Categories

اعلان

Loading…

سیما جوینده د غور له ولایته لېري شوه

تاند- د غور والي سیما جوینده، چې د سیمه ییزو زورواکانو او پخوانیو قوماندانانو له مخالفت سره مخامخ وه، بالاخره له دغه ولایته څخه لېري شوه.

د افغانستان د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې نن /پنجشنبه/ وویل چې سیما جوینده د کابل مرستیال والي ټاکل شوې ده.

مېرمن جوینده د سږ کال په جون میاشت کې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د غور والي وټاکل شوه. خو سیمه ییزو زورواکانو د هغې خلاف څو ځلې مظاهرې او نورې دسیسې تنظیم کړې.

د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواک ریاست د پالیسۍ مرستیال نادر یما نن /پنجشنبه/ وویل چې سیما جوینده د کابل مرستیال والي ګومارل شوې ده.

75 total views, 1 views today

1 comment

  1. Mirajmal Reply

    خانم سیما جوینده مخالف سرسخت افراط مسلح غیرمسول بود که این افراط در ولایت غور بسیار زمین ها ی دولتی وغیر دولتی را غصب کرده و همچنان در بی امن ساختن ولایت رول مهم را همین افراط مسلح غیر مسول یا ملیشه ها ی تفنک دار دست داشته و این افراط از جای دیکری پیشتبای میشوند که خانم سیما جوینده زور آنها را نه داشته چون جان خانم سیما جوینده در آن ولایت به خطر مواجعه بود

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *