Categories

اعلان

Loading…

افغانستان ته د سوداګرۍ په نړیواله ټولنه کې غړیتوب ورکړای شو

تاند- افغانستان ته نن /پنجشنبه/ د نړیوال سوداګري سازمان د وزیرانو په غونډه کې د دې ټولنې د یوسلو څلور شپېتم هیواد په توګه غړیتوب ورکړای شو.

د نړیوالې سوداګري ټولنې مشرې امینا محمد په دې سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د اعلانولو په مهال وویل:«په دې اعلان خوشالي احساسوم چې د افغانستان اسلامي جمهوریت ته په دې ټولنه کې غړیتوب ورکړای شو.»

دې همداراز وویل چې په دې ټولنه کې د افغانستان غړیتوب د دې بله نښه ده چې نړیوال پر دې سازمان باور لري.

دا پرېکړه د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې د سوداګرۍ د نړیوالې ټولنې یا ډبلیو ټي او د څه باندې ۱۶۰ هیوادونو د اقتصاد د وزیرانو په غونډه کې وشوه.

2په دې څلور ورځنۍ غونډه کې د افغانستان د اجرايي رييس لومړی مرستیال انجنیر محمد خان ګډون کړی دی.

د غونډې په ترڅ کې د ډبلیو ټي او د اقتصاد وزیران د راتلونکو کلونو لپاره په خپل منځ کې سوداګري اړیکې تعریفوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو مرستیال وزیر محمد زمان مزمل وايي چې په ډبلیو ټي او کې د افغانستان غړیتوب به له ګاونډیو هیوادونو سره په تجارتي معاملو کې افغانستان ته ګټه ورسوي.

د سوداګري چارو ځینو افغان کارپوهانو ویلي چې په ډبلیو ټي او کې د افغانستان ګډون به په هغه صورت کې چې پاکستان بیا د سوداګري موافقو سرغړونه وکړي د افغانستان لپاره یوه مرجعه پیدا شي چې شکایت ورته وکړي.

په همدې حال کې هند نن په نړیوال سوداګري سازمان کې د افغانستان په غړیتوب خوښي څرګنده کړه، ویې ویل چې په دې نړیواله ټولنه کې غړیتوب به له دې اسیايي هیواد سره مرسته او ملاتړ زیات کړي.

15 total views, 1 views today

5 comments

  1. Mirajmal Reply

    این یک قدم خوب برای رشد اقتصاد کشور ما و هم چنان باوری جامعه جهانی بالای حکومت افغانستان باید حکومت افغانستان از این فرصت کاری برای حل مشکل تجاران افغان دست به کار شوند

  2. Mirajmal Reply

    این یک افتخار ملت و حکومت است

  3. حضرت سهاک Reply

    د سوداګرۍ په نړیواله ټولنه
    د سوداګری نړیواله ټولنه یو بین المللی سازمان دی چی په انګلیسی کی ورته World Trade Orgainzation (WTO)
    وایی داسازمان یا ټولنه د سوداګری نړیوال قوانین تنظیم او د خپلو غړیو هیوادونو ترمنځ سوداګریز اختلافات حل وفصل کوی. د دی سازمان غړیو هیوادونو شاوخوا 30 موافقتنامی سره امضاکړی دی . مرکز یی د سویس هیواد د ژنیو په ښار کی دی افغانستان 164 هیواد دی چی غړیتوب یی حاصل کړ. د سوداګری نړیواله ټولنه د 1995 کال د جنوری له لومړی نیټی نه راپدیخوا رسما جوړه او په فعالیت یی پيل کړی دی.
    پاته دی نه وی چی زمونږ لویدیز ګاونډی ایران هم د 1996 میلادی کال د جنوری له 19 را پدی خوا د دی سازمان د غړیتوب حاصلولو لپاره غوښتنلیک سپارلی وو چی په پای کی د 2005 کال د می له 26 راپدیخوا د دی سازمان دناظر په صفت قبول شوی.
    تر 2012 میلادی کال پوری دا لاندی هیوادونو د دی سازمان اصلی غړیتوب نه وو تر لاسه کړی: ایران ، عراق ، لیبیا ، سوریی ، بلاروس ، الجزایر ، بوسینا ، صربستان ، سودان ، ازبکستان او قزاقستان .
    د افغانستان شاملیدل په دی نړیوال سازمان کی یو لوی امتیاز دی چی نړیوالو زمونږ هیواد ته ورکړ اودا به زمونږ د کورنیو تولیداتو او نړیوالی سوداګری په ډیریدو کی مرسته وکړی.
    افغانستان معمولا چرمی تولیدات ، د حیواناتو پوستکی ، وچه او تازه میوه ، قالینی خارج ته صادروی چی په مقابل کی نقلیه وسیلی ، د سون توکی ، ماشین آلات ، برښنایی وسایل واردوی.

  4. Helal Reply

    دا دیر شه زیری دی

  5. qasem Reply

    دا دافغانستان له پاره ډیر ښه فرصت دۍ نو هیله ده چې چارواکي له دي څخه ښه ګته تر لاسه کړي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *