Categories

اعلان

Loading…

د هلمند والي د سنګين د سقوط اوازې رد کړې

خبریال: بشیرالحق عادل – د هلمند والي نن رسنيو سره خبرو کې د دغه ولايت د سنګين ولسوالۍ د بشپړ سقوط رد کړ خو وايي هلته سخته جګړه روانه ده.

 خو په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلګو استازی محمد هاشم الکوزی چې خپله د سنګین ولسوالۍ اوسېدوونکی دی وايې ولسوالۍ بشپړه سقوط شوې او ټول ځواکونو د ملي اردو لېوا ته ځانونه رسولي.

هلمند له ډېرې مودې د جګړې شاهد دی خو ورستۍ جګړې يې خورا زړه بوږنوونکي دي یو شمېر ولسوالۍ سقوط شوې او په ځینو کې اوسمهال سخته جګړه روانه ده.

 د ولایتي شورا مشر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي که هلمند ته مرکزي حکومت جدي پاملرنه ونه کړي اکثره ولسوالۍ به ددولت له ولکې ووځي . هغه په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي چې تیره شپه سنګین ولسوالۍ د سختې جګړې شاهده وه، ځینو سرچینو ومنله چې ولسوالۍ سقوط وکړ مګر د هلمند والي دغه خبره رد کړه . والي وايې چې هلته عملیات ترسره شوي او په ګریشک ولسوالۍ کې هم جګړه شوې او د دولت وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې . خو په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلګو استازي سناتور محمد هاشم الکوزی چي خپله هم د سنګین اوسېدوونکی دی وايې ولسوالۍ په بشپړ ډول ددولت له ولکې وتلې او ټولو میشتو ځواکونو تیره شپه ځانونه د ملي اردو لېوا ته رسولي دي.

 دده په خبره چې اوس ملي اردو جګړه پیل کړې مګر هیڅ بسنه نه کوي که د نن په لړ کې نوي ځواکونه هوايې او مځکني سیمې ته ونه رسېږي یاده ولسوالۍ کې به سخت تلفات واوړي.

باید وویل شي چې اوس مهال د لښکرګاه څلورمه امنیتي حوزه ، مارجې ، سنګین ګریشک،خانشین، موسی کلا ، نوزاد ولسوالیو کې سختې جګړې روانې دي او ځیني ولسوالۍ سقوط شوي.

 د هلمند اوسېدوونکي د ورستۍ جګړې څخه اندېښنه لري او له مرکزي حکومت څخه هلمند ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *