Categories

اعلان

Loading…

د امریکا دفاع وزیر پر امنیتي وضعیت د خبرو لپاره افغانستان ته راغی

تاند- د امریکا دفاع وزیر اشتن کارتر نن په یوه نااعلان شوي سفر افغانستان ته راغی او په بګرام کې یې له امریکايي پوځیانو سره وکتل.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی کارتر نن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو امنیتي حالاتو او د سولې په بهیر خبرې وکړي.

کارتر په داسي حال کې افغانستان ته راغلی چې د راپورونو پر اساس په دغه هیواد کې تشدد زیات شوی او د اسلامي دولت یا داعش په نوم وسله والې سختدریځې ډلې هم سر راپورته کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د متحدو ایالتونو دفاع وزیر به د افغانستان د سفر په لړ کې له افغان چارواکو او امریکايي قوماندانانو سره وویني.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان په وروستیو ورځو کې وویل چې له سوریې او عراق څخه وسله وال سختدریځي د افغانستان په ختیځ کې د دې ډلې له وفادارو سیمه ییزو وسله والو سره یوځای شوي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي په قول وايي چې دوی فکر نه کوي چې په سږني ژمي کې دې، چې د جګړې د کمېدو فصل دی، د جګړې شدت په ځانګړي ډول د افغانستان په جنوب کې زیات کم شي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې له افغان چارواکو سره د اشتن کارتر د خبرو یوه موضوع به افغان امنیتي ځواکونو ته د اې-۲۹ سوپر توکانو الوتکو د ورکړې مسله وي.

ټاکل شوې ده چې افغان هوايي ځواک ته دا الوتکې د ۲۰۱۸ کال تر پایه ورکړای شي.

297 total views, 2 views today

2 comments

  1. سلیمان Reply

    که چیرته تر ۲۰۱۸ کال پورې افغانستان د نړۍ په نقشه پاتې وي نو بیا به دوی د هوایي ځواک سره د الوتکو مرسته وکړي، خو د هیواد دې حالت ته په کتو سره دومره امیدواري نه ښکاري. سوال دا دی چې دا زمونږ باداران خو په افغانستان کې ډیر قوي بيسونه او غښتلې هوایي ځواک لري نو دوی د څه شي انتظار کوي او د څه لپاره هلته پراته دي؟ دوی مونږ ساتي او که په مونږ ځان ساتي؟ جنرالان یې د داعش لپاره تبلیغ هم کوي او د افغانانو په منځ کې د هغوی د وحشت ویره هم خپروي.

  2. Aman Reply

    دی افغانستان تش په نامه بی سره اوبی پښو حکومت نور له امریکا څه تمه لری دا ټولی نړی ته معلومه ده چی امریکا دی اسلام دشمنه ده او شپه او ورځ کوشش کوی چی په هره طریقه کښي باید مسلمان ووزنی که هغه طالب وي او که دی دولت مسوولین وی اوس افغان ولس ته پکار ده چی دالاس پوڅی حکومت ړنګ کړی او بلخصوص له امریکا سره امنیتی پیمان لغوه کړی. امریکا دخپل حریف لپاره یعنی روسیه غواړی چی افغانستان او مسلمان استعمال کړی نور که دا دی قدرت ټیکه داران نه پوهیژی دی ویتنام له جګړی نه شروع او بیا دی عراق لیبا سوریه ته دی یوه کنته وکړی. دا باید سل په سله اطمینان ولری چی امریکا زمونږ دشمنه ده او غواړی چی دین اسلام او ناموس مو. له بین یوسی. نو همت وکړی او دا لوی استعمار. په مقابل کی په کلکه دفاع وکړی که نور نه پوهیژ نو لری نه خپل شاه او خوا وګوری چی څه. موصیبتونه در ته جوړ کړی دی. لکه اربکیان چی نه خپله ناموس لری او نه دی نورو په ناموس هیله کوی. او له بلی خوا دا په نوم معدنی ټولنی چی کوشش کوی دی افغانستان پاک او سپڅلی خلک دي دموکراسی په نوم له لاری وباسی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2