Categories

اعلان

Loading…

د مينې پنځه شپېتمه ګڼه چاپ شوه

په دې ګڼه کې:
سرمحقق سيد محی الدين هاشمي د سوځېدلي پتنګ حکايت کوي
احمد جمال جمال د لوپټې په ارزښت غږېدلی
اجمل ستانکزی په ګډ وډ نړيوال سياست مقاله لري
ډاکټر ابراهيم شينواری پوټنشيل ته د رسېدو ټکي راښئ
عصمت قانع له پښتنو سر ټکوي
امېد حيران د يار د سترګو بڼو ته تم شوی
نيازعلي خاکسار د سعادت حسن منټو د دېوالونو ليکل ژباړلي
يحيی يعقوبي مو په دې پوهوي چې چارواکي له رسنيو څه غواړي؟
طارق نجيب د رواني ناروغانو ځانګړنې راپېژني
له ثنا ساپۍ سره مرکه به مزه درکړي
فضل حق په خلا(تشيال) خبري لري
مبارک شاه داودزي او نصرت ارمان لنډي کيسې ډالۍ کړي
نورالحق حداد په پښتو ادب کې حسن او جمال لټولی
عزت الله ځواب د ژبې ګړنې او مکالمې راټولې کړي
د اند، شاه سعود، باقر، مصور، يوسفزي، اميرزي، درځار، زيارکښ، انعام بادشاه… او نورو شعرونو هم لوستی شئ!
د دې ګڼې لنډۍ، متلونه، ټوکې او نورې ليکنې هم په زړه پورې دي
مازيګر کتابلورنځي ته راشئ او مينه د ځان ملګرې کړئ!

258 total views, 2 views today

2 comments

  1. Pardis Reply

    Tannd;
    Is there any online version( PDF) exist that we can get?

  2. Zahir Reply

    تر هر څه نه مخکي دميني چلوونکو, پالونکو او لوستونکو ته دزړه له کومي دنوي ميني دچاپ مبارکي وايم.
    که رښتيا خبره درته وکړم چي له ميني سره مينه لرم له ميني سره مينه مي له پخوا ده, خو کاش چي زه په هېواد کي وای او مينه مي ديوې کتاب پلورنځۍ څخه تر لاسه کړې وای.
    د ميني چلوونکو که دميني سره مي دميني تړون شکول نه غواړئ نو پر دغه ايمېل ادرس يې PDF بڼه را ولېږۍ مننه
    qalamwal@gmail.com

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *