Categories

اعلان

Loading…

ټاپي پروژه د هلمند په غېږ کې

لېډينګ سټوري/ اداره –

د آسیا په سطحه تر ټولو ستره پروژه (ټاپي) د قوس پر ۲۲- مه د ترکمنستان په ګلګنیش د ګازو حوزه کې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف، افغان رئیس جمهور محمد اشرف غني، د هند مرستیال ولسمشر حامد انصاري او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف له خوا پرانیستل شوه.

دا پروژه چې دوې لسیزي پخوا یي په باب بحثونه را پورته شوي او تر ننه یې د مد و جذر پړاوونه ووهل، کله ساړه او کله هم تاوده؛ خو په دې وروستیو وختو کې د افغانستان د ناوړو سیاسي- پوځي حالاتو له کبله داسې ایسېده چې دا بحث بېخې له یاده وتلی دی مګر یو دم د افغانستان د اقتصادي بحران په اوج کې دا خبره ګرمه شوه چې نوموړې پروژه خپلې عملیاتي ساحې ته داخله شوه.

دا د افغانستان د ناتمامو او مسلسلو منفي خبرونو په منځ کې داسې یو امیدواروونکي خبر وو چې که زموږ وطن بېخې نارمل او پرمختللی وای بیا به هم دا خبر ور ته تر هر څه مهم وای ځکه ایران هغه د چا خبره ځان مړ کړ چې د دې سترې پروژې په مخ کې بلا خنډونه ایجاد کړي چې بالآخره اړوند هیوادونه مجبور کړي چې دا پایپلاین د هغه هیواد له لارې وغځیږي خو د ایران سراښې سترګې همداسې سرې پاته شوې او د افغانستان د بخت ستوری زموږ د حکومت د مسلسلو مدبرانه هڅو په برکت سره وځلېد.

دا پروژه د اقتصادي ښېزارۍ تر څنګ ډېر نور مثبت جانبي تاثیرات هم لري چې هغه فرهنګي غوړېدا، په سیمه او افغانستان کې سیاسي ثبات، اجتماعي پرمختګ، تعلیمي وده او ډېر نور څه چې جزئیات یې خورا جالب مګر زموږ د لیکنې چوکاټ ور ته ډېر ټنګ دی.

په زړه پورې دا چې دا پروژه به د افغانستان په لوېدیځو او جنوب لوېدیځو ناامنو سیمو کې تیریږي او په پاکستان کې به یې هم برخلیک همداسي وي هلته چې د ناامنیو یو ستر لامل اقتصادي کمزوري بلل شوې او که د دې پروژې په تطبیق سره خلکو ته د پراخ اقتصادي فعالیت او بریاوو فرصت برابر شي نو اتومات د ناامنیو په را کمولو او بالآخره یو مخ له منځه وړو کې خورا مؤثر تمامېدای شي.

په هلمند ولایت کې د ګازو دا نللیکه له ګرشک ولسوالۍ څخه تېرېږي چې د شمالي او جنوبي هلمند پر منځ پرته ده، هغه هلمند چې دا مهال د څلورو لسیزو راهیسې د جنګ په سره تبۍ بدل دی؛ دلته د خلکو د غربت له امله هم ترهګرو او هم زورورو دا چانس موندلی دی چې زموږ بېوسه خلک د خپلو بشر ضد او شخصي ګټو لپاره په مختلفو، قومي، قبیلوي او مذهبي بهانو وغولوي او د یو څو غیرانو بودولو په اسره یې داسې استعمال کړي چې هغوی بېچارګان، هم ځانونه تباه کړي، هم خپل کورونه او هم ټول وطن د تباهۍ د بلا په خوله ور کړي.

د ټاپي پروژې په برکت به له یوې خوا زموږ خلک په اقتصادي لحاظ پر پښو ودریږي او بیا به د چا د شومو توطیو او درواغجنو وعدو ښکار نه ګرځي او په نتیجه کې به عامه ذهنیت اتومات د سولې و ثبات لپاره اماده شي او له بلې خوا به پاکستان هم د افراطیت او تروریزم له ملاتړه ځکه لاس واخلي چې بیا به پر افغانستان ګوزار د دوی د ژوند پر ښارګ ګوزار وي.

پاکستان، هند او په مجموع کې ټوله جنوبي آسیا دا وخت د انرژۍ له سخت کمښت سره مخ ده، پاکستان به له ټاپي پروژې څخه خپله ۶۰٪ د انرژۍ اړتیا پوره کړي او دا ډېره لویه فیصدې ده؛ که یو وار پاکستان د دې ګاز په ګرمي ګرم شو نو بیا سړېده به ور ته ډېر سخت تمام شي او د خپلې ګرمۍ ساتلو لپاره به بیا د تروریزم لوبه ګرمه نه ساتي بلکې د هغې د ختمولو لپاره په معقول، ماډرن، د سیمه ییزو او اقتصادي همکاریو په سوله ییز سیاست سره به د ګازو د نل ساتنه کوي او دا هغه منطق دی چې د افغانستان، پاکستان او هندوستان درو متخاصمو هیوادو او په ټوله کې د ټولې سیمې په ګټه دی او د نن ورځې سیاستونه د دغسې مشترکو ګټو پر اساس عیاریږي.

هلمندی افغان باید تر هر چا زیات دا پروژه په ډول او آتڼ سره ولمانځي او په خولو و کمپاینو سره یې وساتي، هماغسې لکه د کندهار او کابل تر څنګ چې زموږ د هلمند مدني ټولنې هم دغه معقول کار وکړ او د یوې درنې غونډې په ترڅ کې یې د ټاپي پروژې اهمیت بیان کړ.

بدلون اوونيزه/ دوهم کال/دريمه/ پرلپسي ۵۷ مه ګڼه/چهارشنبه/ قوس/۲۵/ ۱۳۹۴

241 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸