Categories

اعلان

Loading…

د کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

(بلوچستان او افغانستان ته د سفر یونلیک)

لیکوال: استاد محمدمعصوم هوتک

۲۰۱۵ع

(۱۳)

د سپټمر پر پنځلسمه پروفیسرولي محمدخان سیال کاکړ سرینا هوټل ته زموږ لیدو ته راغی. دهوټل په لابي کي موله سهاره ترغرمې پوري ښه اوږد مجلس وکړ. زړونه مو یو بل ته تش کړل. سیال صاحب دخپلو نوو ترلاس لاندي کارونو په باب تفصیلي معلومات راکړل. دسیال صاحب زړه ډېر نری سوی وو. له هر تېر یاد سره ئې سترگي له اوښکو ډکېدلې اوستوني به ئې له غریو ډک سو. دمجلس په پای کي مو یادگاري عکسونه سره واخیستل او خپل ځیني چاپ سوي کتابونه ئې راته راکړل. په دغه ورځ مي له دروېش دراني سره دهوټل په لابي کي ښې ډېري دزړه خبري وکړې. دماښام پر مهال ښاغلی محمودایاز هم راغی. دخپلي هغي مقالې یوه کاپي ئې راکړه چي په سیمینارکي ئې د وخت دکمښت له اسیته ټوله ونسوای لوستلای. محمودایاز دارواښاد سعید گوهر ورور او نقاد لیکوال دئ. په علمي مسائلوکي ژور نظر لري. له ده سره لیدنه کتنه مي دزیاتي خوښۍ سبب سوه.

په دغه ورځ ماځیگرپښتواکېډمۍ ته ولاړو. اکېډمۍ ته ئې اوس نوې وداني ورکړې ده. وداني مو ټوله وکتله. وروسته موپه مخصوص کتاب کي خپلي خاطې ولیکلې او یادگاري عکسونه موواخیستل. دلیدني کتني په پای کي ښاغلي عارف صاحب خپل کتاب (ترین او ترینو) راکړ.

په دغه شپه داحمدولي اڅکزي پلار ښاغلي شاولي خان اڅکزي پخپل کور کي مېلمستیاکړې وه. شاولی خان اڅکزی زما دکندهار د وختو اشنا وو. په کوټه کي ئې زما سره ډېر دروند وضعیت کاوه.

په پښتواکېډیمۍ کي یادګاري عکس

په پښتواکېډیمۍ کي یادګاري عکس

د سپټمبرپر شپاړسمه مي هوټل ته ټکسي موټر راوغوښت اوسهارپه خړه مخ پرکندهار رارهي سوم. تر سپین بولدک پوري په همدغه موټر کي راغلم. په وېش کي دپاسپورټ دخروج له پاره ټاکلي دفتر ته ورغلم. ددفتر مامور پښتون او دهمدې سیمي سړی وو. راڅخه وئې پوښتل چي” حاجي صاب! دڅوعمریې؟” ماورته وویل ” داته شپېتوکالو”. ول ” په دې حساب خو نودپاکستان همزولی یې”. ما په جواب کي ورته وویل چي” یوڅومیاشتي پرمشر یم. پاکستان په اگسټ کي زېږېدلی دئ او زه په فبروري کي”. وئې خندل او دچایو ست ئې راته وکړ. مننه مي ځني وکړه اوله دفتره ئې راووتلم. په سپین بولدک کي چي د پاسپورټ ددخولي په نیت دفترته ورغلم، ددفترمامورمي کار ونه ځنډاوه اوراڅخه وئې پوښتل چي کاناډا اوس هم مهاجر مني؟ ما د (هو) جواب ورکړ اوپه ترڅ کي مي دپوښتني علت ځني وپوښت. ده صریح جواب رانه کړخوله خبروئې داسي ښکارېدل چي له وطن څخه دوتلولاري چاري ځان ته معلوموي. ماورته زیاته کړه” پخپل وطن کي څوک پاچا وي. پاچهي باید په نه څه څوک له لاسه ورنه کړي .” ده به هرومروپه زړه کي راته ویلي وي چي ” داپاچهي نو تاولي له لاسه ورکړې ده؟ ” دبولدک اډې ته په هماغه موټرکي راغلم او له یوڅو دقیقوانتظار وروسته دموټر دموټروان بل انډیوال له کندهاره را ورسېد. دکندهارسپارلي ئې تاکړه او زه ئې موټرته وخېژولم. دا موټروان ښه مجلسي ځوان وو اوپرلاري ئې دکندهارښارپه امنیت راوستلوکي دامنیه قومندان جنرال رازق دکار او فعالیت په باب ډېر بیانونه راته وکړل. دلاري په اوږدوکي مو کمه ستونزه ونه لیده اود غرمې پریوولسوبجوده خوجې ته راورسېدم. دخور دکور مخي ته ئې کښته کړم او دروازه مي ښه ډېره وروټکوله . په کورکي ئې دبرېښنا د نېستۍ له اسیته جنرېټر چالان کړی وو او دجنرېټر ږغ ددروازې ټکولو د نه اورېدو سبب وو. په هرصورت دروازه خلاصه سوه او خورځې ته زماراتگ دپرنگیانوپه اصطلاح (surprise) وو. خوشالۍ سوې. دکور نجونو اوښځمنو دروازې ته راوځغستل. له خوشالۍ څخه دټولوتر سترگواوښکي راتویي سوې. خوریی مي پرکورنه وو اوپه یوه سفرتللی وو. خور مي دیوچاپوښتني ته عینومېني ته تللې وه. کندهار اوس هغه دپخواکندهارنه دئ. نر او ښځي، لوی او واړه، ښاریان او کلیوال په جېبوکي موبایل تیلفونونه لري. خورځې مي خپلي مورته تیلفون وکړ اوهغې په نیم ساعت کي ځان کورته راورساوه.دوه کاله وروسته مي بیادکور او خپلوانو په لیدلو سترگي روښانه سوې. تر لږ هوسایي وروسته مي دکوټي دوستانوته دخپل رسېدو اطمنان ورکړ. کاناډاته مي هم تیلفون ورکړ او کورنۍ مي کندهارته پخپل رارسېدو خبره کړه. له خپل دوست او زړه ته راتېراشناحاجي اخترمحمدخان معلم صاحب سره مي په تیلفون کي خبري وکړې. دشپې گران روهیال له کابله تیلفون راوکړ. فیسبوک دي خدای لري، دده له برکته په دغه شپه دټول کندهار او کابل دوستان اوشناخته خېل وطن ته زماپه راتگ خبرسول.

38 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *