Categories

اعلان

Loading…

ټاپي پروژه؛ لکه د نجات فرشته

د بدلون اوونیزې سرليکنه/ اداره

که زړه دې مست وي جهان رنګین دی

که زړه دې مړ وي جهان غمګین دی

دار و مدار یې ستا په جذبات دی

نه دا رنګین دی نه دا غمګین دی

اشرف مفتون

د مرحوم اشرف مفتون په دغه څلوریزه کې نغښتی رواني مفهوم، هم د انډیویډیالیزم په زمینه کې د فردي روان په باب صدق کولای شي او هم د ټولنیزې ارواپوهنې په قلمرو کې د جمعي ارواپېژندنې او بدلون لپاره تشریح کېدلای شي؛ دا د اګزستنسیالیزم یا وجودي فلسفې (استادان: امین دریځ او غفور لېوال د «وجودي» پر ځای «حضوري» سم بولي) بحث دی، هلته چې وايي: فرد مختار دی، دا په ده پورې اړه لري چې خپل ماهیت څنګه ټاکي، یاني کامیاب یا ناکام؟ دغسي یا هغسی؟

که څه هم د ژان پل سارتر دا مقوله په اول نظر مبالغه ایسي چې که له موره فلج پیدا شوی یو کس د فوټبال لوبې قهرمان نشي نو مسؤلیت یې پر خپله غاړه دی، خو که دقیق ځیر شو نو د یوه انسان طبیعي ظرفیت په همدې اندازه حیرانوونکی دی چې په ذهن کې هر ور ګرځېدونکی تصور په واقعیت بدلولای شي؛ دا چې یو انسان شکایت کوي یا یې پر قسمت تاوانوي چې هدف ته رسېدلای نه شي، کار یې نه سمیږي او…. نو دلته دوې خبرې متصورې دي: یا دا کس هدف نه لري، یا که هدف لري نو هغه ته د رسېدو لپاره هڅه نه کوي او که دغه دوه واقعیته سره یو ځای شي بیا نو په دنیا کې ناممکن نشته؛ ټیک همدغه نظریه د یوې مجموعې یا ملت په باب لا ښه د تطبیق وړ ده، یاني د یوه کولکټیف د ارادې په مخ کې خو ناممکن بېخې وجود نلري.

ډېر به مو اورېدلي وي، ممکن خپله هم د دې ګناه ښکار شوي یاست، تقریباً زموږ د عامه شعور لویه اشتباه همدا ده چې، افغانستان نه جوړېږي، ښه نو کله چې مو خپله د افغانستان جوړېده نفي کړه بیا به نو څنګه جوړ شي، نو نه به جوړېږي لکه چې جوړ هم نه دی مګر که مو یو وار په ولسي سطحه چېغه کړه چې افغانستان جوړیږي نو بیا یې جوړ وغواړئ او نن- سبا د لويې امیدوارۍ زېری دا دی چې افغان ملت لکه چې له خیره سره د دې مجموعې ارادې رامنځته کولو ته کلکه ملا تړلې ده او د دې شعور د تعمیم لپاره یې په عاشقانه تبلیغاتو خوله پورې کړې ده چې نور زموږ ګران وطن جوړیږي او د دې جوړېدو لپاره دومره دلایل او دومره امکانات او دومره ظرفیتونه شته چې یو څوک یې په ذهن کې ور ګرځولای شي.

خلاق، مدبر او متفکر افراد و ملتونه له نڅه هر څه جوړوي چې یوه دروازه یې پر مخ بندیږي نو د لسو او سلو نورو د پرانیستو همت و ځراکت لري یاني چې زړه یې د ژوند په مینه ناکو جذباتو مست وي نو غونډ جهان یې په مخ کې د رنګینیو یوه مجموعه وي خو د لټو او بې فکرو برخلیک بیا دا وي چې روان سین یې تر سترګو وچ- وچ کېږي او د بهاند رود پر غاړه یې ستونی سوځي، له تندې مري، یاني په زړه کې یې د ژوند د جذبې ډېوه مړه وي، دنیا یې پر سترګو تیاره او د غمونو یوه مجموعه وي؛ زموږ د ملت هم همدا حال دی؛ دا حال نور د زغم نه دی، بدلون غواړي او له نېکه مرغه چې هره ورځ د دې بدلانه نوي او نوي څرکونه تر سترګو کیږي.

راځئ چې د افغانستان د سترو ظرفیتو او فرصتو له سمندره پر یوه څاڅکي (ټایي پروژه) یو تمرکز سره وکړو او وګورو چې تر اوسه په څومره لویه نېکمرغې کې څومره بدمرغ ولس وو او ان شاءالله نور نو کرار- کرار سترو انساني مدارجو ته د رسېدو پر لار ور برابر شوي یو او باور مو دی چې د دې بحث تفصیل به د هر وطنپرست افغان لپاره تر هر څه ضرور او له سُروره ډک مضمون وي:

ټاپي د آسیا په سطحه د تاریخ تر ټولو ستره پروژه ده چې د ۱۳۹۴ کال د قوس پر ۲۲- مه د ترکمنستان ولسمشر قربان قلی بردي محمدوف، افغان رئیس جمهور محمد اشرف غني، د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف او د هندوستان مرستیال ولسمشر حامد انصاري له خوا د ترکمنستان په جنوبي ښار ماري کې د دنیا په څلورمه ستره ګازي حوزه (ګلګنیش) کې، چې ذخیزه یې ۱۶ تریلیونه متر مکعب اټکل شوې، رسماً پرانیستل شوه او د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې به بشپړه شي.

په دې پروژه کې د ترکمنستان د پانګې اچونې ونډه ۸۵٪ او پاته یې پنځه- پنځه٪ د دا نورو ده چې دا هم د افغانستان بریا ده ځکه سرمایه ګزارې یې لږ او ګټه یې زیاته ده.

محترم محمدوف په دغو مراسمو کې وویل:

« دا د سیمې لپاره د سولې و ثبات یوه پروژه ده چې زرګونه کاري فرصتونه رامنځته کوي او په سیمه کې د اجتماعي- اقتصادي پرمختګ سبب ګرځي.»

ښاغلي اشرف غني داسې څرګندونې وکړې:

«نن موږ د یوې تاريخي پېښې شاهدان یو، لسیزې مو په دې باب خبرې وکړې او نن مو خپل تعهد وښود، له ترکمنستان، هند او پاکستان سره مو نن د اړیکو یو نوی فصل پرانیست.

دا پروژه د یوې څو اړخیزې کړنلارې لکه، نوري فایبر، اوسپني پټلۍ او برق د انتقال یوه برخه ده چې د ټولو کار به له ټاپي پروژې سره همهاله روان شي؛ د مرکزي او جنوبي آسیا تر منځ همکاري، یاني یوه فوق العاده ستره لار.»

نواز شریف صاحب هم خپله خبره وکړه:

«نن زموږ ټولو لپاره یوه تاریخي ورځ ده، دا د هغې پروژې یوه څرګنده نښه ده چې سرنوشتونه به بدل کړي؛ دا پروژه به زموږ د ګډې نېکمرغۍ سبب شي.»

جناب حامد انصاري خپل نظر داسې څرګند کړ:

«موږ د دې پروژې د تطبیق لپاره قوي تعهد لرو، موږ نه شو کولای خپل لید د ګمراه خلکو د نظریاتو تر اغېز لاندې راولو، موږ په یوه مشترک دید سره د نوو نسلونو د روښانه راتلونکې لپاره ګام اخلو.»

ټاپي (TAPI) پروژه، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او اینډیا د سر له تورو څخه جوړه ده، د ترکمنستان ګاز د افغانستان د هرات، فرا، هلمند او کندهار ولایتو پر لار د بلوچستان مرکز کوټې او له هغه ځایه ملتان ښار ته ور تېروي، بیا همداسې پسې غځېږي او د هندي پنجاب په فاضلکا سیمه کې به خپل وروستي ټکي ته ځان رسوي.

د ټولې نللیکې اوږدوالی به ۱۸۱۶ کیلو متره وي چې ۱۴۷ به یې په ترکمنستان کې تر تورغونډۍ را غځیږي، په افغانستان کې به تر سپین بولدکه ۷۳۵ کیلو متره اوږدیږي او ۸۰۰ نوره به په پاکستان کې مخته ځي.

له ۱۲ فشار پمپو څخه به یې ۵ په افغانستان کې جوړ شي.

دا پروژه به د ۳۰ کالو لپاره، هر کال ۳۳ میلیارډ متر مکعب ګاز اړوندو سیمو ته انتقال کړي؛ افغانستان ته به په اوله لسیزه کې له کاله ۵۰۰ میلیونه مترمکعب، په دوهمه کې یو میلیارډ او په درېیمه کې هم ۱،۵ میلیارډ مترمکعب ګاز را ولېږدوي؛ د دې تر څنګ به له ۴- ۵ سوه میلیون ډالرو پورې د ګاز د ترانزیټ له درکه مستقیمه ګټه واخلو، ۱۲۰۰۰ تنو ته به مخامخ کار په لاس ور شي؛ د یوه غربت ځپلي ولس د را پورته کېدو لپاره څومره یو ستر چانس!

پر دې ستره پروژه په نونس سوه نوییمه لسیزه کې ارجنټایني (بریډاس) او امریکایي (یونیکال) کمپنیو او تر دوه زرم کال وروسته نورو نړیوالو شرکتو لکه: شیفرون، اکسون او ټوټال، خپل قسمتونه وازمایل خو د یوه د بخت ستوری هم و نه ځلېد او بالآخره خپله د ترکمنستان دولتي (ترکمن ګاز شرکت) د جاپان د ۱۰ میلیارډ ډالري مرستې په زور دغه مسؤلیت واخیست.

د قوس پر ۲۳- مه د ترکمنستان له سفره له را ګرځېدو سره سم اشرف غني په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د دغې سترې پروژې په باب خبرې وکړې چې د ژور تفکر، نه یوازې افغانستان بلکې سیمې لپاره د منظم پلان او قوي اقتصادي ارادې څرګندویه او خورا امیدواروونکې وې؛ دلته یې ثبت او ور باندې فکر ضروري بریښي:

« نوري فایبر شبکه به له ګاز نللیکي سره په یوه وخت کې حرکت وکړي، په دې توګه به زموږ له لارې هند له اروپا سره د ځمکې له خوا وصل شي، بیا هم دا د کار پیل دی.

بل ټکی دا دی چې د المپیک د کړیو غوندې، چې یوه له بلې سره ارتباط لري، یوه حلقه تصور کړئ، درېیمه کړۍ یې د برق انتقال دی؛ پرون چې مو یو بل څه امضاء کړه هغه د افغانستان پر لار پاکستان ته د برېښنا لېږد دی خو دا وار د هرات، فرا، هلمند او کندهار پر خوا؛ او دغه ټولې حلقې د وخت په تېرېدو سره څه شی ایجادوي؟ یوه ډېره پراخه ستره لار چې د اوسپنې کرښه، سړک، کانالونه او هوایي ډګرونه به یې اجزاء وي.

د دې پروژې لپاره ۸ میلیارډه ډالر تخمین شوي چې تر نیم زیات به یې په افغانستان کې مصرفیږي.

دا به ډېر جانبي مثبت تاثیرات ولري، لکه د مسلکي ځوانانو روزنه او نور.

دغه پروژه د افغانستان د اقتصادي تحول اساس دی.

منځنۍ آسیا د نړۍ د انرژۍ د ثقل مرکز دی او جنوبي آسیا هغه نقطه ده چې انرژۍ ته بېخې ډېر ضرورت لري او د دوی تر منځ څوک پروت دی؟ افغانستان!

مخکې مې هم درته ویلي ول چې زموږ له سترو سرچینو یوه هم د افغانستان جغرافیایي موقعیت دی؛ په تېرو دوو سوو کالو کې دغه موقعیت موږ ته خورا ګران تمام شو؛ دغه او ورته نوري پروژې به ان شاءالله تعالی ثابته کړي چې زموږ موقعیت زموږ یو له سترو شتمنیو څخه دی؛ تاسو فکر وکړئ چې په یوه عمده څلور لارې کې د نیم جریب ځمکې قیمت څومره وي؟ او د یوې زر جریبه ګوښه ځمکې بیه څومره وي؟ هدف دا دی چې افغانستان د سیمې په یوه څلور لارې بدل شي او دغه پروژه یې ښه څرګندویه ده؛ پاکستان به له دغې پروژې څخه خپل ۶۰٪ د ګاز اړتیا له منځه یوسي.»

ولسمشر غني د یوې پوښتنې په جواب کې، چې ایران خو د دې پروژې سرسخته رقیب دی آیا مشکلات به جوړ نکړي؟ جالب ټکي ته متوجه کړو چې پر دقیقو واقعیتو بنا او د ټول افغان ولس لپاره د زدکړې وړ دی او که یې د عمل ساحې ته راولو نو یوه سرتاسرې اراده او پر ځان د باور زمینه به مو سازه کړې وي، ده وویل:

«… موږ باید خپل ځانونه خپله سره راټول کړو، کله چې موږ خپل اتحاد و اتفاق ولرو نو هیڅوک مو په مخ کې خنډ نه شي جوړولای ځکه نو هیله ده چې مشکل له دباندې څخه مطرح نکړو، مسلې ته له دې زاویې وګورو چې څنګه یو سرتاسري بسیج رامنځته کولای شو، داسې چې د افغانستان ملي ګټې خوندي شي.»

جیو ستراتیژیک خو مو، د جمهور رییس خبره، خپله شتمنې ده مګر د (ټاپي)، (کاسا ۱۰۰۰) او نورو ورته پروژو له لارې د سیمې په جیوپولیټیک او جیو ایکانومیک ور ګډېده افغانستان له نیابتي جنګ، بې باورۍ له فضا، انزوا او بلا نورو پرابلمو له ګرداب څخه را باسي، په خارجي سیاست او د سیمې په امنیتي- سیاسي ترتیباتو کې خپل څرګند او دروند ځای له قاطع و نوښتګر دریځ سره ور په نښه کوي.

موږ باید په دې ټکي ښه سم ځان پوه کړو چې سیمه ییزې همکارۍ او مناسبات د دولتو لپاره، د مشترکو ګواښو په له منځه وړو کې، کلیدې ارزښت لري ځکه دا د دولتو د ګډ ځواک د تجمع لپاره یو غوره فرصت دی چې هر ډول مشترک بحران ته اسانه جواب ویلای شي.

ټاپي پایپلاین هغه اقتصادي تار دی چې افغانستان، پاکستان او هندوستان یو له بل سره د ګډو ګټو په ماشین ګنډي او د دوی د ګټو پله د اختلافاتو پر هغې درنوي، په نتیجه کې د بردي محمدوف دا وینا وزن پیدا کوي چې ټوله سیمه له سولې و ثباته برخمنیږي او دا ټیک هغه بریالۍ تجربه ده چې تر دوهم نړیوال جنګ وروسته اروپا وکړه؛ تر جګړې وروسته اروپا تر افغانستان په بتر وضعیت کې وه، د فرانسې او المان دښمنۍ په اوج کې کرږې وهلې خو د دغو دوو هیوادو تر منځ د ډبرو سکرو او پولادو راکړې- ورکړې د دایمې دوستۍ داسې ګرمې ایجاد کړه چې نن نه یوازې د دوی بلکې ټولې اروپایي ټولنې د مشترک عالیترین تمدن، ټولنیزې پراختیا، اقتصادي غوړېدا او بشري درنښت ننداره کولای شو.

که څه هم پر ولسمشر اشرف غني زموږ همېشنی انتقاد دا دی چې دی د سیاست ډګر ته د لوبې د اساسي قواعدو پر بنسټ نه دی را وتلی؛ دا د ده یو لوی مشکل دی چې په خپل حکومت کې خپل اعتمادي کسان نه لري او د دې علت هم دا دی چې په ډموکراټیکو سیاستو کې ګوندونه د لوبې د ستون فقرات حیثیت لري او ښاغلی غني په خپله سیاسي بازې کې دغه د ملا تیر نه لري؛ بل بحران یې لا دا چې حکومت یې له سیاسي رقیب ډاکتر عبدالله سره د خاصو شرایطو د جبر پر اساس نیم په نیمه تقسیم دی.

په هر صورت د نوموړي دا لویه سیاسي نیمګړتیا په عیني حال کې زموږ د ځوانو سیاسي جریاناتو لپاره یو لوی درس دی، داسې چې دوی مسؤلیت لري چې په راتلونکې کې باید افغاني سیاست پر ماډرنو اساساتو قاعده من او له زړو- ورستو دودیزو چوکاټو څخه یې را وباسي؛ تر دې ها خوا، هغه د استاد سعدالدین شپون خبره، د دې کمپیوټر- سري سړي سر او ماغزه کمساري دي، طرحې و تحلیلونه یې دقیق او امیدواروونکي دي.

د ودان افغانستان ګوند لپاره د ښاغلي غني اقتصاد محوره پالیسي تر ټولو مهم مثبت ټکی دی، باید په پراخه توګه یې ملاتړ وشي او تطبیق به یې نه یوازې د افغانستان بلکې سیمې تاریخ بدل کاندې؛ زموږ ګوند څه زیات دوی لسیزې پخوا د اقتصاد محوره سیاست معقولیت داسې را مخې ته کړی وو:

«اقتصادي کمزورتیا د هر ډول بدمرغیو مور او پیاوړتیا یې د هر ډول پرمختګ لومړنی بنسټ دی.

ګوند تر هر څه وړاندې د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا غوښتونکی دی او باو لري چې یوازې د پیاوړي اقتصاد پر بنسټ د نورو اسانتیاوو لار پرانیستل کېدای شي.»

(کړنلار، اقتصادي سیاست، مخ ۱۹، پنځم چاپ، ۱۳۹۳)

ګوند هیله لري چې د دې او ورته نورو ژوند بخښونکو پروژو د ملاتړ لپاره باید ټول شعوري او وطنپرست سیاسي، مدني، فرهنګي او ټولنیز جریانونه پراخو کمپاینو، لیکنو او ویناوو ته ملاوې وتړي او ټول عامه ذهنیت یې په وړاندې روښان کاندي.

بدلون اوونيزه/ دوهم کال/دريمه/ پرلپسي ۵۷ مه ګڼه/چهارشنبه/ قوس/۲۵/ ۱۳۹۴

334 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2