Categories

اعلان

Loading…

زموږدوخت میلمه/ اسدالله بلهار جلالزی

دا کیسه مې د ښاغلي احمدي د کیسې تر اغېز لاندې لیکلې ده. (لیکوال)

میلمه خپل ملګري ته مخ را واړاوه.او بیا يي ورته سترګه ووهله.دوئ په خپلو کې سر وپوهیدل .هغه هم ورته شونډې بوڅي کړي. بیا یی خپل جیب ته لاس ور تیر کړ.په خورا مهارت يي تومانچه را ویاسته. اوترښي کوناټی لاندې يي کیښوده.دکوټي دروازه ورو خلاصه شوه.هلک په یوه غابونوکې مڼې او مالټي دمیلمنو مخي ته کیښودې.چې دغابونو دایښودو په وخت کې يي دمیلمانه ترکوناټی لاندې دتومانچې نلۍ ته پام شو.خو ځان يي ناګاره واچوه اودخپل پلار په خواکې کینوست. له څه ځنډ وروسته يي ورو دپلار په غوږ کې وویل: پلاره دا میلمه کاکا خو تومانچه هم لري.

ـ څه غلی شه په دې خبرو يي ستا څه!

هلک غلی شو.اوله نورڅه ویلو يي ډډه وکړه.

دمیلمه دهلک او دپلار تر منځ خبرو ته پام شو. خو په دې ونپوهیده چې څه يي وویل: کوربانه ته يي کړه : یوسفه یاره! زوی دي څه وايي؟ ولي دومره شرمناک دی؟

ـ هسي یار خوشي په هرڅه کار لري.

ـ پریږده هلک دی .

– زه هم همدا وایم چې هلک دی.په داسې خبرو به درته سر شي.چې اک پک به دې کړې.

– څه وايي؟

بیا یی هلک ته وویل: ووایه په زوره ووایه څه خبره ده.

خوهلک غلی ناست و.کښته يي کتل اودخپلې پښي بټه ګوته يي په موټ کې ټینګه نیوله وه. کوربه میلمنو ته په وړوکي چاړوګۍ مڼه سپینه کړه.نیمه يي یوه او نیمه يي هم بل ته ونیوله. واخلئ ته به وایی: چې نابلده یاست! چي په دې خبره سره یوځل دکوټي په څلورو دیوالونو کې د میلمنوخندا کړسهاری پورته شو. هلک حیران حیران میلمنو ته وکتل. خندا يي په غوږونوکې داسې انګازې وکړې تا وا په زړه کنډواله کې چې لیوان انګولي.په زړه کې ورتیره شوه خدای مه کړه کور يي کنډ واله نه شي.دهلک پلاربیا هم په وړوکي چاړوګۍ دمڼي پوستکی لوړاوه.سر یی کښته اچولی و.میلمه ورو خپله تومانچه راپورته کړه.ګولۍ يي مخکې ترمخکي ورتیره کړې وه.مخامخ یی دکوربانه په سر ډز وکړ.د‌ډز غږ یی لوړ نه و.ټس یی شو.کوربه ولړزیده او ولویده.هلک وارخطا شو.غوښتل یې داناکوټي ته منډه کړي.خو دوهم میلمه يي په تندي وار وکړ.هلک هم دپلار په نیم ژواندي بدن ورولوید.میلمنو یوه یوه مرمۍ بیا دکوربانه دښي ټیک غوږ ته نږدي پرې وویشتلي. دواړه پلار اوزوی ارام وغځیدل او ددوۍ دسترګو په وړاندې يي ساه ورکړه.په بله کوټه کې دهلکانو دشوراوشوخیوله کبله هیڅوک هم پوه نشول.میلمانه کرار راووتل.څو ګامه یی را واخیستل له چوترې راتیر شول.دکړکۍ له اینو يي ولیدل چې دیوسف مور اوښځه چاي ځیښي او هلکان هم په خپلو شوخیو بوخت دي. ورو ورو دهلیز ته دننه شول. دکوټي دروازه يي په شدت خلاصه کړه.لومړی ډز یي دیوسف په مور وکړ. بیا یی دهغه ښځه په نښه کړه.او نور ماشومان يي هم یو په بل پسی وویشتل. یو میلمه دزانګو خواته ورغي دوړوکي ماشومان مخ ته يي لاسي څراغ ونیو.هغه په زحمت خپلي سترګي پرانیستلي. په کوچنیو شونډو کې موسکی شو.میلمانه خپل ملګري ته وویل: داخو خاندی څنګه يي کړم. هغه په تنده ژبه په زوره ورته وویل: وروستی څراغ يې هم مړ کړه.

ـ ته خو راشه ورته وګوره څنګه موسکی موسکی کیږي. دمیلمانه ملګري ورغبرګه کړه.نور مه ناوخته کوه.بس همداڅراغ یی هم ګل کړه. میلمه هلک ته په ځیرځیر کتل.دهلک شونډې پوڅي شوي.غوښتل يي خپله غوصه څرګنه کړې چې میلمه یی دغوږ خواته تومانچه ورکیښوده .هلک ژر بیا موسکی شو. دتومانچې ټس غږ شو.ګولۍ يي بلې خواته ترې ووته. په سبا کلیوالو یوه اوبل ته ویل:زموږ دوخت میلمانه خونوداسې میړنتوب لري.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *