Categories

اعلان

Loading…

د داعش غړیو د بغلان بورکه ولسوالي طالبانو ته پرېښوده

تاند- د بغلان د ولایتي شورا غړي وايي، د اسلامي دولت یا داعش د سختدریځې وسله والې ډلې غړي د دې ولایت له بورکې ولسوالۍ څخه په سوله ییز ډول وتلي دي.

د بغلان د ولایتي شورا غړي حاجي محمد وویل، مخکې په دې ولسوالۍ کې د داعش غړي ځای پر ځای شوي ول، خو وروسته له دې چې د دوی او طالبانو ترمنځ شخړه د منځګړتوب له لارې حل شوه، د داعش غړي له بورکې او بغلانه ننګرهار ته لاړل.

حاجي محمد وايي چې اوس د بورکې ولسوالۍ یو شمېر سیمې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.

مخکې د بغلان د ولایتي شورا رييس صفدر محسني په بغلان ولایت او په ځانګړي ډول په بورکه ولسوالۍ کې د داعش پر موجودیت اندېښنه ښکاره کړې وه او خبرداری یې ورکړی و چې که حکومت د دې ډلې خلاف اقدام ونه کړي ممکن دا ډله په لوی سرخوږي بدله شي.

بورکه ولسوالي د کندوز او تخار ترمنځ پرته ده او ډېری اوسېدونکي یې په خټه اوزبک دي.

د بغلان د ولایتي شورا مرستیال فیروزالدین ایماق وايي چې په بورکه ولسوالۍ کې د جندالله ډله، چې غړي یې د ازبکستان ازبک دي، په وروستیو کې داعش ته اوښتې ده.

د بغلان یوه امنیتي چارواکي عبدالرشید بشیر په بغلان کې د داعش حضور د پام وړ نه بولي وايي، وروسته له دې چې د سیمې اوسېدونکو د دې ډلې په وړاندې عکس العمل وښود، اکثره غړي یې له بغلانه ووتل.

72 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *