Categories

اعلان

Loading…

سترګې په سترګو کې دي!/ عزت الله ځواب

د انسان سترګه په بشپړه توګه کروي شکل نلري بلکې له دوه واحدونو جوړه ده.

مخکینې واحد وړوکی او ډير منحني دی چې تقریبا ۸ ملي متره شعاع لري او وروستې واحد چې لږ منحني دی تقریبا ۱۲ ملي متره شعاع لري.

تر ۱۳ کلنۍ پورې سترګه خپل بشپړ شکل غوره کوي چې تقریبا ۷.۵ ګرامه وزن لري

سترګې د رڼا پواسطه کولای شي تر ۱۰میلیونه پورې رنګونه تشخیص کړي.

په سترګه کې دننه شپږ عضلات شتون لري چې د ماغزو پواسطه پرې د سترګو خوځښت کنټرولېږي.

د سترګو چټک خوځښت د خوب پر مهال وي چې روښانه خوبونه منځته راوړي.

د معاصرې زمانې عکاسې کمرې هم د سترګو په اصل جوړې دي، یعنې سترګه هم په حقیقت کې یوه عدسیه ده چې یو شی سر چپه ګورې او بیا له عدسیو څخه تیریږي او ماغزو ته سم او اصلې تصویر ورکوي.

د سترګو په اړه څیړونکو دا په ډاګه کړې چې یو سړی باید ۸.۲ ثانیو پورې د یوې ښځې سترګو ته وګوري چې په لومړي کتلو یې ورسره مینه پیدا شي.

کومې سترګې مو ليدلي؟

په پښتو کې   داسې ګړنې شته، چې ډېرې اوږدې خبرې رالنډوي او ستر مفهوم افاده کوي.
ډکې سترګې

کمزورې سترګې

زورورې سترګې

جادوګرې سترګې

خيرنې سترګې

نادانې سترګې

توتکۍ سترګې

مرورې سترګې

هيبت ناکې سترګې

ملالې سترګې

پښتنې سترګې

حیاناکې سترګې

رډې سترګې

مظلومې سترګې

ظالمې سترګې

شمکورې سترګې

بې شرمه سترګې

چخنې سترګې

شخې سترګې

ع ، غ سترګې

سرې سترګې

غلچکۍ سترګې

ورانې سترګې

شیطانې سترګې

بڼورې سترګې

قاتلانې سترګې

پساتۍ سترګې

نمجنې سترګې

هوښیارې سترګې

ماشومانې سترګې

د مور او پلار سترګې

د مشرانو سترګې

د جانان سترګې

د لیلا سترګې

خړې سترګې

زیړې سترګې

مړې سترګې

شنې سترګې

مټاکې سترګې

تورې سترګې

برګې سترګې

سرې سترګې

قذاقي سترګې

شهلا سترګې

کتابي سترګې

سپینې سترګې

خمارې سترګې

نشه سترګې

ښکاري سترګې

کچنۍ سترګې

بادامي سترګې

زېرکې سترګې

هوسۍ سترګې

لېونۍ سترګې

زمرۍ سترګې

وږې سترګې

خونکارې سترګې

مکارې سترګې

ګډې وډې سترګې

کونۍ سترګې

پوچې سترګې

نرګسي سترګې

مردارې سترګې

کافرې سترګې

خونړۍ سترګې

غټې غټې سترګې

وړې وړې سترګې

اوږدې اوږدې سترګې

خوږې سترګې

پیالې پیالې سترګې

ګولۍ ګولۍ سترګې

سترګې ولې پټوې!

په دواړو سترګو!

سترګو نه دې ځار

سترګې مې خوږېږي

سترګې دې ښایسته دي

داسې سترګې لکه د زرکې

سترګې یې د سپي کړې

سترګې مې نه غوړېږي

سترګې مې سوزي

سترګې یې پټې کړې
سترګې یې وغوړولې

دا غټې سترګې لکه د غويي

سترګو وهلی دی

سترګې یې خوړل کا

په سترګو یې وواهه

سترګې یې لګي

په سترګو یې وویشته

سترګې یې ټيټې شوې

سترګې یې بل څه وایي

په سترګو مې پام کوه!

سترګو خپل کار وکړ

سترګې یې کار کوي

سترګو ته اوبه ورکوو

سترګې دې خاورې شه

تاسې زمونږ سر کې سترګې ياستۍ

سرې سترګې ګرځه!

سترګې يې بدلې کړې!

ډېرې سترګې درپسې دي!

د سترګو میتیازې یې ډېرې دي

سترګې مې لارې ته وې

سترګې په لار یو

سترګې دې مه بدلوه!

سترګې یې رانه واړولې

سترګه مې پټه نه کړه

سترګې یې کوڅې او دروازې دي

سترګې مې له خاورو ډکې شوې

سترګې دې ړندې شه!

په سترګو ړوند شې!

په خپلو سترګو مې ولیده!

سترګو لیدلی حال

په سترګو کې خاورې مه اچوه!

په سترګو مه راننوځه!

د زړه په سترګو دې ګورم!

سترګې مې ترخې شوې!

په سترګو کې یې شرم نشته

سترګې مې شرمېدلې

سترګې یې شکېدلې دي

سترګې دې جېب کې اچولي!
سترګه مې ورپېده!

سترګو سترګو ته مې کېدې!

په سترګو نه ښکاري

سترګې مې جال جال کېږي

سترګو مې تور وخوړ

سترګې مې پسې ووتې!

سترګې يې پرانیستې!

سترګې يې پرانیستې کړکۍ دي

سترګې مه برګوه!

داسې سترګې لکه غاټول

سترګې مې راولوېدې

سترګې د سترګو نه شرمېږي

سترګې یې د کونیانو دي

سترګې یې درنې دي

سترګو کې خبرې کوي

سترګې په بڼو نه درنېږي
خوله او سترګې یې خبرې کوي

سترګو ویشتلی دی

سترګو خوړلی دی

په سترګو به یې ونه ګورې

سترګې یې ورکې منډلې وې

سترګې یې ترې وویستې

سترګو لاندې یې ساته

سترګې مې نه هېرېږي!

سترګې دې وباسم

سترګه یې ووهله!

سترګې یې نه دي ټوپکونه دي

سترګې دې ډکې تمانچې دي

سترګې تورې کړه!

د سترګو تور یې ځي راځي

سترګه یې نه سوزي

د خریدار په سترګه ورته وګوره!

سترګې یې تول کوي

سترګې یې چپې دي

سترګه کې یې ګل دی

په سترګو یې پردې دي
سترګو کې سره پوهېږو

زه به د چا سترګو ته ګورم

سترګې مې پسې ووتې

سترګې مې پړسېدلي

سترګه یې سره ده

سترګه يې پرې شنه کړه

سترګې یې څلور کړې
سترګې یې په تندي کې دي

ډېرې بدې سترګې یې دي

هغه ته په سترګو نه ښکاري

حکومت په يوه سترګه ړوند دي

سترګې یې اور لګوي

سترګې یې ډزې کوي

د هغه یوه سترګه شاته ده

سترګې یې اسمان ته نیولې

سترګې دې ځانته شه!

سترګې يې کږې کړې

د سترګو ګاټې مې پسې وځي

سترګې درپورې نشته!

ډېر بې سترګو دی

سترګې د حسن مرکز دی

ګوره سترګې چې مې ډکې ډکې کېږي

نوم د تګ په خوله وانخلې باران راغی

سترګې زما سترګې دا ستا دي

ماتاته کله د یارۍ ویلي دینه

سترګې چې په سترګو کې د سترګو سره سترګې شي

سترګې به د سترګو نه د سترګو حیا څه وکړي؟

63 total views, 2 views today

1 comment

  1. الهام الله بابر Reply

    ځواب صاحب سلامت اوسئ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *