Categories

اعلان

Loading…

ولسمشرغني د سید اباد د پېښې په خاطر د وردک ولایت له ولسه بخښنه وغوښته

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /جمعه/ میدان وردک ته لاړ چې د دغه ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو له لوري د ۹ تنو ملکیانو پر وژل کېدو خواخوږي څرګنده کړي.

له ولسمشر غني سره د میدانښار په دې سفر کې د کورنیو چارو وزیر، لوی درستیز، د ملي امنیت مرستیال رييس او یو شمېر نور چارواکي ملګري ول.

ولسمشر غني د میدان وردک ولایت له قومي مشرانو، او سپین ږیرو سره په غونډه کې د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونو په استازیتوب د سید اباد د پېښې په خاطر بخښنه وغوښته او د پېښې د قربانیانو د کورنیو له غړیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

ده وویل چې د دې پېښې عاملان نیول شوي او تحقیقات ورڅخه روان دي.

ده له خلکو وغوښتل چې حکومت ته وخت ورکړي چې د عدالت د پر ځای کولو لپاره اصولي ګامونه واخلي.

ولسمشر د میدان وردک له اوسېدونکو وغوښتل چې په خپل ولایت کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره ولسي پلان جوړ کړي او له حکومت سره دې شریک کړي.

ده وویل چې راتلونکی کابل به د اوبو او مځکې کال وي او هدف دا دی چې هیواد د غنمو د تولید په برخه کې په ځان بسیا کړي.

83 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *