړه، هم به منفور شي هم متنفر. کله چې منفور او متنفر شو، امانتداري ورنه اخیستل کېږي او خیانت ته مخه کوي چې سروکار به یې له نورو خاینانو سره شي چې له ده سره هم خیانت کوي. بیا مهرباني او عاطفه ورنه اخیستل کېږي او څوک چې خپله انساني عاطفه له لاسه ورکړي، د خدای له درګاه څخه شړل کېږي او لعنت ورباندې کېږي. هغه څوک چې د خدای لعنت ورباندې شوی دی، له اسلام سره هېڅ پیوند نه لري. (42)

عمومي شتمنۍ د امانت ډولونه دي، لکه دولتي مالیات یا عمومي غنایم او نور. د شریعت په اصطلاح کې له داسې شتمنیو سره خیانت «غلول» بلل کېږي. قران ویلي دي:“و من یغلل یأت بما غل یوم القیامة ثم توفی کل نفس ما کسبت و هم لایظلمون” (43) ترجمه: او هر چا چې غلول وکړل په قیامت کې به له هغه مال سره احضار شي چې د خیانت له لارې یې ګټلی دی او وروسته هر څوک د هغه څه جزا ویني چې کړي یې دي، بې له دې چې پر چا ظلم وشي.

د اسلام پیغمبر هم په عمومي شتمنیو کې له خیانته پر ډډه کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي:”لا ألفین أحدکم یوم القیامة علی رقبته شاة لها ثغاء، و علی رقبته فرس له حمحة یقول یا رسوله الله أغثنی، فأقول لا أملک لک من الله شیئا، قد أبلغتک، و علی رقبته بعیر له رغاء، یقول یا رسول الله أغثنی فأقول لا أملک لک شیئا، قد أبلغتک، و علی رقبتة صامت، فیقول یا رسول الله أغثنی، فأقول لا أملک لک من الله شیئا، قد أبلغتک، أو علی رقبته رقاع تخفق، فیقول یا رسول الله أغثنی، فأقول لا أملک لک شیئا، قد أبلغتک”، یعنې: هسې نه چې د قیامت په ورځ ستاسو یو څوک ووینم چې پسه یا اس پر اوږه وړي او ما ته ووايي مرسته راسره وکړه، او زه ووایم د خدای د امر په مقابل کې څه درسره نه شم کولای، ځکه چې مخکې مې خبر کړی وې، او بل کس به اوښ پر اوږه ولري او ووایي چې له ما سره مرسته وکړه او ووایم زه څه نه شم کولای ځکه چې ما درته ویلي وو، او بل به د اوښانو ګله پر اوږه وړي او ما ته به وايي مرسته راسره وکړه، او زه ووایم چې څه نه شم کولای ځکه چې مخکې مې درته ابلاغ کړی و، او یو بل به د پوستکو یو بار پر غاړه ولري چې تر لاندې به یې کړوپ شوی وي او ما ته ووايي مرسته راسره وکړه، او زه به هماغسې ووایم چې زما له لاسه څه نه کېږي ځکه چې مخکې مې درته ویلي وو. (44)

څرګنده خبره ده چې د دې مثالونو هدف هغه شمتنۍ دي چې ځینې وګړي یې له عمومي شتمنۍ جېب ته وهي او دا چې اخروي عواقب یې درانه دي او کولای شو له غیرقانوني لارو څخه ترلاسه شوي هر ډول نقدي او غیرنقدي شته همداسې قیاس کړو.

خو په دې منځ کې څه چې اسلام ورباندې ټینګار کوي، د امانتدارۍ پراخ مفهوم ته پام اړول دي. امانت یوازې په یادو موردونو نه خلاصه کېږي. هم په عمومي حوزه کې او هم په خصوصي حوزه کې د هر ډول مسوولیت په غاړه اخیستل، په همدې اخلاقي قاعده کې شاملېږي او له هغې څخه سرغړونه په لویو ګناهونو کې حسابېږي. د اسلام پیغمبر ویلي دي:”کلکم راع و کلکم مسئول عن رعیته، الإمام راع و مسئول عن رعیته، و الرجل راع فی أهله و هو مسئول عن رعیته، و المرأة راعیة فی بیت زوجها و مسئولة عن رعیتها، و الخادم راع فی مال سیده و مسئول عن رعیته”، یعنې: تاسې هر یو سرپرستۍ لرئ او د هغوی پر وړاندې مسوولیتونه. پاچا او حاکم سرپرستان دي او د هغو کسانو پر وړاندې مسوولیت لري چې د دوی تر سرپرستۍ لاندې دي. مېړه د خپلې ښځې پر وړاندې سرپرست دی او مسوولیت یې لري. ښځه هم د مېړه د کور سرپرسته او مسووله ده. نوکر هم د خپل مالک د مال سرپرست دی او مسوولیت یې لري. (45) دا روایتونه که یو څه ساده ښکاري او له داسې تعبیرونو یې کار اخیستی چې د خلکو له پخواني قبیلوي ژوند سره سمون لري خو په خپلو ژورو کې څرنګه چې وویل شول، هم په عمومي حوزه کې هم په خصوصي حوزه کې د امانتدارۍ او مسوولیت پېژندنې پيغام لري.

4 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *