Categories

اعلان

Loading…

د ایران د پوهنې وزیر وايي، د ایران په ښوونځیو کې ۴ لکه افغانان زده کړه کوي

تاند- د ایران د پوهنې وزیر وايي چې د دغه هیواد په روان تعلیمي کال کې ۴ لکه افغان زده کوونکي د ایران په ښوونځیو کې د ایرانیانو ترڅنګ زده کړې کوي.

د ایران د پوهنې وزیر علي اصغر فاني نن /یکشنبه/ وویل چې د ایران حکومت د هر افغان د یوه کال پر زده کړو ۶۷۰ ډالره لګوي او په روان تعلیمي کال کې د ایران په ښوونځیو کې د بهرنیو زده کوونکو زده کړې ته نژدې ۸۰۰ ملیون ډالره ځانګړي شوي دي.

ایراني چارواکي د ښوونځیو د کرایې، د ښوونکو د معاش، د برېښنا، اوبو او د ټولګیو د تودولو لپاره د ګاز د مصرف پر اساس د هر زده کوونکي کالنی لګښت ۶۷۰ ډالره ګڼي.

د ایران د پوهنې وزیر د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د ایران په ښوونځیو کې له موجودو ۴ لکه افغان زده کوونکو څخه ۴۸ زره سږ کال شامل شوي دي.

د ده په وینا سږ کال د تېرو کلونو په پرتله خورا زیات افغانان په ایراني ښوونځیو کې داخل شوي دي.

101 total views, 1 views today

2 comments

  1. Mirajmal Reply

    هم این دروغ است افغان ها در ایران حتا در بارک های آن شهر ممنوع است این یک امتیاز گیری از سازمان های خیریه جهان است

  2. Mirajmal Reply

    د ایران په ښوونځیو کې افغان زده کوونکو زده کړې ته ۸۰۰ ملیون ډالره د بودیجه ځانګړی کول .د ایران د پوهنې وزیر له خوا یوه لوی شوخی ده

Leave a Reply to Mirajmal Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *