Categories

اعلان

Loading…

یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو د تېر حکومت چارواکو د ثبات او ساتنې په نوم شورا جوړه کړه

تاند- یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو، د کرزي د حکومت چارواکو او د دولت غړیو نن د افغانستان د ساتنې او ثبات په نوم د یوې شورا د جوړېدو اعلان وکړ.

دوی، چې پر حکومت یې نیوکې کولې او د سولې پر پروسې شک څرګنداوه، ادعا کوله چې دا شورا یې د اوسنیو ستونزو د هوارولو او د نظام د ملاتړ د حللارو د موندلو لپاره جوړه کړې ده.

د دې شورا برخوالو په انتخاباتي کمیسیونونو کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره د مشورتي لویې جرګې د رابللو، پر روانو ننګونو جوړجاړي ته د رسېدو، د تېرو ۱۴ کلونو د بریاوو د ساتنې او له طالبانو سره د سولې د خبرو په وړاندې د واضح دریځ د خپلولو غوښتنې وکړې.

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وویل چې اوسني وضعیت دوی مجبوره کړل چې په افغانستان کې د ساتنې او ثبات شورا جوړه کړي.

سیاف په عین حال کې وویل چې دوی هڅه کوي چې حکومت او نظام وژغوري نه دا چې ړنګ یې کړي.

سیاف وویل چې د ملي یووالي د حکومت له موافقې سره سم باید د صدارت د چوکۍ د رامنځته کولو لپاره په اساسي قانون کې د بدلون او د ولسي جرګې د انتخاباتو په خاطر لویه جرګه جوړه شي.

ده وویل، انتخابات په خپل وخت ونه شول او مشورتي لویه جرګه هم را ونه بلل شوه، نو په داسي حال کې پکار ده چې عنعنوي لویه جرګه جوړه شي.

سیاف له طالبانو سره د سولې د خبرو په باب وویل، باید دا څرګنده وي چې افغانستان له چا سره د سولې خبرې کوي- پاکستان، القاعده او که طالبانو سره؟

سیاف وویل، د هغې سولې مخالف نه دی چې د افغانستان عزت پکې تضمینېږي.

غونډې ته د ولسي جرګې پخواني رييس یونس قانوني وویل چې د افغانستان د بقا او هغو پلانونو په وړاندې اندېښمن دی چې له افغانستانه دباندې د دې لپاره جوړېږي څو افغانستان د تروریزم پر مرکز بدل کړي.

د ولسي جرګې غړي عبدالروف ابراهیمي، عبدالهادي ارغندیوال، صادق مدبر او د کورنیو چارو پخواني وزیر عمرداوودزي هم خبرې وکړې.

ابراهیمي د ملي یووالي حکومت په خپلو ژمنو کې په پاتې راتلو تورن کړ او داوودزي د سولې په پروسه کې د پاکستان پر نیت شک څرګند کړ.

338 total views, 1 views today

15 comments

  1. shakir Reply

    تر هغه چی همدغه په دروغو د جهاد ټیکدران ژوند وی د افغانستان به بربادی وی.

  2. Mirajmal Reply

    ملت نور پر تاسو باور نه کوی تاسو باور له لاس ورکړی له همدی حکومت له برکته تاسو تراوسه غوړه ډوډی خوری نوش جان مو نور حکومت نه غیبت بعث کړی چی هیځ فایده نلری

  3. نصرت اله بصیرت Reply

    څه خلک ملک ولاکه به مو ټل وهلی وی تول د مینی غله یی

  4. sangin Reply

    زه دې ټولو په اصتلاح جهادي مشرانو ته وایم ستاسو تېر کارونه خلکو ته ښه مالوم دي. دخدای په لحاذ ستاسو له خیره مو توبه خو شر مه رارسوی

  5. Gul Reply

    على بابا(سياف) همراى چهل دورزد

  6. Helal Reply

    دا شه کار دی. کوندی حکومت خپلو تیروتنو ته متوجه کری

  7. Azam Reply

    یاره دې وطن کي ټول معیارونه او ارزښتونه له منځه تللي که نه نو دشرم په نوم که دوي څه پیژني باید دوي له دې خبرو لاس واخلي ، یا يې په موږ د احمقانو خیال کړی ، ستاسي په خبرو کوچنیان هم نه غولیږي ، دا څه معنی حکومت ژغورم او دا نه غواړم چي ړنګ شي ( ژغورل دا چي ما ته ځای په کي راکړي ) یا دا سي سوله چي دافغانستان عزت پکي تضمین وي ، سوله به راسي دا ټول یقین لري د افغانستان عزت به تضمين وي خو ستا عزت به پکي نه وي تضمین ، ته و خدای ورباندي خوشحاله به شې ؟ تاسي ټول ښه پیژني !!
    رحمان اله

  8. سمسور افغان Reply

    هیواد والو تاسی ولیدل چه یو ځل بیا دغه شومه پدیده د خپل ایران بادار په اشاره سر را پورته کوي. اوس چه د ملت د اقتصاد د پیاوړتیا ښه خبر د ټاپی پروژه او د ډبلیو ټی او د غړیتوب خبر تر لاسه شو او ممکن افغانۍ لږه نوره ارزښت پیدا کړی. دوی داسی د بیثباتۍ غږ پورته کوی چه دا د ملت خوشحالی له ملت نه را واخلي. لعنت پر داسی رهبرانو شه.
    ملت نور پر تاسی باور نه کوی. د جهاد په نوم مو د ملت هډوکی وشپیلی. یو ځل بیا غواړۍ چه له دولته امتیازیات واخلي. خدای دی دوی نور تباه کړی. په دولت کی هم غوښوره ونډه همددوی ده. دولت هم ددوی په لاس کی دی او اشرغفنی د کارونو خنډ هم همدوی دي او بیا وایی چه دولت پاتی راغلی دی. کور مو وران ته چه پاتی راغلی خو بیا دولتی ټول څوکۍ پریږدی غنی بابا ته چه هغه یی سنبال کړی او بیا چه ویی نه شو کړای انتفادونه پری وکړۍ. د کار خلک نه یاست د ژوری مثال لرۍ د دولت او د ملت وینی مو وزبیښل نور هیڅ فایده ملت ته نه لرۍ. تاسی او خدای چه تاسی کله هم په داسی غونډو کی د خپل تنظیم کومی لاسته راوړنی لري چه ملت ته یی په افتحار ووایاست چه مونږ دا وکول یا هغه وکړل. صرف ۱۴ کلونو کی مو ځپلی خیټی ډکی کړی دی، خدای مو په جهنم کی وسوزاوه د بیت المال په سر. تاسی به انشا الله په دنیا او اخرت ذلیل یاست څکه هم قاتلان یاست هم مو ملت وژلی او هم مو بیت المال ټول لوټ کړ او هم مو څپیڅلی دین د شحصی موخو لپاره استعمال کړی دی. تاسی خپل پروردګار ته هم مخلص نه یاست څکه چه تری ډار نه لرۍ، او ډار تری څکه نه لرۍ چه پری باور نه لرۍ. خو یاد لرۍ چه هیڅ هم نه شۍ کولای دا ځل، د بی ۵۲ زور تر نورو دمخه تاسی ته ښه معلوم دی. او غره ته هم تاسی دا څل نه شی تللی. هلته طالبان او داعش د ستاسی میلمستیا ته انتظار ناست دی، او تاسو نه شړیدلي میښی جوړی دي د غره ته د تللو نه ناست او نه به دا بلډنکونه او مارکټونه پریږدۍ. صرف ملت ډاروۍ او د ملت اقتصاد ته د خپل بادار په اشاره ضربه ورکوۍ. هسی غټی ګیری خو سکان هم لري. والسلام

  9. Afghan Reply

    Salaamona.
    Governament of Afghanistan must take them and put them in Jail.They are Killer robber and rapper.About 15 year they worked for ISI.they distrid Afghanistan

  10. رحیم شاه Reply

    زه دی خلکو ته حیران یم چی دی خاینانو غون‌‌‌‌‌‌ډی ته ځی دا ابراهیمی صاحب چی قندوس سقوت کی لاس مرهم وو او بیا د وطن ساتنی غږ هم دی مردار خولی راووځی .بسم الله چی کورنیو چارو وزیر وو نو د پچو غل ووښود او همداسی نور زه نه پوهیږم چی دی ارامی راوړل غواړی که نا ارامی او ملت هم تراوسه ددی خلکو په راز تفکیک نشی کوی

  11. Ruh Reply

    ددوی په باره کی یو شاعر لیکی . ما په کعبه کی درته کړی ده قران وطنه -څو زه ژوندی یم ته به یی همداسی وران وطنه
    دوی هماغه د کعبی قران وهلی دی رښتیا هم تر څودوی له وطنه ورک نه شی دا وطن نه جوړیژی
    دا بی شرمه بی حیا خلک په لکونو افغانان دوی شهیدان کړل په ملیونونو ډالر غلاوی یی وکړی اوس هم ځان ددی وطن خدمتګار بولی دوی بی شرمه خلکو ته بکار دی چی خپل ځانونه په یو سطل اوبو کی دوب کړی نه چی اوس هم د ملت مخی ته کوکری کوکری کیژی.

  12. Hassan Reply

    ماشاالله . زمونږ ځوانان اوس څومره پوه او بیدار شویدی . دوی نور د علی بابا د څلويښتو غلو په شومو توطیو اوپلانونو ښه پوهیږی.
    سیاف خو هسی ځان د تروو مچ جوړ کړی . خو د کلی خلک یی د خیرک ابی هم نه بولی.د پنجشیری ورونو په قول سیاف له ځانه ګاو شیری جوړ کړی او په هر خیرات کی ناست وی. سیافه ته د افغانستان د دولت له بودیجی یعنی بیت المال نه هره میاشت د خپل وکالت لپاره دری څلور سوه زره افغانی معاش ، د دسترخوان خرڅ ، باډی ګاردان ، دولتی موټر او…. اخلی ستا ترڅنګ ابراهیمی د ولسی جرګی رییس او مسلم دښمن خو د مشرانو جرګی رییس دی . دوی په کوم جرات د دی دولت مخالفت کوی؟ دوی فقط د خپلو غلاوو او چور شویو مالونو اومځکو د ساتلو لپاره د هلاکت او بربادی شورا جوړه کړی . د دری ژبی مشهور متل په حساب آزموده را آزمودن خطاست . له دوی نه د اشرف غنی او عبدالله دوه سری حکومت زرواری ښه دی . الله ج د هلاکت او بربادی شورا مشران تل ناکامه او شرمنده ولری. آمین

  13. خالده خالد Reply

    څه تماشې دي
    اې ځان ،دنیا، قدرت داوغان ولس په وینورنګ لاسو ته غره انسانانو! تاسې یوځل جهــــــادتعریف کړئ چې څه معنااو دڅه لپاره جهـــاد پکاردئ ؟؟؟ جهـــــــادتاسوکړئ که ولس کړئ اوکوي ئې ؟؟؟
    اې دکابل ښاردلسوتنظیموپادشاهانو،اې کاذبوجهادیانو،اې دکابل بانک دپیښې مبتکرینو،اې دخلکو دځمکې او شتمنۍ استعمارګرو،اې دلاجبراوبیروج دکانونوغاصبینو،اې دکابل، وردګ، کندهار، هلمند، ننګرار، پکتیا، کندوزاوټول افغانستان دبربادئ مسولینوبیامودکومې فسادي دسیسې پلان طرح کړئ ؟؟؟ تاسې یاست چې ولس موټولې نړئ ته ټیټ اوشرمولئ تاسویاست چې دافغان په نامه مودنیا ته دخیرات لاس اوږد کړئ ۰اې په جنګ او فساد محتاطو لیډرانو!رب دې ستاسو دظلم ټغردرټول کړي ۰

  14. wali khan Reply

    داټولنه دچور چپول ،علا، عصب لپاره جوړه شویده ،دابیچارګان اوس پدی ډاریږی چی کوم شهرکونه مونګ جوړکړی ، کوم بلند منزلی چی مونګ جوړ کړی دارانه بیرته وانه خستل شی، تا سی ددی ګروپ دامشران ټول وګوری چی به دی څوارلس کالو کی او دینه مخکی وختو کی دملت لپاره کوم دخیرت کار کړی بی غیر دعصب ، دبدما ش روژل، دمظلوم ځورولونه ، تا سی به خوار ولس به مختلفو نومون خطا با سی خو دقیا مت په ورځ به دی نه داعصب شهرک ، دابدما شان او دنه دا دمظلوم ولس دوینو په دریاب کی بیړی دغذاب څخه خلاص کړی ، اوس هم سری وخت دی نور داخپل الله(ج) سره او خپل ولس سره دوکا مکوی کنه قبر تاسی ته ځای نه درکوی، دقبرو نه به مود سپیانو اوازونه وځی ، ماران به استا سو قبروکی پیداشی اولادونه به مو استا سو په نومونو شرمیږی

  15. abid Reply

    لومړی خو باید دوی ته جهادی مشران ونه ویل شی باید جنګی مشرانو لقب دوی ته ورکړل شی د څه شی جهاد یی کړی د پیسو ټولولو او د مظلومانو د ځورولو دوهم داچی دا شورا ددوی د ګټو او ځان د ثبات او ساتنی په مانا دی نه د ملت او دو ی مخکی کوم اعمال کړی چی اوس به نور وکړی یوازی هغه خلک پکی راټول شوی چی پدی حکومت کی ورته څوکی نده رسیدلی او ددوی غوښتنی نه عملی کیږی او بس نور هیڅ هم نشته

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸