Categories

اعلان

Loading…

مات شوى قسم (لنډه کیسه) لیکوال: ګل رحمن رحماني

په سوچونو کې ډوب و او دچايو پياله يې په ګونډه تکيه کړې وه ، په وړوکې ښيښي پياله کې دچايو ډکي تاوېدل ، دهغه دخيالونو غوندې سرګردانه وو ، لکه دده د لالهانده طبعيت پېښې چې کوي .

پياله يې اوچته کړه،  يو غړپ يې ترې وکړ او بيايې په غولي کېښوده ،دپخوا غوندې پرېشانه و ،  پښې يې وغځولې ،  غوښتل يې خپل ملګري ته څه وايي ، خوهغه وار پرې مخکې کړ:

شېرو ! زه خو وايم له خپل ضد نه تېر شه ، ځه پخير همدا نن روان شه او خداى به خير پېښ کړي ، دا کارونه يوازې په زده کړه نه په بخت او تندي پورې هم اړه لري ،زما ومنه او …

خو شېرمحمد غوسه شو

نه نه شبهازه دا خبرې مه راته کړه ، ما اوس قصد کړى ،خپل تندى به مات کړم ، خو قسم نه ماتوم ، ولې مې شرموې ، نه غواړم پلار مې په داسې حالت وګوري ، دپلار ټوله هستي او نيستي مې برباد کړې وروره !

شهبازخپل لپ ټاپ کمپيوټر بند کړ، چاى جوشه يې دګاز له پاسه کېښوده او بيا دهغه څنګ ته راغى ، په اوږه يې لاس ورکېښود

شېرمحمده ! يوه مياشت او پنځه ورځې دې کېږي چې راغلى يې او دلته دفتر په دفتر ګرځې ، مشران وايي چې روزي په ټنډه ده نه په منډه ، خير دى دا هرڅه به وشي ، اخر په هندوستان کې دې زده کړې کړې ، خپل کور ته لاړ شه ، مور او پلار به دې انتظار وي ، هغوى به وګورې او بيا په ارام په دندو پسې ګرځې ، خداى به هملته کندهار کې يوه مناسبه دنده درته پيدا کړي ، اخر دلته کابل کې به دې هم خور او اوښي  ته ګڼ سوالونه پيدا وي او …

شېرمحمد يې په خبرو کې ور ولوېد

نه نه شهبازه ، دهغې نه بېغمه يم ، رانه کشره ده ، پوهه کړې مې ده او د پلار مجبوريتونه مې حس کوي .

پياله يې بيا اوچته کړه ، يو غوړپ يې وکړ ، غلى شو ، خو شهباز يې نور هم څنګ ته ورنږدې شو

شېرو ! زه چې له پوهنتون نه فارغ شوم ، پوره شپږ مياشتې  وزګار ګرځېدم ، زما ومنه او …

شېرمحمد پياله په ځمکه کېښوده او غوسه شو

بس وايم ، پرېږده دا خبرې ، که رانه تنګ وې نو اتاق به دې په همدې توره شپه درته پرېږدم ، دخور کور ته مې ځم ، له  ځانه دې استاد راته جوړ کړى

شهباز وخندل خو دهغه جديت يې چې وليد ، غلى شو ، له خپل کمپيوټر سره يې ځان بوخت کړ .

شېرمحمد هم دېوال ته ډډه ووهله اوږد وغځېد ، لاس يې په تندي کېښود ، ټنډه يې ګرمه وه ، دموټرونو غرهار او شور اورېدل کېده ، خو دى په خيالونو کې وړاندې تللى و .

پوره څلور کاله وړاندې يې په کندهار کې دلېسې زده کړې بشپړې کړې ، پلار يې دخپلې هټۍ په کارونو لګيا و ،خو  خونده يې نه وه ، دده زړه  غوښتل چې کانکور ته دتيارۍ کورسونه ووايي ، خو دى پوهېده ،چې له پلار سره يې پيسې نه شته ، کنه هېڅکله به يې هم له خپل يوازيني زوى نه ، نه وې درېغ کړې .

 دى هم په همدې لټه کې و ، چې ځانته يو مصروفيت پيدا کړي او له پلار سره مرسته وکړي .

   په همدې کې يوه ورځ خبر شو ، چې هند ته دلوړو زده کړو لپاره دبروسونو ازموينه اخيستل کېږي ، په منډه لاړ خپل نوم يې وليکه او يوه اونۍ وروسته يې په ازموينه کې ګډون وکړ ، څلورمه ورځ وه چې زنګ ورته راغى او دکاميابۍ زېرى پرې وشو ، له خوښۍ په جامو کې نه ځايېده ، په غوږونو يې باور نه راته ، يوه اونۍ وروسته يې له کوره دکابل په نيت مخه ښه وکړه ، مور پلار او خويندې يې پرېښودې ، په کابل کې يې يو خوا بل خوا کاغذونه وځغلول او دويمه اونى له څو نورو محصلينو سره مخ په هند روان شو.

 دهند د کلکتې په يوه مشور پوهنتون کې يې داقتصاد په برخه کې څلور کلنې زده کړې وکړې ، په څلورو کلونو کې حتى يو ځل هم کور ته راستون نه شو ، دهغه سره دتګ راتګ پيسې نه وې او که هر ځل به يې په کار هم شوې نو زړه به يې د زمري کړ او پيسې به يې له پلار نه راوغوښتې .

 څلور کاله همداسې په مجبوريت کې پرې تېر شول او نږدې څلويښت ورځې وړاندې په ښه نومره فارغ شو ، له څو نورو ملګرو سره يې کابل ته راغى ، ملګري يې خپلو کورونو ته لاړل ، ده خپل ملګري شهباز ته تيليفون وکړ ، له هغه سره يې دکابل په دهمزنګ کې په نيولي اتاق کې دوې شپې وکړې ،دهغه په وړاندې يې وعده وکړه ،چې څو يې دنده نه وي موندلې کور ته په لاړ نه شي .

 درېيمه ورځ په کمپنۍ کې دخپلې خور ته لاړ ، بيا نو نږدې دا پنځه دېرش ورځې همدلته سرګردانه و ، دفتر په دفتر ګرځېده ، زنګونه يې وهل ، خو چا مثبت ځواب نه ورکاوه ،چا ورنه سي وي اخيسته او چا ورته وعدې ورکولې ، کله کله به يې  تر ډېره په نټ کلپ کې ويبپانې کتلې او نوې اعلان شوې دندې به يې لټولې ، مخې ته به يې دمجبور پلار څېره ولاړه ، چې دده دزده کړو له امله تر پزې په پورونو کې ډوب دى .

بخت ورسره ياري نه کوله ، په دې دومره موده کې هېچا هم د دندې په اړه احوال ور نه کړل ، هغه ضد نيولى و او نه يې غوښتل خپل قسم مات کړي ، دشپې به تر ډېره ورته شېرباز نصحتونه کول ،چې له ضد نه تېر شي او کندهار ته لاړ شي ، خداى مهربانه دى ګوندې کومه دنده ومومي ، خو نه کېده .

په همدې کې يې دتيليفون زنګ دخيالونو لړۍ پرې کړه ، په ځاى کې راسم شو ، مبايل يې را وخيست ، کومه دفتري شمېره وه ، په رنګ يې بدلون راغى او په خوښۍ يې اوکړه .

– بلې

له هغې خوا نه يو ښځينه نرم غږ راغى

– تاسې شېرمحمد اسلمي  ياست ؟

– بلې صيب خپله يم .

– تاسې … بانک ته اسناد استولي وو ؟

– هو.. هو استولي مې و

– کولاى شئ راته ووايى ،چې ولې مو دا بانک ټاکلى او دې پست ته مو اپلاى کړې .

حيران شو ، چې څه ووايي ، هغه ددغه بانک له کړنو هېڅ خبر نه درلود، يوازې دکارموندنې په يوه ويبپاڼې يې ددغه پست اعلان ليدلى و ،مجبور چې دروغ ووايي ، زړه يې راټول کړاو ځواب يې ورکړ .

– ځکه ستاسې کارونه ډېر معياري او خلک درنه راضي دي بله دا چې ما په همدې برخه کې زده کړې کړې ، مسلکي يم .

– سمه ده شارټ ليسټ شوي ياست ،سبادچهارشنبې ورځې په لسو بحو مو ازموينه ده ، بايد په وخت حاضر واوسئ .

او له همدې سره اړيکه پرې شوه ، له خوښې نه پاڅېد لاسونه يې هوا ته اوچت کړل ،چيغه يې کړه او بيا په منډه ورغى ، شهبار يې غيږ کې ټينګ کړاو دمخکينۍ غوسې بښنه يې ترې وغوښته . نور نو دى و او تر سهار درسونه .

پنځه ورځې وروسته معلومه شوه ، چې په ګڼو کسانو کې کامياب شوى او ددندې لپاره به هم کندهار ته ځي.

 له خوښې نه په جامو کې نه ځايېده ، پلار ته يې زنګ وواهه ، د راتلو خبر يې ورکړ او خور ته يې هم دتيارېدو وويل ،چې د دپلارګنۍ ليدو ته دشپو لپاره ورسره کندهار ته لاړه شي .

شپږمه ورځ يې له شهباز سره مخه ښه وکړه اوسهار وختي له خپلې خور او وړوکې خورزې سره يو ځاى مخ په کندهار روان شو .

شبهاز چې ماښام ناوخته له دندې کوټې ته راغى ، جامې يې بدلې کړې ، تلويزيون يې چالان کړ، خو تر هغې وړاندې ورياد شول ، چې د شېرمحمد احوال واخلي ، دهغه شمېره يې ډايل کړه ، شېبه وروسته يوه نا اشنا کس مبايل اوچت کړ ، خو ده زر وپوښتل

شېرممده ورسېدې ؟

د درانه غږ خاوند ژړغونى شو.

هو زويه را ورسېد ، له خپلې خور او خورزې سره يو ځاى همدا ساعت مخکې …

دسړي غږ په فرياد او چيغو واوښت ، دژړاګانو غږونه و او مبايل بند شو .

دشهباز خوله وازه پاتې شوه ، تلوېزيون يې روښانه کړه ، دکابل – کندهار پر لويه لار دسړک په غاړه ويجاړ شوى ٣٠٣ موټر پروت دى ، چيغو او فريادونو ټوله لار په سر اخيستې ، خلک يو خوا بل خوا منډې وهي .

٢٠١٣ فبرورۍ ٧ مه

756 total views, no views today

2 comments

  1. Fazal Rahman Reply

    I think it is zubair Mahak Story, am I right?

  2. هارون Reply

    ډیره زړه دردونکی کیسه وه.په ژوند هیڅ اعتبار نه دی پکار، خو ددی مطلب دا نه دی چی سړی دی د مرګ د ویری لاس په زنه ناست وی او هیڅ دی هم نه کوی. دنیا په امید خوړل شوی ده او انسان د مرګ د ساعته پوری باید خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸