Categories

اعلان

Loading…

هندي ال راونډر د افغان کرکڼ لوبډلې د باولینګ روزونکی شو

تاند- د هند پخوانی ال راونډر لوبغاړی منوج پرابهکر د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې باولینګ کوچ یا د توپوهنې روزونکی وټاکل شو.

دی به د راتلونکي کال د ټي ۲۰ یا د نړیوال شل اوریز جام تر پایه د افغان ټیم د باولینګ د روزونکي په توګه کار ته دوام ورکړي.

پرابهکر اوس د هند د نویدا په شهید ویجې سینګ پاتیک سپورتي کمپلیکس کې افغان لوبغاړي د زیمبابوې په وړاندې مسابقې ته تیاروي.

هند دا لوبغالی افغانستان ته ورکړی چې په نړیوالو مسابقو کې د کورني لوبغالي په توګه ورڅخه کار واخلي.

افغانستان تېره میاشت له زیمبابوې څخه د مسابقو لړۍ وګټله. د افغانستان نولس کلنو ټیم هم پر له پسې ۳ مسابقې له خپلو زیمبابوې والو سیالانو ګټلې دي.

پرابهکر وویل:«خوشاله یم چې افغان ټیم ته لارښوونه کوم. دوی خورا ښه استعداد لري او زه پرې باوري یم، په راتلونکو کلونو کې به د افغانستان لوبډله په ټولو برخو کې د یوه غښتلي ټیم په توګه ظهور وکړي. دوی ثابته کړې چې په سم ډول د لوبو تاکتیکونه زده کولی شي.»

87 total views, 1 views today

1 comment

  1. Mirajmal Reply

    د منوج پرابهکر ټاکل کیډل دفغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې باولینګ په برخه کی په ډیر فایدمند تمام شی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *