Categories

اعلان

Loading…

د مسلمان دیني روشنفکر تکلیف / مجید قرار

موږ تاسې او ټول هغه کسان چې پر خپل هویت، خپل دین، خپل مذهب او کلتور مو زړه خوږېږي، بدنامي مو نه پرې لورېږي او نه یې زغملای شو، کله چې د نړۍ پر مهذبو او معتبرو علمي او اخلاقي دریځونو، په پوهنتونونو کې، د رسنیو پر مخ، په عامو بحثونو کې، په کانفرانسونو او سیمینارونو کې غږېږو، هڅه کوو د خپل مذهبي او دیني هویت له پاکې جامې څخه د ترهګرۍ، وحشت، خشونت او افراطیت غبار وڅنډو، نو لومړی خبره مو دا وي چې بابا، خبره په دین کې نه ده، خبره په دیندارو کې ده، یا وایو چې افراطیان د مسلمانانو د اکثریت نمایندګي نه کوي، یا وایو چې څه افراطیان کوي، هغه اصلي اسلام نه دی.

کله چې بیرته خپلو ټولنو ته راشو، را معلومه شي چې همدغه خلک چې هلته د دین دفاع کوي، په خپلو ټولنو کې څوک د عادي مسلمانۍ په معیار هم برابر نه ګڼي. مثلا، ږیره دې نشته، بګړۍ یا خولۍ دې نه ده پر سر، نو ته امامت نشې کولای. پتلون دې اغوستی دی، ته د ښار له مرکزي جومات پرته بل جومات ته د ورتګ جرأت نشې کولای. کلي، ولسوالۍ او اطراف ته خو چې بنګ در وڅښم هم، د تګ زړه نشې موندلای.

سړی حیران شي چې ته زما هغه اخلاص او درد ته ګوره، او ته زما د خلکو قدرناشناسۍ ته.

دلته مو دا په مسلمانۍ کې خاشه بولي، هلته هغه بل آتییست، اګنوتیست مټکور را ته ترهګر وایي، او همدا کوي چې ځه بابا، ته دې د خپل دین استاځیتوب نه شې کولای. ستا دین هماغه دی چې ستا د جومات ملا یې شرحه وایي.

موږ به هم ورسره منلې وه چې سمه ده، زما دین هماغه دی چې زما ملا یې وایي، خو غم دا دی چې زموږ د ملا خبره بیا ته د نننۍ نړۍ د مهذبو انسانو په منځ کې کولای نشې. ته اوس دا خبره د انسانانو په منځ کې کوه چې د پولیو واکسین د بیزو له میتیازو جوړ دی، یا دا خبره کوه چې ډیموکراسي کفر ده، د داسې ملتونو په مخ کې کوه چې هغوی د ډیموکراسۍ لپاره سلګونه زره مړي او د نسلونو نسلونو قربانۍ ورکړي دي. هغه به دستي درته وایي چې بابا ډیموکراسي کفر نه ده، خو ته د فکر، بیان، رأیې او کردار د آزادي او د فردي آزادۍ په خوند، ارزښت او معنا نه پوهېږې. ته یې لیاقت نه لرې. ته په دې نه پوهېږې چې د آزادۍ په مقابل کې لفظ غلامي ده. په منځ کې درېیم شی نشته.

ته اوس د ملا نیازي دا خبره چې د فرخندې سوځولو ته یې بهانې جوړولې، د مذهبو انسانانو په منځ کې وکړه.

ته اوس د ابن باز او محمد صالح عثمیین دا بابولالي چې د ځمکې له مرکزیته او ثابتوالي منکر کافر او مرتد بولي، د نړیوالو په مخ کې وکړه.

ته اوس د غربیانو په منځ کې دا خبره وکړه چې خیر ده، ستا دې هره ورځ عیسویان مسلمانېږي، خو که زما یو ستا په طرف درغی، تر دبیو لاندې به یې در چیختاړي کړو، او بیا دا ورته ووایه چې دا زما په شریعت کې د مرتد سزا ده.

هغه به هم درته وایي چې ته خو یو ځل د فمن شاء فلیؤمن و من شاء فلیکفر خبره کوي< یو ځل وایې چې لا اکراه في الدین، او بیا چې یو بدبخته در پکې کافر یا مرتد شي نو بیا یې تر دبیو لاندې وژنې.

یا مثلا، ته د ټولې نړۍ د اووه ملیارده انسانانو په منځ کې ووایه چې که ما ته دارالحرب کې د کافر ښځه په لاس راغله، پر هماغه ځای پر هغې جنسي تېری را ته روا دي، یا که د کافر ماشوم لاس ته راغی، خرڅول یې را ته روا دي، د هغه غبرګون به څه وي؟ هغه به وایي چې بابا، اوس جنګي قوانین حاکم دي، مسلمانان او کفارو دېوال په دېوال، دروازه په دروازه سره اوسېږي، ته د سبایا او ذراریو خبرې کوې او د خلکو ښځې تښتوې، ستا ښځو ته به بیا خلک بي بي حاجي وایي؟

یا که ته اروپایانو، جاپانیانو، چینایانو ته په تلویزیون ووایې چې اوس خو موږ یو څه سره لوېدلي او کمزوري یو، خو چې لږ څه په پښو ودرېږو، نو لښکر درپسې را روانوو، اول اخطار درکوو چې مسلمانان شئ، که نه مسلمانېږئ، جزیه را کړئ، او که دا کار هم نه کوئ، نو پرې درغلو، ولا که مو چرګې لا در پرېږدو.

دا خبرې خو موږ نشو کولای، خو دا چې موږ یې نشو کولای، معنا یې دا نه ده چې خلک هم زموږ په دې عزائمو نه دي خبر. هغو د ظالم زامنو هر څه ټکي په ټکي را پسې لوستلي دي. د شیخ اسامه او شیخ بغدادي تقریرونه تر موږ هغوی ښه لوستي دي. د هر جومات د ملا صاحب له تقریرونو مو لا خبر دي چې هره جمعه په دسته جمعي توګه د کفارو د کورونو، دیارونو، اولادونو او نسلونو د ختمېدلو لپاره دوعا کوو. ای خدایه هلاک یې کړې، ای خدایه د دوی په هلاکت کې د خپل قدرت عجایب را وښیې. ای ربه کورونه یې ور ویجاړ کړې، قدرت یې ور وپاشې او د مقتدار ذات له قدرت سره مناسب عذاب پرې را نازل کړې.

دېخوا ته البغدادي دی، ملا عمر دی، د خپلو خلکو په مریو یې نه چاړې پڅېږي او نه یې زړونه یخېږي. هغې خوا ته شین سترګی آتی
یست دی، همدا پیغورونه را کوي چې ګوره، موږ کمبلې در لېږو، زموږ انجیوګانې مرستې در لېږي، موږ الوتکې درکوو، موږ مو د ښوونځیو ښوونکیو ته معاشونه درکوو، موږ مو سترو پروژو ته قرضې او اعانې درکوو، او ستاسې ملا صاحبان مو د مکتب شاګردان په انتحاریانو کې در وژني.

په خوله خو ورته وایو چې ستا خبره غلطه ده، موږ سوله ییز یو، موږ ترهګري نه غواړو، زموږ اکثریت ولسونه سوله ییز دي، ترهګر زموږ نمایندګي نشي کولای، خو په زړه کې ښه سره پوهېږو چې دغه یوه یې ولا که غلطه وي. ریښتیا وایي، د دین استاځي خو زه نه یم. د دین ټېکه داري خو د بل ده. ریښتیا وایي، زما جنازې ته ولا که شل نفره راشي، د فضل الرحمان په جنازه کې په جوماتونو کې خو څه، ولا که په سړکونو او د دوکانونو په بامونو ځای وشي.

5 total views, 1 views today

1 comment

  1. لونګ Reply

    قرار صیب، که د چرګو پر ځای مو غواوې یادې کړې وای، څنګه به و؟ لولز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *