Categories

اعلان

Loading…

تاپي، سیمه ییز ثبات او اندېښنې/ څېړوندی رفیع الله نیازی

ټاپي د ګازو د لېږد د هغې نلليکې نوم، چې د تورکمنستان له دولت اباد څخه د افغانستان او پاکستان له لارې د هندوستان تر فازیلکای پورې به غزېږي . دا ستره اقتصادي پروژه د ۱۳۸۹ لمریز کال په لیندۍ میاشت کې د افغانستان، تورکمنستان، او پاکستان د ولسمشرانو او د هند د انرژۍ وزیر تر منځ لاسليک شوې وه ، خو په سیمه کې د ناامنۍ له امله تر دې دمه وځنډېدله . له کلونو ځنډ وروسته پرون افغان ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني، دتورکمنستان ولسمشر، د پاکستان لومړي وزیر او د هندوستان مرستیال ولسمشر په تورکمنستان کې دا پروژه پرانیستله . نو دا پروژه به افغانستان ته څه ګټه ولري، د سیمه ییز ثبات په برخه کې به يې اغېزې څه وي، ګډې ګټې به د سیمې په اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضعه کې څه بدلون راولي، ددې پروژې دپلي کېدو مخې ته کوم خنډونه او اندېښنې شته ؟

ځينې اقتصادي پروژې په یوه هېواد پورې اړوندې وي او ځينې د دوو یا څو هېوادونو د ګټو لپاره پلان شوې وي، چې له امله يې دهېوادونو تر منځ خپلمنځي سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزې اړيکي پياوړې او پراخېږي. تاپي داسې پروژه ده ،چې د څلورو هېوادونو ، تورکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان تر منځ د ګډو ګټو د همغږي کولو چار ترسره کوي .پر دې سربېره تاپي د نړيوال نظام په اډانه کې دوه سیمه ییز نظامونه منځنۍ اسیا او سوېلي اسیا سره نښلوي، نو له همدې امله ددې پروژې سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ارزښت څو برابره ډېرېږي، چې ګټه يې نه یوازې یادو څلورو هېوادونو بلکې په اوږمهال کې ددواړو سیمه ییزو نظامونو نږدې ډېرو هېوادونو ته رسيږي .

افغانستان ته د تاپي ګټې :

د دې نلليکې دترانزیت له امله به هر کال افغانستان ته ۴۰۰ میلیونه ډالر ټکس ورکول کيږي، افغان حکومت کولای شي پر دغو پیسو خپلو ولسونو ته نورې ټولګټې پروژې بشپړې کړي، چې داوږد مهال لپاره به ترې افغانان ګټه اخیستلای شي.

له تورکمنستان څخه تر هند پورې د تاپي اوږدوالی ۱۷۳۵ کېلو مټره اټکل شوی، چې نږدې ۷۳۵ کيلو مېټره یې د افغانستا په خاوره کې تېرېږي، ددې نللیکې له غزېدو سره به د څو سوو کيلو مېټرو په شاواخوا کې نوی سړک په داسې سیمو کې جوړېږي، چې اوس ښايي بالکل پکې سړک نه وي. ددغه سړک له جوړېدو سره به د سیمو د مېشتو ولسونو ډېرې ستونزې کمې شي او تر څنګ به يې دکاروبار نوې لارې چارې پیداشي .

د دې نللیکې له غزېدو سره به زرګونو افغانانو ته د کار لنډ مهالي او اوږدمهالي چانسونه په لاس ورشي، د اوس لپاره له لسو څخه تر دیارلسو زرو او یا هم تر دې د ډېرو خلکو لپاره د کارموندنې اټکل شوی، ښايي دوخت په تېرېدو دا شمېره نوره هم ډېره شي .

افغانستان کولای شي په دغه نلليکه کې له ترانزیت کېدونکو ګازو څخه، هر کال ۷۵،۵ میلیونه متره مکعب اوبلن ګاز وپېري، دسیمې خلکو ته يې وویشي، ځينې وړې او لويې کارخونې پرې فعالې کړي او د نورو اړتیاوو لپاره ترې ګټه واخلي. دا هوکړه هم شوې، چې په اینده کې افغانستان کولای شي، د خپلې اړتیا وړ نور ګاز هم وپېري . افغانستان پخپله هم د اوبلن ګازو زېرمې لري،که دا روښانه شي، چې د افغانستان ګاز په کور دننه له اړتیا ډېر دي نو کولای شي، د همدغې نلليکې له لارې يې پر پاکستان او هندوستان وپلوري.

د سیمې داوسپنې سترکان کان ( حاجی ګک ) د افغانستان په هغه سیمه کې دی، چې په اسانۍ سره له دغې نلليکې څخه ورته د اوبلن ګازو کورنۍ نللیکه راغزېدلی شي او د اوسپنې د ډبرو د ويلي کېدو او بیا ترې ډول ډول اوسپنیز توکي جوړېدای شي،ددغه کان اوسپنه پر ټول افغانستان سربېره دسیمې ځینو هېوادونو ته صادرېدای شی، چې په اقتصادي لحاظ به د افغانستان د کمزوري اقتصاد ملا ورتړي .

ددې نللیکې له پلي کېدا سره به له تورکمنستان ، پاکستان او هندوستان سره د افغانستان د نویو اقتصادي ، سیاسي او ټولنیزو اړيکو یو باب پرانستل شي، چې په ډېرو نورو برخو کې به هم دیادو هېوادونو تر منځ اقتصادي راکړه ورکړه پیاوړې شي .

په اوږد مهال کې تاپي د ډېرو نور هغو سترو اقتصادي ګټو لامل کېدای شی، چې ښايي د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا د هېوادونو تر منځ په بېلابېلو برخو کې رامنځته شي .

تاپي دنورو ګډو ګټو یوه ازمايښتي تجربه :

د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا تر منځ د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ په برخه کې مهم پرمختګ دادی، چې د سیمې ډېری مهم هېواادونه، لکه : چین، هند، تاجکستان، ازبکستان، تورکمنستان، قزاقستان، قرغزستان، روسیه او ان پاکستان سره نږدې په یوه خوله دي. ځکه ددغو هېوادونو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ګټې ددې سیمې په ګډو ګټو او امنیت پورې تړلي دي . هندوستان او پاکستان د خپل صنعت د پیاوړتیا لپاره د انرژۍ له کمي سره مخ دي، همدا دواړه هېوادونه خپلو تولیداتو ته دمارکېټ د پیداکولو په برخه کې هم له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان دي . بل اړخ ته د منځنۍ اسیا ډېری هېوادونه خپلو د انرژۍ پراخو زېرمو ته د رانيوونکو او پېرودونکو لپاره مارکېټ پیدا کوي او ورسره د داسې تولیداتو پېرودونکي دي، چې ددوی له اقتصاد سره سمون ولري او په دې هڅه کې هم دي، چې سمندر ته د لاسرسي لپاره د سیمې د هېوادونو په ځانګړي ډول د ایران او پاکستان له سمندري بندرونو څخه ګټه واخلي، نو منځنۍ اسیا او سویلي اسیا د اقتصادي راکړې ورکړې په برخه کې سخت یو بل ته اړتیا لري . چین هم د خورا چټک اقتصادي پرمختګ له امله، غواړي شرقي اروپاته د خپلو مالونو د لېږد او د منځنۍ اسیا د خامو موادو زېرمو ته د لاسرسي او پر نړيوال ځواک د بدلېدو لپاره باید په سیمه او په ځانګړي ډول په منځنۍ اسیا کې خپل نفوذ پراخ کړي، نو ځکه له دغو سیمه ییزو ګډو ګټو سره همغږی دی او د سیمې نور هېوادونه هم په خپل شاوخوا ګاونډیو هېوادونو کې د بېلابېلو امنیتي ستونزو له امله ځوريږي، نو په یو نه یو ډول د خپلو ملي ګټو د ژغورنې او په سیمه کې د ټيکاو د رامنځته کېدو لپاره ددغو سیمه ییزو ګډو اقتصادي همکاریو ملاتړ کوي، نو د منځنۍ اسیا انرژۍ او د سويلي اسیا سمندري بندرونو ته لاسرسی، د کاسا ۱۰۰۰ پروژه ، په سیمه کې د اورګاډي د پټلۍ د غځونې او نښلونې، د منځنۍ اسیا مارکېټونو ته د پاکستاني او هندي تولیداتو د لېږد او نورو سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د پیل او پرمختګ لپاره د تاپي پیلېدل، سرته رسېدل او ګټه ترې اخیستل یو ازمایښتي پړاو دی که بریالۍ شوه نورې اقتصادي پروژې به هم پلې شي،خو که خدای مه کړه له ناکامۍ سره مخ شوه،نو د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ترمنځ به اقتصادي راکړه ورکړه یوه خیالي افسانه شي .

پر سیمه ییز ثبات د تاپي اغېزې :

افغانستان، پاکستان او هندوستان د تاپي هغه غړي هېوادونه دي، چې له ډېر وخت راهیسې يې په خپلو کې اړيکې چندانې ښې نه دي، د سیمه ییزو چارو ځينې پوهان په دې عقيده دي ،چې که دا پروژه پلې شي ددغو هېوادونو تر منځ به د اړيکو په ښه والي کې مهم رول ولوبوي. د اسیا زړه کنفرانس په درې اړخیزو اوڅلور اړخیزو ناستو کې اسلام اباد ژمنه کړې ، چې د افغان سولې پروسې په برخه کې به مرسته کوي او امریکا او چین د اسلام اباد ددې ژمنې ضمانت هم کړی دی، همدا راز د پاکستان د دفاع وزیر ویلي ، چې هېواد یې د تاپي د پروژې په برخه کې دامنیت لپاره په ټول توان سره کار کوي. د اقتصادي چارو پوهان وايي، چې دپاکستان اقتصاد له تېرو څو کلونو راهیسې مخ په ځوړ روان دی او د انرژۍ له خوارا کمښت سره مخامخ دی، نو ښايي، چې د خپلو سترو ملي ګټو لپاره هم ددې پروژې د امنیت په برخه کې کار وکړي . د سیمې نور هېوادونه په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هېوادونه هم د خپلو ګټو لپاره هڅه کوي، چې په سیمه کې امن راشي او دوی وکړای شي د سیمې له نورو نږدې هېوادونو پاکستان او هندوستان سره سوداګریزې اړيکې پراخې کړي، نو داسې برېښي، چې د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ په برخه کې تر یوه بریده سیمه ییزه اجماع برابره شوې، خو د اقتصادي ګټو د ترلاسه کولو لپاره پکار دي، چې د سیمه ییز امنیت لپاره هم سیمه ییزه اجماع برابره شي، ځکه چې دا یوازې د افغانستان نه بلکې د ټولې سیمې امنیتي مسله ده، چې ګډ مخينوی غواړي . له بده مرغه تر دې دمه د سیمه ییز ثبات په برخه کې د سیمې د ځينو هېوادونو د کړنو ماضي ته په کتو لا دا اندېښنې پر ځای دي، چې ښايي په راتلونکي کې هم د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره سیمه ناکاراره وساتي.

اندېښنې:

نن سبا سیمه له بل هر وخت څخه خورا نا امنه ده ، هرات ، کندهار او د پښتونخوا کویټه هغه سیمې دي ،چې د تاپي د نلليکې د غزېدو په برخه کې ورته اندېښنې شته ،له شک پرته که په دغو سیمو کې امن نه وي، ددې پروژې پلې کېدل ستونزمن برېښي. افغانستان اوپاکستان ددې پروژې دپلي کېدو لپاره د امنیت په برخه کې ستر مسوولیتونه لري، ځکه د همدغو دوه هېوادونو سیمې نارامې دي، افغان حکومت پتېیلې ،چې ددې نللیکې د غزېدو په اوږدو کې به ۷۰۰۰ امنیتي ځواکونه ځای پرځای کوی،چې د نلليکې د غځونې امنیت خوندي کړي، خو پاکستان چې په سیمه کې د تندلارو او ترهګرو په مرسته تورن دی په دې برخه کې تر هر چا ډېر مسوولیت لري، مخکې ورته اشاره وشوه، چې پاکستان دامنیت په برخه کې ټتر وهلی، خو څنګه کېدای شي، پر داسې هېواد چې له تېرو درې لسیزو راهیسې يې ددې سیمې په نا امنۍ کې رول لوبولی او د ستراتيژيک عمق لپاره يې ډلې ټپلې جوړې کړي، باور وشي ،چې له زړه به په دې برخه کې کار وکړي، د افغان حکومت او د حکومت د هغو وسله والو مخالفانو تر منځ چې په پاکستان کې مېشت دي د زړه له تله د روغې جوړې په برخه کې منډه ترړه وکړي. راتلونکې څو میاشتې به دا ذبات کړي، چې پاکستان خپلو ژمنو ته وفادار دی او که د پخوا په څېر به له دوکو او فریبونو کار واخلي او وخت به تېر کړي .

ایران هغه هېواد و، چې له پيله په افغانستان کې د تاپي پروژې د پلي کېدو مخالف و، ایران غوښتل دا پروژه پلې نه شي او پر ځای يې د تيپي پروژه چې همدا نلليکه له تورکمنستان څخه ایران، پاکستان او هند ته وغځوي، پاکستان هم دې ته مایل و، چې د ایران د لارې پروژه پلې شي،چې له یوه اړخه افغانستان ترې محروم کړي او له بل اړخه هند ته ګاز په دومره لوړ قیمت پرېوزي، چې له اخیستلو يې ورته نه اخیستل په ګټه وي، خو امریکا ددې سخته مخالفه وه، چې دا پروژه دې د ایران له لارې پلې شي . داسي راپورنه په رسنیو کې خپاري شوي ،چې ایران په تېرو کلونو کې په سیمه کې دامريکايي ځواکونو له شتون سره د مخالفت په پار په یوه نامه او بل نامه ان د افغان حکومت وسله والو مخالفانو سره مرسته کوله ،چې ددغو مرستو په پایله کې سیمه ناامنه وه ، اوس هم له ډېرو افغانانو سره دا اندېښنې شته ،چې ایا ایران به په دې برخه کې له خپلو موخو اوښتی وي او که د پخوا په څېر به دتاپي نلليکې د غځېدو په برخه کې خنډونه پیداکړي. دتاپي غړي هېوادونه او په ځانګړي ډول افغان حکومت باید دې خبرې ته ځير اوسي، چې د تاپي په وړاندې د ایران له لوري پېښېدونکي ګواښونه له پېښېدو وړاندې خنثی کړي، خو دا هر څه به هله روښانه شي، چې کله عملا په افغانستان کې د تاپي نلليکې د غځېدنې چارې پيل شي او په دې برخه کې دګاونډیو هېوادونو عکسلعمل څرګند شي

51 total views, 1 views today

1 comment

  1. شپون Reply

    له ایران څخه ویره ر ښتیا ده.
    ر

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *