Categories

اعلان

Loading…

د شعرتلې/ لیکوال: یونس تنویر

دا خبره به مې بې بنسټه نه وي چې شعر په کره کتنه ستایل کیدای نه شي؛ مګر داسې هم نه ده چې شعردې، بې کره کتنې اصلیت پیدا کړي. که څومره فطري شاعري وکړو، بیا به هم دکره کتونکي له سترګوڅه شی پټ پاتې نه شي.

 په نوې زمانه کې د یوه نوي فکر په درلودلو، واکمن شوي یو. په کره کتنه کې هم همدغه نوي بدلونونه را دننه شوي دي. کره کتونکي وایي: کلمات په شعر کې دزمان او مکان له مخې ممکن مانا بدله کړي. دشوقي ضعیف دا خبره ډیره مشهوره ده چې ویل به یې: موږ باید دشعر د کلماتو لپاره تاریخ وټاکو… دغه کلمې اوړي.لکه : ژوندي ساري بدلیږي.

 پخوا مو که د تنقید کلمه د محاکمه کولو په بنیاد ولاړه وه، مګر اوس ددې کلمې په مرسته هنرونه ګورو. مانا داچې که پخوا کره کتنیز اثار، وګورو نو په تخلیق ګر باندې دا نیوکې ډېر پیدا کولای شو چې سیمه ایز معیار یې مات کړی دی. اخلاقي تېروتنه یې کړې ده. ټولنې ته سالم پیغام نه لري. کلاسیکي دودونه یې مات کړي دي. قافیه یې سالمه نه، دبلاغت او فصاحت په اصولو برابر اثر نه دی … مګر اوس ممکن داسې ونه کړو. که دریاب ته یې پښې ورکړې دي، ممکن لازم شباهت یې هم را وستی وي. ممکن ګنا ته یې، یو انساني کردار ورکړی وي. مانا دا چې غیرزی روح شیانو ته یې زی روح ، کردار ورکړی وي.

   ارسطو د اس سره دهوسۍ مثال ورکړی دی. هوسۍ ښکرونه نه لري ،خو که په کوم تخلیقي اثر کې دهغې ښکرونه وموندل شي ممکن تر ډیره بریده فني تېروتنه نه وي، ترکومه چې د فني غوښتنو پر خلاف نه وي. مانا دا چې دتخلیق لپاره اړینه نه ده چې هغه دې تل یو روایت ولري. یا دې عام حقیقت وي.

   کره کتنه اوس یو تخلیقي عمل دی او تخلیقي عمل د ذوق پیدا وار وي. د ذوق دغوښتنو تمیلات لري. په پټو سترګو د کره کتونکي هره خبره د منلو وړ، نه ده. کره کتنه د ادبپوهنې یو ډول دی. ادبپوهنه یوازې تیوري نه وي؛ بلکې د ادب جوهر په ډاګه کوي.

   اجمل ښکلي د ادب په اړه څو پوښتنې کړې وې. ممکن زما په ځینو مقالو کې یې ځواب پیدا کړئ. ده ویلي و چې هر علم د زده کړې یو هدف لري. د ادب ګټه به څه وي؟ ملايانو راته ويلي، چې ديني کتابونو کې اخروي ګټه ده. تاريخونه په بحث کې د بل د ايلولو لپاره لولو؛ طبابت د انسان، وجود روغوي. همدغه پوښتنه کره کتنې ته هم منسوبه ده.

   تخلیقي متن یو ډول نوښت او هڅه وي، نو په دغه نوښت او هڅه باندې ولې نقد اړین دی؟

موږ د شاعر عظمت ګورو چې په خپلو خبرو څومره واکمن دی؟ دغه نوښت یې څه وړ پيدا کړی دی؟ راتلونکو نسلونو ته ددې تجروبې راز ور ښکاره کوو.ممکن اوس دا راته مهمه نه وي چې څومره له کوم ښوونځي څخه مثاثره شوی دی. دا هم راته مهمه نه ده چې موضوعات یې څه ډول دي؟

   اوس راته مهمه دا ده چې ټولنیز انداز یې څه وړ دی؟ فني باریکي یې تر کومه غښتلې ده؟ په خبروکې یې شاعرانه حقیقت څومره غښتلی دی؟ شاعري یې څومره له نویو خبرو او کلمو ډکه ده؟ پخوانیو روایتونو نه یې، څه ډول ځان خلاص کړی دی؟ موضوعات یې څه ډول په شعر کې انځور کړي دي؟

   د نړۍ په ټولو ادبیاتو کې دتخلیقي عمل لپاره یوه فارموله ده چې د یوې لیکنې د رامنځته کولو بنسټ په تخیل ولاړ دی. ایا همدغه تخیل یې څه وړ ترسیم کړی دی؟ په الفاظو کې، خو یې تنافر نه دی رامنځ ته کړی؟

کره کتنه توصیفي قالب نه دی. کره کتنه د یوه اثر، غوره جوړښت او تنظیم په ډاګه کوي.

ادب باید نور د تعریف له محدودیتونو را وځي. د ادب اصل د خبرې نا اشنا کول دي. د خبرې زړه راښکون دی. خیال زیږول دی. او کره کتنه باید په همدغو اصولو وشي.

    ددې خبرې نه مو موخه دا ده چې د کره کتنې حقیقت دا نه دی: کوم شیان چې ګورو هغه دې را برسېره شي. بلکې دادی : هغه شیان چې زموږ نه پټ پاتې دي ،هغه دې رابرسیره شي.

ارسطو لومړنی سړی و چې عام حقیقت یې د شاعري له حقیقته بیل وګڼلو. کره کتنه باید همدغه حقیقت په ډاګه کړي.

 دکره کتونکي دنده دا ده چې دشاعر یا لیکوال په تخلیق همداسې غور وکړي. لکه څه وړ چې شاعر یې د ترسیمیدو په وخت کې کړی دی. کره کتونکی باید یوه شیبه داسې فکر وکړي، لکه د تخلیق کوونکي د زماني انسان چې وي. مانا دا چې، دی! باید د تخلیق ګر د زمانې نه دومره خبر وي لکه د ددې زمانې سړی چې وي. په تاریخي پېښو یې داسې بلدتیا ولري، لکه دی چې په همدې وخت کې موجود و.

کره کتنه باید څه وړ وشي؟ دا هغه پوښتنه ده چې موږ یې په دې مقاله کې د ځواب هڅه کړې ده. موږ دکره کتنې لپاره درې اصول غوره کړي دي. کره کتونکی د یوه اثر یا د یوه تخلیق د کره کولو لپاره باید د اثریا تخلیق په ظرافت ،هنراو مضمون باندې غور وکړي . همدغه توکي د یوه اثر د کره توب او ناکره توب معیار، راپه ګوته کوي. دغه درې هغه بنیادي توکي دي چې دیوه اثر کره توب اوناکره توب راپه ګوته کوي.

   ممکن تر ډیره بریده ټولیزنه وي. ولې د محدودېدو خیال هم نه را کوي. موږ په غزل کره کتنه کوو. د نورو ژانرونو لپاره مو ممکن خیال بدل شي. ولې دا هغه توکي دي چې په غزل کې عمومیت په کره توګه په ډاګه کولای شي.ما خو مخکې هم یادونه وکړه چې کره کتنه تر ديره بریده تخلیقي شوې ده. دغه تجروبه ممکن نیمګړې وي. ولې موږ هم دا صلاحیت نه دی اخیستی چې دغه توکي دې جامه او مانع وي؛ خو دغزل زده کوونکو ته به څه ضرور ورکوي.

     د ظرافت مانا زیرکي ده. ماهر کیدل دي. په فارسي ژبه کې دا کلمه دا وړ هم ښودل شوې ده:( ظرافت وزیبایی) زموږ موخه هم همدغه (ښکلي کول دي.) دشعر ظاهري بڼه څه وړ باید ښکلې شي؟

زموږ بحث دفورمولیستانو په خوا کیدل نه دي. فورمولېزم یو ترکیبي وییکی دی. چې دفورم نه اخستل شوې کلمه ده. دا یوه یوناني کلمه ده چې د شکل مانا لري.

   کله چې( یوجیني زمیتن) دهنر اصل سبک او تخنیک وښوده او شکلي جوړښتنه یې دهنر موخه وګڼله نو ویې ویل : (دڅه ویلو پرځای څنګه ویل مهم دي.)

   دې ډلې خپل پېښلیک تر ارسطو رسولی دی. خو د ځیل هغه اصلي، تصور یې چې وړاندې کړ، روسي لیکوال (وکتور شکلوفسکي ) دی چې دغې تګلارې کې یې ساه راوسته.

   موږ د ځیل په تاریخ بحث نه کوو. زموږ کار دا دی چې شعر بالخصوص دغزل بڼه باید څه وړ وي؟ په شعر کې مناسب غږیز، تړون دشعر موسیقي پیاوړې کوي. که صوتي تنافر ولري، نو شعر مو له عیبونوڅخه خوندي نه دی. فیصل فاران وایي : (ښه شاعران عمومن دصوتي تنافر نه ځان ساتي.)

     د صوتي تنافر نه مطلب په یوه مسره کې د دوو داسې حرفونو یو ځای کول دي چې په لوستلو کې ستونزه پیدا کړي. یانې په غږیزلحاظه چې مخکینۍ لفظ په کوم توري ختم شوی وي. ورپسې دوهم ، توری په هغه توري شروع شي. لکه د استاد اجمل ښکلي په بیت کې د(بس او سراب) په کلموکې د(س) توري، صوتي تنافر رامنځ ته کړی دی:

دوه کرکټره بس: سراب او دېوال
خپلې کيسې پورې خندا راځي

                                         اجمل ښکلي

     دپورتني بیت مضمون ډیر نوی او خوندور دی، مګر (بس)او بیا (سراب) راتلل یو څه صوتي یا غږیزانسجام ته یې زیان رسولی دی. باید یادونه وکړو چې د دغه تنافر رامنځته کول، په غږ یا توري پوری منحصرنه دي؛ بلکي ددغو کلمو په ترکیب پورې ټړون لري.

   دناوې سنګار ډیر مهم دی،ولې که دناوې هغه فطري ښکلانه وي، خلک به ترې متاثره نه شي. ځینې کلمې په شعر کې کراهت راولي.چې دسختو یا دعجیبو لغاتو د استعمال نه پیدا کیږي. چې دپوهیدا لپاره به یې قاموسونه ګورې. باید ووایو چې تنافر او غرابت دواړه د سخن یا وینا له عیبونو څخه شمیرل کیږي. تاسې د مفتاح الدین ساپي لاندې بیت وګورئ:

د لمر په لټه په یون رهي شول

دشپې په کوړم کې واړه ستي شول

     ددې شعر په سیمبول سترګې نه پټوه، ولې د (کوړم ) په لفظ پسې مې ډیر قاموسونه را وپلټل، خو په مانا کې یې پاتې راغلم. مګر د( پښتوویکیپېډیا ) په نوم یوه انټرنیټي، پاڼې کې د بایزید روښان په اړه لیکل شوي وو:( وايي چې د بايزيد نيکه گان له کندهاره د وزيرستان د کاڼی کوړم يا کانی کرم سيمې ته تللي و.)مګر دغه بیان په خوشحال پېژندنه کې، پوهنوال استاد شاولي خان (کاڼي ګورم) راوستي دي. دا وړ کلمې دشعر موسیقت ته تاوان رسوي.

 دريېمه ستونزه دکلموترمنځه تناسب دی. دکلمو نه انډول یا د تناسب نه شتون دبیت په داخلي جوړښت کې تعقید را ولاړوي. تعقید د عربي ژبې لفظ دی او د غوټې، ګنډې او تړلو مانا ورکوي. همداسې په شعر کې د تعقید د تړلو او یو ځای کولو مانا لري.

   په شعر کې د تعقید نه مطلب: دوه بې ځایه او بې موقع، لفظونو یو ځای کول دی. چې دا هم د وینا له عیبونو څخه شمېرل کیږي. دمثال په توګه درحمت الله حکیمي دا بیت ګورئ:

یوه شیبه چې مینه او رڼا غاړه غړۍ وي

هغه دم به ښکلا او پکتیکا غاړه غړۍ وي

                                                   رحمت الله حکیمي

     په پورتني بیت کې مینه او رڼا متناسبه خبره نه ده؛ بلکې که مینه او ښکلا غاړه غړۍ وای نو له یوې مخې به يوڅه ، تناسب پیدا شوای وای او بل به د بیت مانیز جوړښت،غښتلی شوی وای. تاسې دمرحوم پسرلي صیب دا بیت ، نه دی اوریدلی؟

حسن به ساه وبولو جند یې مینه

ښایست وي پټ خو کړي څرګند یې مینه

                                            محمد صدیق پسرلی

     دپسرلي شعر دمانیز تسلسل په لحاظ څومره غني او دقیق دی، مګر حکیمي صیب یو ابهام رامنځ ته کړی دی. دوهمه مسره خو یې هیڅ ارتبات ورسره نه لري. د مینې او رڼا کلمې خو پر ځای پریږده.

د ادب تر ټولو وزمینه ونډه د مصر تر منځه ارتبات او تسلسل دی. شعري، ارتبات د مانا په جوړښت کې کلکه ونډه لري او په بیت کې معنوي تړاو رامنځته کوي. د ادب با ذوقه او لا متنافره لوستونکي ، د همدې، زاویې نه د شعر تول کوي. همدغه ارتبا ت شعر لطیف کوي او د شعریت اعلی غوښتنه دبیت نننی شکل دی. شاعر مجبور دی چې له همدې زاویې د شعر په ما هیت غور وکړي.

     لوستونکی د بیت داخلي ماهیت د دواړو مصر تر منځ د تسلسل کیفیت ته متوجې وي. شاعر ته دا لا زمه ده چې د مصر و ترمنځه همدغه لطیفه زاویه او د بیتونو تر منځ، وحدت غښتلې کړي. اکثره بې مطالعې شاعران د دغو اصولو سره موازي نه دي او د شعر انسجام یې شعري نه وي. خوند او رنګ یې پیکه او د لیل یې د نه منلو وي.

   د شعر انډول دانه دی چې کلمات او مانا دې هیڅ ارتبات سره ونه لري؛ بلکې دا دی چې کلمات باید مانا ته محتاج کړو؛ ځکه چې د شعر باطني خصلت همدې ته اړتیا لري.او دا هغه شی دی چې مضمون لطیف کوي. تاسې یې دغه مثا لونه، وتلی چې څومره غني او پر ځای دي:

دغونچې غوندې سرخي یې بدرګه ده

قافله د شها مت درومي سبا شو

                                   استاد فضل ولي ناګار

شېبه مخکې په دې ځای کې څوک ولاړ وو
دا چې اوس دلته ولاړ ګل د نرګس دی

                                                   طایرځلاند
د ادم کیسه رنګینه په شیطان شوه
په نخرو راځه اوباله په لمانځه کې

د بنګړو په شړنګ سجده شوه سندریزه
موسیقي یې کړه حلاله په لمانځه کې

                                         استاد فضل ولي ناګار

د خندا سلسله مه ختموه خانده

داسې نه چې د سپرلوعمرونه کم شي

                                          طاهرکلاچوي

شونډې دې ولې پرې ونه سوځېدې
لکه سور اور ترې ورېده موسيقي

                                      محمد حنیف حیران

  همدغه هنر دی چې په پورتنیو بیتونو کې یې یو غوره ترتیب او توازون راوستی دی.همدغه هنرمند که وغواړي دریاب ته روح، مځکې ته ساه،درد ته چیغې، مینې ته د اور جامې ورکولای شي. ښه شاعري هغه ده چې هیت یې له ماهیت سره لازمه برابري یا تناسب ولري.

 د خبرې غیرعادي والی د شعر اصلي مزاج دی. ګرده نړۍ په تکراري جملو بوخته ده. که شاعري عامه کړو،ښه داده چې بیخي مخ ترې واړو.

 دشاعر ذوقي بصیرت باید دومره غښتلی وي چې کوډ ګرې خبرې د شاعرۍ معیار وګرځوي. ساده او عامې خبرې دماشومانو په خوله خوند کوي .لویان باید دخبرو،جوله بدله کړي.

 په پوهنتون کې د نوید زیري خونې ته ورتلم. دحضرت الله ارغوان سره یو ځای اوسیده. ارغوان راته کوله چې: (نن مې دلمردشغلو بوی محسوس کړ) دلمر شغلې، دبوی مزاج نه لري. ولې ددې خبرې کیفیت ډیر لوړ دی. دده مطلب دا و چې د لمرنه مې خوند واخیست. په ژمي کې لمر د سړي ډیر ښه ایسي.

دا نو اوس غیرعادي، بیان دی. که دپورتنۍ جملې، ژبنی جوړښت تغیر نه وای کړاې ، ممکن اوس به مو په یاد نه و. تر دم ګړۍ همداسې ډیرې خبرې شوې، اوریدلې مو دي، مګر ټولې یې رانه هېرې شوې دي. د ارغوان صیب بیان ځکه اغیزمن و چې غیرعادي بیان و. دایو خیالي بیان دی. موږ چې وایو خیال دروغ نه دی. مطلب مو همدا غیرعادي بیان وي. د تخیل فطرت دا نه دی چې د ګرمۍ په اړه دې خبرې وکړي. د تخیل مزاج همدغه مشاهده ده. او د شاعرۍ ژبه همدغه وړ لطیفه او باریکه کیږي.

 دا چې ځینې وایي چې شعر د فطرت انځورګري ده، ممکن اپلاتون په همدغه شي نقد کړي وي او شاعران یې له جمهوریته ایسته کړل، مګر موږ اپلاتون ګرم نه بولو. هغه دا فکر کاوه چې دغه انځورګري کټه مټه را اخیستل دي. مګر دغه عکاسي کټه مټه را خیستل نه دي. نقل د عامو خبر و کار دی. نقل داپلاتون کار دی. ټول جمهوریت یې ولوله پرې پښیمان به شې. بد به دې ترې راشي. زموږ هنر د ژبې غیرې عادي والی دی. دغه دفطرت انځورګري او تصورات په بل ډول وي. یو ذهني انځور ترې پیدا کوي. دغه عکاسي د مشاهدې بیان وي. دمشاهدې بیان ریاضت غواړي. تخیل غواړي. نو پاسکال او اپلاتون په دې څه پوهیږي.

پاسکال دریاضي لوی عالم و. ولې دبشر لوی عالم نه شي کیدای. دی! د تخیل له نعمته منکر شوی و.او له تخیله منکریدل ناقصه تګ لاره ده.

   که شاعري الفاظو ته نوې مانا، نه وای ورکړې، دنیا به د ساینسي پرمختګونو زانګونه وای. اوس خلک ورو ورو پوهیږي چې شاعران له یو لفظ څخه څو نورې مانا وې راباسي. نوله اوسپنې، خاورې ، ونو، بوټو…او نورو مادي شیانو څخه ولې بل شی، نه شي جوړیدلای.الله تعالی(ج) چې په دنیا کې څه پیدا کړي ټول ګټوردي.

   فطري شاعري په غیرعادي بیان باندې رامنځته کیږي. فطري شاعري دانه ده چې د مور په نس کې خدای (ج) چاته هبه کړې وي. همدغه فطري شاعري ده چې خبرو ته بل ډول ورکوي. هغه د غضنفر صیب خبره: دژبې په حاضراو غایب چورلیز کې دغیرې عادي حالت رامنځته کولو وسیله ادبیت دی. ډاکتر احسان الله درمل د ادبیت په اړه وایي :کله چې دوه، ادبي او غیر ادبي متنونه چې یوه موضوع بیانوي، د دوي ترمنځه دژبنیو توپیرونو څرګندول ادبیت دی. تاسې یې لاندې بیتونه وګورئ:

اورمې په زړه پورې کړو تنکي ارمان

لګي دماشوم نه په کاله کې اور

                            رحمت الله درد

زما زړه یې کله رانیو ستا له زلفو

که هرڅو یې شانې تاوکړل مړوندونه

                             کاظم خان شیدا

چې همیش لکه مجنون په صحرا ګرځې

بوی دچا دزلفو درغی شماله

                               کاظم خان شیدا

شاته خو وګوره قدم پسې دې
په هر قدم کې دې راشنه موسيقي

باڼه دې څه په بيا بيا وځمبول
لکه خمار ترې ورېده موسيقي

                             محمد حنیف حیران

ورخساو وته یې لاس غزوي زلفې

تماشا ددې چمن کا ګل چیني هم

                               کاظم خان شیدا

     دبیتونو د شعري هنر، په تخلیق کې غیرانساني شیانوته، انسانې حیث ورکول شوی دی. مانا دا چې کومه تمه د انسان څخه کیدا شي یا کوم کار چې انسان ته منسوب وي یا ورپورې تړلی وي دهغه کار تمه دغیرانسان څخه وشي.

   دهنرخاصه ناپدید توب دی.همدغه هنر دی چې بیان یې له عادي حالته غیرعادي حالت ته راوستی دی.ارمان، زلفې، شانه، وږمې، باڼه په شاعرۍ کې دومره استعمالې شوې چې په شمېرلو یې ناتوانه کیږو.درد صیب ارمان ته انساني کردار ورکړی دی. ارمان ته یې روح ورکړی دی.ارمان اور پورې کوي.د اور لګول دانسان کار دی.مګر دغه اور پورې کول یو بل ډول اور پورې کول دي.

     شیدا صیب زلفوته همدغه کردار ورکړی دی. زلفې څه شی نه نیسي.او نه خو مړوندونه لري. او کمنځه انساني زور نه لري چې په چا دې لاسونه تاو کړي. ولې دغه حقیقت یو خیالي سبب لري. زړونه په مخ مینیږي. بیره چې دستنیدو تکل کوي، نو زلفې یې ونیسي. زړونه که له ګوکله رابهر شي، نو انسان به ووژل شي. ولې دا یو ثابت حقیقت دی چې زړه په چا باندې مینیږي.او بیا ټول کارونه دهغه په خوښه کوي. دا ټولې دمینې د منطق خبرې دي.چې یو علت لري.

     په شاعرۍ کې هنر دژبې غیر عادي کول دي. د سبک په پېژندنه کې تر ډیره بریده د شاعرۍ په هیت باندې غور کیږي.

   د مضمون نوی والی ممکن اکثره شاعران ولري. مګر دمضمون دارایه کولو چل ډیر مهم دی. د زلفو استعمال مو ډیر لیدلی دی.مګر دشیدا دزلفو ارایه کول ډیر ماهر دي.همداسې دا نورو بیتونو تخنیک هم درواخله.

   اوسنی شعري بهیردشعرپه موازینه کې فردي تجروبې ، نوښتونه او دشعري دودونه او فکري چارې غښتلې کوي. هنري ځانګړنه یوازې د بیان دارایې طرز نه وي؛ بلکې غښتلی انځور، تخیل، موسیقیت، فکر،عاطفه، تصوف، فلسفه، منطق، اخلاق، ټولنیزې کړنې… سره یو ځای یوه غښتلې خوا رامنځته کوي او دغه شیان ټول په مضمون کې راځي.مضمون دشاعرۍ ایینه ده.کله مو چې دشعر ظرافت او هنر سم نه ول،مضمون هم اغیزمن کیدای نه شي.دښه مضمون ارایه کول په غیرې عادي بیان باندې رامنځته کیږي.دکلمواو تورو په سم انسجام باندې رامنځ ته کیږي.داچې مضمون څه وړنوی کیږي،او په مضمون باید څه وړ نیوکه وشي؟ په مضمون افرینۍ کې یې لوستلی شئ.

د لیکوال نورې لیکنې

67 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *