Categories

اعلان

Loading…

مشره خور/ لیکوال نور محمد سعید

له ګهیځه راهیسې دریم ځل تیلیفون وشرنګید. مور یې وه. په ستړې ساه یې ورته وویل:

–         ورور دې نن بیا له مکتبه پټ شوی. سهار چې له کوره وتلی و، ماسپښین راغی او د ګاونډ‌یانو ماشومانو ویل، مکتب ته نه و تللی، په کرېکټ لګیا و.

له دې مخکې یې ټکنده غرمه ورته ویلي و، چې کشره خور یې لا هم له کوټې نه ده راوتلې، وايي، چې چای مې کوټې ته راوړئ!

له هغه مخکې شکایت بیا دا و، چې پلار یې وختي له کوره ووت او د غرمې ډوډۍ ته کور کې هېڅ هم نه شته.

له هر تیلیفون وروسته یې مور ته تسلې ورکوله. دا ډاډ یې هم ورکاوه، چې ماښام له دفتره راشي د ټولو سابه به مالګه کړي.

خو دا لومړی ځل نه و او پوهیده، چې وروستی ځل هم نه دی.

 یو معمول شوی و، چې خوېندو او یوازیني ورور به یې شپیته اویا پلمې ورته وکړې، لږ به یې ورته وخندل، بیا به یې ځان مرور ونیو، وروسته به غلي ترې د ټیلویزون سالون ته وښویدل او خبره به همداسې پاتې شوه.

د متقاعد پلار څېره یې په ذهن کې وګرځیده، چې د تل په څېر به یې ټولې ګېلې مانې په ورین تندي واورېدې او په پای کې به یې ورته په خندا مور وکنځله.

 یوه لور ته د دفتري کار ستړې ستونزې، د همکارانو او رییسانو کرختې څېرې، دفتري سازشونه، د چم ګاونډ خبرې وي، چې په حل یې نه پوهیده او بل لور ته د کور جنجالونه وو، چې مور یې تل د حل لپاره د دې سترګو ته کتل.

له هغه وروسته، چې دفتر کې یې کار پیل کړی و، تر یو څه حده ورته اسانه شوې وه، چې د پېسو له پلوه د کور ټول لګښتونه په غاړه واخلي.

خو له هغې ورځې وروسته، چې لومړۍ تنخوا یې کورته وړې وه، د کور د هر غړي غوښتنې او ضرورتونه هم په ډېرېدو شوي وو.

سره له دې، چې په سترګو، سترګو کې به یې بلها پیغورونه لرل، خو خپلوانو هم تمه کوله، چې له ډالري معاشه دوی ته هم کله ناکله یو څه لاس ورواړوي.

مازدیګر چې د کور په دروازه ننوته، ورور یې په وتلو و، چې سترګې یې پرې ولګېدې:

–        ته مکتب ته ولې نه وې تللی وه هلکه؟

–        تللی وم، ببو !

–        زه درسره ګورم احمقه، ډوډۍ ته خو به بیا هم کور ته راځې که نه؟

هلک دروازه په زوره ځان پسې پورې کړه، وډونګید، خو غږ یې اورېدل کېده:

–        تاریخ تېر مخ دې ورک شه، څوک دې په خوله پیاز نه خوري، پر موږ پاچاهي تازه کوې!

60 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *