Categories

اعلان

Loading…

نولس کلنو افغان لوبغاړو له زیمبابوې ۳ لوبه هم وګټله

د کرکټ بورډ خبرپاڼه – افغان ملي نولس کلنې لوبډلې په دریمه یو ورځینۍ سیالي کې هم د زمبابوې ملي نولس کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب د هند په ګریټر نویډا نړیوال کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او زمبابوې ملي نولس کلنو لوبډلو ترمنځ دریمه یو ورځینۍ سیالي هم د افغان ملي نولس کلنې لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیده.

ددغې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. افغان ملي نولس کلنې لوبډلې د سیالۍ په ۴۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره زمبابوې ملي نولس کلنې لوبډلې ته د ۱۹۶ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې اکرام فیضي ۵۲ او ناصر خان ۴۱ منډې جوړې کړې.

د زمبابوې ملي نولس کلنې لوبډلې ورکړل شوی ترلاسه نه کړای شو او د سیالۍ په ۳۱ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۲۱ منډې جوړې او لوبه یې افغان ملي نولس کلنې لوبډلې ته وبایلله. د ملي نولس کلنو لوبغاړو له ډلې ضیاءالرحمن اکبر ۲، مسلم موسی ۲، ظاهر خان ۲ او راشد ارمان یو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ټولو هیوادوالو ته د نننۍ بریا مبارکي ووییله او زیاته یې کړه چې، زموږ کرکټ په هره کچه وده کړې او د ملي لوبډلې ترڅنګ مو نولس کلن لوبغاړي هم د کرکټ اوږده مخینه او د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو ته ماتې ورکوي.

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي هم ټولو هیوادوالو ته د نننۍ بریا مبارکي ووییله او زیاته یې کړه چې، زموږ نولس کلن لوبغاړي هم د ملي لوبډلې په څیر د تاریخ جوړونې په هاند دي او د زمبابوې ملي نولس کلنې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره به په هره کچه زموږ د کرکټ ودې ښکارندویي وکړي.

37 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *