Categories

اعلان

Loading…

په بګرام کې انتحاري حملې ۶ امریکایان ووژل او ۶ نور ژوبل کړل

تاند- په بګرام ولسوالۍ کې د امریکايي پوځیانو اډې ته نژدې د موټرسایکل په وسیله په انتحاري حمله کې ۶ امریکایان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وویل، چې دا پېښه نن /دوشنبه/ غزمه مهال د بګرام اډې ته څېرمه په باجوړي کلي کې داسي مهال وشوه چې امریکايي او افغان پوځیانو په ګډه پلې ګزمه کوله.

قدوسي وايي چې په پېښّ کې دوه امریکايي پوځیان او درې افغان سرتېري ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت ویندوی وویل چې په دې برید کې د دوی ۶ غړي وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي. ده په برید کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلو په اړه څه ونه ویل.

د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې ویلي چې طالبانو په دې برید کې ۱۹ عسکر وژلي او یو شمېر نور یې ژوبل کړي دي.

په کابل کې د ناټو د قوماندانۍ مرکز وویل چې د دې پېښې په اړه د دوی تحقیقات روان دي.په وروستي یو کال کې په افغانستان کې امریکايي پوځیانو ته دومره لوی ګوزار نه و ورکړای شوی.

(عکس د دې پېښې نه دی)

547 total views, no views today

2 comments

  1. pattang Reply

    څوک چې پردي ملکونه اشغالوي حال به یې هم داوي !

    1. اتل Reply

      څوک چې د پاکستان غلامي کوي حال به یې د چپک مامد عمر رنګه وي چي نه یې قبر معلوم سو نه یې هیدره او نه یې جنازه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸