Categories

اعلان

Loading…

بکارت او د نارینه نرۍ تناسلي اله / ډاکټر سباوون

بکارت او د نارینه نرۍ تناسلي اله / ډاکټر سباوون

سلامونه او نیکی هیلی ډاکټر صاحب صباوون او د تاند ټولو کار کوونکو ته وایم

زما نوم جان دی او له هرات څخه درته ایمیل کوم زما د ډاکټر صاحب صباوؤن نه یو دوه پوښتنی دی ګرانه ډاکټر صاحب زما د واده یو څو شپی کیږی او د مقاربت په وخت کی وینه را نغله چی د جینی بکارت ثابت شی بیا ما تا چه و ویل چی که چیری د هلک د تناسلې آلی قطر کم یعنی نری وی او یه هم ښځه ښه صحت مند او چاغ اندام ولری نو کیدای شی چی وینه را نه شی آیه دا رښتیا دی او یا د مقاربت نه پس پرده جو‌‌‌ړه پاتی کیدای شی. بله پوښتنه دا چی د انزال کیدو نه پس که د یو‏‏ّّّڅو دقو لپاره تناسلی آله په داخل کی پاتی شی د دی لپاره چی اوبه بیرتا را و نه وځی څه نقصان خو با نه کوی. ډاکټر صاحب که دا پوښتنی مو را ته زر جواب کړی ډیره مننه به مو وی زه ډیر په تشویش کی یم هڅی نه چی کوم غلط قدم رانه پورته شی.

ستاسو د ځواب په ته او هیله

جان د هرات څخه

ځواب قدرمنه جانه وروره له دویمې پوښتنې به درته ځواب درکړم له انزاله وروسته که د تناسلي اله په مهبل کې پاتې شي هیڅ فرق نه کوي خو یوازې د اوبو د پاتې کیدا لپاره که تناسلي اله هلته پریږدې څه خاصه ګټه نه لري اوبه که لږ بهر ته رواځي هم نو تاوان نه لري د سپرم دالقاح لپاره په میلیونونو سپرمونو کې یوازې یو پکار دی او که کومه بله ستونزه نه وي دغه یو سپرم ځان هګۍ ته رسولی شي .

د بکارت په هکله به په تفصیل درته ولیکم هیله ده پوښتنه دې ځواب شي :

د بکارت پرده چې په لاتیني ژبه کې ېې Hymen بولي دیونانیانو او دپخوانیورومیانو په فرهنګ کې دواده په نامه دیوې الهې له نومه اخیستل شوی دی خو زموږ په فرهنګ کې د یوې پیغلې دباکره پاتې کیدا نښه ده زه دلته نه غواړم ددې مسلې فرهنګي او مذهبي اړخونه بیان کړم خو دقدرمن ورور پوښتنه په دې ډول ده چې باید په یو ډول هغه هم ځواب شي په ټوله نړۍ او ګڼو تمدنونو کې دې ته مسلې دعفت اوپاکۍ په سترګه ګوري او د ټول عمر اعتبار او حیثیت ورسره تړلی وي .

دبکارت پرده درګونو درلودونکې پرده ده چې دمهبل یا وجینا له خولې لږ دننه خواته پرته ده په دې ډول چې مهبل ته دنارینه دتناسلي آلې یا بل هر شي په ننوتو سره شلیږي او که روغه وي دیوې پيغلې دباکره والي نښه ګڼل کیږي خو دغه خبره باید هیره نه کړو چې ددې چارې تشخیص یوازې ډاکټرپه جنیټیکې معاینې سره کولاي شي .

دبکارت پرده یوه بشپړه پرده نه ده بلکه په منځ کې یوسوری لري چې دمیاشتني عادت وینه له هغه ځایه بهر ته ووځي دلته دغه خبره هم باید وکړو چې کله ددې پردې له شکیدلو پرته هم ممکنه ده یوه نجلۍ حامله شي او هغه په دې ډول چې که مني دمهبل په خولې کې تویې شي اوسپرم له دې چې حرکت لري نو ممکنه ده ځان رحم او هلته موجودې هګۍ ته ورسوي په دې ډول به دغه پیغله له دې پرته چې بکارت ته ېې کوم تاوان رسیدلی وي حامله شي .

دبکارت پرده څو ډولونه لري چې که ېې دلته ډولونه بیان کړو ښه به وي اوښايي دډیرو پوښتنو ځواب هم ورته پيدا شي :

۱ ـ له سوري پرته دبکارت پرده .

۲ـ مثلثي ډوله بکارت .

۳ـحلقوي یا دکړۍ په شان دبکارت پرده .

۴ـ هلالي ډول .

۵ـ دغلبیل په شان سورۍ سورۍ بکارت .

۶ـ دوه ټوټې بکارت او یا د دوژبو په شان بکارت .

۷ـ غاښ درلودونکي بکارت .

۸ـ یا دا چې په ځینو نجونو کې په طبیعي ډول اصلا بکارت موجود نه وي.

۹ـ ډیره کلکه او مذبوته بکارت پرده چې  دنارینه دالت په دخول سره ممکنه ده ونه شلیږي او ډیره ځله باید د یو ډاکټر په وسیله وشلیږي.

ځینې وخت ممکنه ده بکارت بیخې سوری ونه لري دغه ستونزه ښايي ترپیغلتوب پورې هیڅ نښه ونه لري خو له هغه وروسته چې نجلۍ پيلغه شي نو له میاشتي عادته وروسته موجوده وینه او ترشحات له رحمه دوتلو لار نه شي پیدا کولی نو په دې ډول  په رحم کې دوینې او د نوورو ترشحاتو دټولیدا له امله درد او ستونزه پيدا کیږي چې په دې حالت کې باید دبکارت پرده په داسې ډول سورۍ شي ډیر ځله دغه عملیات په ظرافت سره ترسره کیږي اوهڅه کیږيچې بکارت ته کوم تاوان ونه رسیږي او دمیاشتي مریضۍ دوینې لپاره هم یوه لاره پيدا شي .

په پنځوس او شپیته فیصده نجونو کې دبکارت ډول مثلثي دی خو دکړۍ او حلقې په شان بکارت ډیرځله ستونزې پيدا کوي حلقوي بکارت دوه ډوله وی یو ډول ېې د کشک په شان ربړي یا ارتجاعي خاصیت لري او بل ډول ېې ربړي خاصیت نه لري هغه چې ربړي خاصیت نه لري په لومړني دخول سره شلیږي البته دغه ډول ډیر سخت درد لري او ممکنه ده خونریزي ېې هم څو ورځې دوام وکړي البته نور ډولونه ېې هم شته چې نجلۍ ترې زیات درد نه احساسوي خو هغه حلقوي ډول چې د ربړ په شان وي ممکنه ده په لومړني دخول سره ونه شلیږي او د میړه لپاره ښايي دا تصور پيدا شي چې میرمن ېې باکره نه ده په داسې حال کې چې ښايي بکارت ېې حلقوي ربړي ډول ولري نو دا احتمال هم شته چې ددغه ورور دمیرمنې بکارت هم همدا ډول وي .

زموږ په ټولنه کې ډیرې داسې خبرې کیږي چې له طبي پلوه ښایي سمې نه وي دمثال په توګه ویل کیږي چې دبکارت دشکولو لپاره باید سخت دخول ترسره شي اویا دا چې باید له سخت درد سره یو ځاي وي ځینې وخت دهمدغو غلطو رواجونو له امله خاوند داسې په سختۍ سره دخول تر سره کوي چې دمیرمنې په تناسلي برخه کې ممکنه ده زخم او نورې ستونزې پيدا کړي او په دې ډول ښايي له لومړنۍ شپې ناسمې خاطرې هم په ذهن کې پاتې شي .

له دې چې دغه پرده دوینې رګونه لري نو دشلیدو په وخت ېې وینه بهیږي دغه رګونه ډیر نازک وي خو په ځینو میرمنو کې دغه رګونه ډیر کم وي له دې کبله کله چې دخول ترسره کیږي ممکنه ده وینه احساس نه شي نو په دې ډول ویلی شو که په لومړنۍ جماع سره وینه ونه لیدل شوه په دې معني نه ده چې میرمن مو باکره نه ده ښايي داسې بکارت ولري چې رګونه ېې کم او په دې ډول ېې وینه هم کمه وي.

له دې چې زموږ په ټولنه کې دې مسلې ته ډیر اهمیت ورکول کیږی نو غوره ده قدرمنې خویندې هم متوجه وي ځکه چې ډیر ځله په ډیر لږ بې احتیاطۍ سره ممکنه ده بکارت ته تاوان ورسوي دمثال په توګه دمهبل بې ځایه کشول ، ځان په خپله ارضا کول ،دځینو ډاکټرانو له لوري ناسمه معاینه ممکنه ده پردې ته تاوان ورسوي او په دې ډول یوه باعفته پیغله له یوې بدنامۍ سره مخامخ کړي نو میندې او پلرونه باید په دې برخه کې خپلو لوڼو ته لازمې لارښونې وکړي .

البته ځینې میندې اوپلرونه له حده زیات دخپلو لوڼو په هکله اندیښمن وي او هغوي ډیر جسمي فعالیت ته نه پریږدي مثلا ځینې کسان تصور کوي چې له لوړځايه ټوپ وهل ممکنه ده بکارت ته تاوان ورسوي او یا دیوه درانه شي پورته کول هم ممکنه ده ستونزه پيدا کړي خو دغه فعالیتونه هیڅ ستونزه نه پيدا کوي البته په ځینو مسلو کې چې مستقیما له پردې سره تماس ممکنه دي ښايي پردې ته تاوان ورسیږي .

په ټول کې ویلی شو چې دبکارت دپردې په هکله قطعي تشخیص یوازې د ډاکټر کار دی او ډیر ځله ممکنه ده میړونه او په خپله میرمنې له تیروتنې سره مخامخ او په دې ډول خپل ژوند تریخ کړي البته اعتماد او باور هغه شی چې د دواړو لورو ترمنځ باید موجود وي او دغه چاره له بکارته هم اړین دی .

494 total views, 4 views today

7 comments

  1. الهام Reply

    اسلام علیکم ډاکتر صاحب که په واضح ډول راته اوایاست چې پغیر له کیمیاوي دارو ګانو د استعمال څخه بله کومه ښه طریقه شته چې خپل د کوروالي موده اوږده وساتو (long sexuality)

  2. الهام Reply

    یوه بله پوښتنه مې دا ده چې زما د یو ملګری ده دهغه په اوجود دا دوه میاشتې کیږي چې وړې دانې ( ګرمکې ) ختلې دې او ډیر سخت خارښ کوي نو کوم ډول دارو ورته استعمال کړي؟

  3. sabawoon Reply

    ړاکتر صاحب سباوون زما نوم سباوون دی دخوست ولایت څخه زه ما پوشتنه دا دی چی زما یو کال کیږی چی واده می کړی دی خوتراوسه می اولاد نشته بله داچی زه چی کله دخپلي میرمني سره جماع وکړم نو ړیر زیات په تکلیف وم دیوې ورځي څخه تر دوو ورځو پوری نو دجنسي کمزورتیا لپاره هم مناسب معلومات راکړپه مهربانۍ سره محترم ړاکتر صاخب پورته سوالونو ځواب په تفصیل سره راکړه

  4. شیر محمد Reply

    سلامونه او نیکی هیلی می ومنئ
    زما نوم شیرمحمد او د وردګو ولایت څخه یم ما هم تقریبا دوه میاشتی کیژی چی واده کړی دی غواړم چی اولاد می يو یا دوه کاله ونشی ماته څه کول پکار دی او بله پوشتنه دا چی که دجنسی کمزورۍ په هکله معلومات راکړی ډیره مهربانی به دی وی.

  5. حاجی امیرمحمد Reply

    ډاکټرصاحب که دبکارت پرده ونه شلیږی خو دومره پراخه سی چی په جماع کولو کی هیڅ تکلیف نه وی نوایا ددی پردی وپرېکولوته اړتیا سته که نه

  6. Zahidullah Reply

    زما نوم زاهدالله او د وردګو ولایت څخه یم ما هم تقریبا اته میاشتی کیژی چی کوژده کړی دی غواړم چی زه او میرمن مو د یو یا دوو کالو لپاره اولاد ونلرو
    نو زمالپاره څه کول پکار دی
    ستاسی دځواب په هیله

  7. غ.حضرت Reply

    مننه ډاکټر صاحب
    دا ډېر اړین او مهم معلومات دی چه زموږ د خلګو ذهنونه د ځینو پټو واقعیتونو په وړاندی روښانه کوی
    باور وکی دا ټولی شریعی او خالصی مذهبی خبری دی او په فقهی توضیحاتو کی راغلی دی خو متأسفانه زموږ مُلایان اکثراً بیسواده دی او دا اړین او مهم بحثونه ئې له یوې خوا له سوئې لوړ دی او له بلی خوا فکر کوی چه ددې ډول بحثونو طرح کول د حیا خلاف کار
    .دی حال داچه خبره برعکس ده
    څه وکو، زموږ د ټولنی هر کار د کریکټ ګیند او سوټی غوندی تر
    .حد ډېر او تېر کلک دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *