Categories

اعلان

Loading…

د حراست او ثبات اعلان شوې شورا/ ډاکټر نبي مصداق

د لیندۍ په ۲۷ مه (جمعه) ځینې تنظیمي مشرانو، د ملي شورا غړو پخواني او دولتي مامورینو، د امنیت او ثبات د ټینګښت تر نوم لاندې، غونډه لرله او د افغانستان د حکومت په کمزورۍ یې نیوکې وکړې. حتی دوی وویل چې ترهګر غواړي افغانستان خپل مرکز وګرځوي او زموږ ملت بیا په جنګونو کې را ګیر کړي. خو دوی، بې له دې چې د جهاد او جهادي مشرانو له  ادرسه داسې خواشینۍ څرګندې کړي و نه ویل چې څرنګه په عمل کې، د ترهګرو او ګاونډیو هېوادونو په مقابل کې به ودرېږي. خو که د دوی موخه دا وه، چې خپلو ملېشو ته، د مجاهدینو په نوم توپک په لاس ورکړي؛ د افغانستان خلکو ته به په هېڅ ډول د منلو وړ نه وي. ځکه همدا ملېشې وې چې کابل یې په هیرو شیما او نګا ساکي باندې بدل کړو. تر ۶۰ زرو زیات کابلیان یې ووژل او پنځه لکه نور یې مهاجرت ته مجبور کړل.

دوی وویل چې د ملي یوالي حکومت د دوو کالو په پاتې میاشتو کې هغه قانوني جرګه چې دوی یې ژمنه کړې وه باید را وبولي. قانوني جرګه تر هغې جوړېدای نه شي؛ ترڅو پارلماني، ولایتي او د شوراګانو ټاکنې ترسره شو نه وي او د دې ټاکنو د شفافیت لپاره همدا اوس یې د حل لار د الکترونیکي تذکرو وېشل دي؛ خو دا تذکرې تر هغې وېشل کېدای نه شي؛ څو له یوې خوا برېښنا او انټرنېټ د هېواد ټولو ولسوالیو ته نه وي رسېدلی؛ ځکه چې هره تذکره  د توزیع په وخت باید د انټرنېټ له لارې د کابل په ډېټابېس کې ثبت شي. دا کار په راتلوونکو نهو میاشتو کې د افغانستان د ټول نفوس لپاره د نوو تذکرو ویشل نا ممکن ښکاري. له بلې خوا د ملي یوالي حکومت به حاضر نه شي چې پرته له قانوني لوې جرګې نه د بلې جرګې رابللو ته غاړه کېږدي.

د حراست او ثبات د شورا مشران د کرزي د حکومت هغه وزیران او د هغه وخت لوړ پوړي چارواکي دي چې د سلګونه میلیونو ‌ډالرو په اختلاس تورن دي. اوس چې د بیان د ازادۍ په موجودیت کې پخواني دېوالونه نړېدلي او ملت ته څرګنده ده چې دې مشرانو په هغه وخت کې څه وکړل چې اوس به  یې وکړي،  نو دا شورا به هم ممکن د نورو شورا ګانو په لار روانه شي.

بل دا چې په دې شورا کې داسې کسانو برخه اخیستې ده چې تنظیمونه یې اوس په دې حکومت کې هم لوړ مقامونه لري. دا شورا د مدني ټولنو په شان که پر حکومت د فشار له مخې وغواړي چې قدم پورته کړي نو ډېرو ته به د منلو وړ وي؛ خو که د حکومت د نیمګړتیاوو په ګوته کول او یا د جرګو د راغوښتلو تر شا د دوی هدف بیا په قدرت راتلل وي، دا به اکثریت خلکو ته د منلو وړ ونه ګرځي.

د دې شورا په منځ کې داسې کسان هم شته چې په راتلوونکي، ژمنه شوې قانوني لویه جرګه کې، ځینې یې د موجوده ریاست نظام پلویان دي او ځینې یې غواړي چې صدارتي نظام منځ ته راشي او هغه به، که شورا تر هغه ورسېږي، د انشعاب بله واسطه وي.

که دا شورا لکه چې دوی وايي، د اپوزسیون یوه جبهه جوړه کړي نو اپوزسیون په دیموکراتیکو اصولو هغه ګوند جوړولی شي چې په ټاکنو کې بریالی نه شي، یوازې هغسې اپوزسیون به قانوني او منل شوی اپوزسیون وي او کنه هره مدني ټولنه او خصوصي انفرادي کسان به ځانته د حکومت د اپوزسیون نوم کېږدي.

د حراست او ثبات په دې شورا کې داسې مشران هم شته چې د موجوده پارلمان په ریاست باندې سره جوړ نه شول او په یوه وکیل باندې چې ابراهیمي نومېده د اوزبک له ټبر څخه و او په مطبوعاتو کې یې شناسايي نه درلوده، فیصله وکړه. اوس هم دا شورا مشر نه لري او ممکن په مشرۍ یې بیا هاغه ناندرۍ پیل شي.

د دې نوې شورا له اعلانېدو وروسته به ولیدل شي چې دوی په عمل کې څه کوي او هغه وخت کله چې مو پاس ورته نغوته وکړه د خلکو له مثبت او منفي عکس العملونو سره به مخ شي.

465 total views, no views today

4 comments

  1. Bashir Reply

    خلص دا دشرارت وبي ثباتي آفغانستان شورا ده يا دچور اوچپاول شوراياعلي بابا او دهغه ۴۰غله شورا ده
    داهغه آزمويل سوي خروړي سپيان دي چه تر اوسه ئې منګولي دآفغانستان دخلګو په وينو سره دي.
    اوبله خبره ددوئ هغه غټ خروړئ چه داادعالري چه دازموږ دتوپک زور و چه نن موږ په آفغانستان کي يو داسي نظام لرو دئ دآفغانستان دخلګو په سترګو کي خاوري پاشي دده هير سوه چه داد بي ۵۲زور و چه ټوله ئې په قالب سره واچول او آمريکاه دداسي يو نظام په تکل کي وه چه دهغوئ منافع ورخوندي کړۍ او يوڅه ئې ستاسو په خولو کې درواچول دايو حقيقت دئ.بيا هم وايم چه داشورا دشرارت او بې ثباتي آفغانستان ده داټوله دشخصيو منافع په خاطر تپ او تلاش کوي نه دآفغانستان دمظلوم او کړيدلي اولس په خاطر .مړه نابود اوبرباد ديوي دآفغانستان داخلي اوخارجي دښمنان آمين

  2. Hassan Reply

    د هلاکت او بربادی شورا ، د هراست او بی باوری شورا د جنګسالارانو ، غلو ، داړه مارانو ، قاتلانو او د پردیو د مزدورانو یوه نا متجانسه شورا.
    له هغی شیبی چی دی شورا خپل موجودیت اعلان کړ نور ابراهیمی او مسلمیار د ولسی جرګی او مشرانو جرګی رییسان نشی کیدلای ، ځکه چی دوی د دولت په اپوزیسیون کی شامل شول ، دوی هغه نظام ته چی د خدمت او ساتلو لپاره یی دخلکو رایی اخیستی وی او سوګند یی خوړلی و ، خیانت وکړ. بنا دوی د خلکو نمایندګی نشی کولای.

  3. zaringul Reply

    مصداق صاحب ډ یرتحلیل دی کړې ، په ژوند دې برکت ،
    داغم لړلې شورا تل دافغانستان دخلکو د غاړې تلک وه او وي به ، دوی غواړي چی د دغه خوارکې غنی پلانونه ( که رښتیا وي ) دتاریخ په افسوس بدل کړي . دوی دافغانستان د بی هویتۍ ، پردۍ پالنې او تفرقې ډبره ایښې اولاهم په دغه مسیر روان دي .
    خو له دي سره سره می له تاڅخه هم یوه هیله داده چی هرځای ستا په لیکنو باندې تبصرې رواني وي ، کله توزیع توضیع لیکې او کله هم موضوع موضیع لیکې ، لږ دا لیکنه دي یا خپله بیاځلې لوله ، یایی ما ته رالیږه او یا یی هم یوچا ته وښیه ، لیکنه هم دلیکوالي پوهه او هم دلغمانیان په خبره چل غواړي ، ښه وینا په ښه لیکنه او ښه لیکنه په ښه وینا ښه ښکاري
    نورڅه نه وایم
    زرین ګل له اندیا

  4. Dr.Atal Reply

    ددی شوری یو غړی چه خبری یی کولی داودزی صاحب وو چه په پوره بی اعتمادی سره یی وویل که موږ په تیرو ۱۳ کلونو کی کار او خدمت کړی وای نن به دا ذلیل حالت نه وو دهغی اشا ره هغه انحصاری استفاده وه چه همدی د فساد قهرمانانو د بن له قرار داد نه وکړه ،یواځی د ۷۰ ٪ نه زیاتی مهمی څوکی همدی شرمیدلو تاریخی غلو د فساد او شرارت لپاره خپلی کړی او ګیډه یی پری واچوله په هغی دور کی حراست او ثبات یی نه پیژندو ځکه منطقوی او نړیوال شر اچوونکو سره یی دملت د اکثریت د حق پر خلاف د جاهلی مشترکو تعصباتو پر بنا تړونونه درلودل او دوی داقلیت فاسد په راټولولوپه حکومت کی په ملت کی چور،غلا،اختطاف،غصب او نور جنایات هغی حدته ورسول چه افغان ملت یی په نړۍ کی وشرماوو او افغانان یی د فساد او جنایت قهرمانان معرفی کړل .
    دی انحصار ګرو چه د حکومت او اداری ظرفیت پکی نه وو د غلط او جاهلی مفکوری په بنا یی جاهلی تعصباتو ته هغه څه چه ورته ما فی الضمیر یا د قرآنکریم په ژبه ورته ما تخفی الصدور ویل کیږی هغه ټول کثافات بربنډ شول د مجاهدینو او ددی وطن د اصلی مدافعینو پر ضد چه د کورنی او بهرنی غلو ګډ هدف وو چه دا تاریخی صادق محافظین چه دواړو ته خنډ دی باید لیری او دوی ته لار خلاصه شی ، متأسفانه ځینی نور لوبیدلی او ضعیف النفس معامله ګر چه دوی سره مشترکه پست خواص لری او د غلا او فساد خاندانی تاریخ لری حتی اجرتی قاتلان ورته آدم (۲دو قیران) خطاب ورته کړی دوی هم د حراست او ثبات په نامه بی خبران غولوی.
    ملت ، دوی په تیرو ۱۳ کلونو کی د ملت د تباهی اصلی او مرکزی عامل بولی ددوی دبی ګناه خلکو نیونی ، شکنجه اوتعذیب، امریکایانو ته سپارل ، دبښتنو پر ودونو بمباری او قتل عام او نور سلګونه جنایتونه دا د مجاهد کار دی که د پروتوکلی اجیر عناصرو؟ دا کارونه او جهاد سره ضد او تناقض لری ، دومره پلیدی او ناروا انسان د انسانیت نه باسی او حراست او ثبات ،ظرفیت دومره خبیث نه وی بلکه خاین ،خایف دی او دا انګولا د پرونی هډوکو لپاره ده نه د مظلوم ملت یا د چا دحق لپاره.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸