Categories

اعلان

Loading…

د ادبياتو نوبل د ٢٠١٥ ګټونکې/ ګل رحمن رحماني

د نوبل جايزې د ګټلو او غوراوي په برخه کې يو معمول دادى چې دا جايزه داستان يا شعر ته ورکول کېږي، خو سوتلانا الکسيويچ يو له هغو څو ليکوالو ده چې د نوبل په تاريخ کې يې داسې يوه اثر ته د نوبل جايزه ورکړل شوې چې نه سل په سلو کې شعر دى او نه هم داستان ورته ويلى شو.

پنځه شپېته کلنه سوتلانا الکسیویچ د بېلاروس مشهوره ليکواله ده د ادبي هڅو او ليکوالۍ ترڅنګ حالاتو ډېر ځله د سياست نړۍ ته هم بېولې، خو همدې سياست د اوږدې جلا وطنۍ او نورو ستونزو درد ورڅکلى دى.

نوموړى د بېلاروس دولت له اسختوانتقاد کوونکو څخه ده او د اوږدې مودې لپاره د بيلاروس دولت له خوا ځورول شوې ده، د بېلګې په ډول دهغې ټيليفوني اړيکې تر څار لاندې وې او په عمومي ادبي ناستو کې يې د ګډون اجازه نه درلوده.

په دې اړه د خلکو د باور کچه ډېره ټيټه وه چې سوتلانا ته به سږ کال په ادبياتو کې د نوبل جايزه ورکړل شي، خو په سويډن کې د نوبل اکاډمۍ وپتيله چې نوموړې ته دې دهغې په ادبي اثارو کې د څو غږيزه روايتونو په سبب د نوبل جايزه ورکړل شي.

د سويډن اکاډمي ويلي چې دا جايزې يې اغلې سوتلانا ته د څو “غږيز روايت” په سبب چې په اوسني عصر کې زموږ د زيار او زړورتيا څرګندوى دى، ورکړې ده. د “چرنوبيل غږونه” او “د يوه اتمي ناورين شفاهي تاريخ” د هغې مشهور اثار دى.

نوموړې تر دې دمه څو لنډې کيسې، مقالې او راپورونه ليکلي، خو خپله وايي چې د بېلاروس د يوه بل ليکولا الس اداميويچ تر اغېز لاندې ده، دا اغېز په رومان کې د افرادو د خاطراتو مخامخ يا مستقيم روايت دى چې له خپلې ژبې يې بيانوي او ديوې پېښې راپور او اسناد وړاندې کوي.

کله چې د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو پر افغانستان يرغل وکړ، هغه مهال سوتلانا د شوروي اتحاد يوه له هغو داستان ليکونکو وه چې افغانستان ته د شوروي سرتېرو له رنځ او کړاو ډکې کيسې ليکلې.

نوموړې هڅه کوله چې په خپلو داستانونو کې د هغوى کورنيو او ميندو درد او سرګرداني انځور کړى چې زامن يې افغانستان ته د جګړې لپاره استول شوي وو او هلته د افغان مجاهدينو له خوا وژل کېدل.

دا هغه وختونه وو چې سوتلانا ته يې نوم ورکړ او داستانونو يې له سياسي کړيو ها خوا په ولس کې محبوبيت پيدا کړ، ځکه چې په افغانستان کې د روسي سرتېرو د برخليک په اړه ددې ليکلي داستانونه هغه څه وو چې پخواني شوروي خپلو خلکو ته نه ويل.

نوموړې خپل کتاب و سپنيز تابوت يا د افغانستان له جګړې نه د شوروي چيغې هم پر همدې سبک ليکلى چې د افغانستان له جګړې نه د پخواني شوروي اتحاد د سرتېرو د ميندو خاطرې په کې راغلي دي، ياني هغه مورګانې چې ځينو يې خپل اولادونه د افغانستان په جګړه کې له لاسه ورکړي.

ددې ترڅنګ د نوموړې د نورو داستانونو محتوا د چاپيريال ستونزې او تشريحي مفاهيم وو چې د عامو لوستونکو پر ځاى يې ځانګړې لوستونکي درلودل او د جګړې يا تاوتريخوالي له سيوري لرې وو.

ادبي کره کتونکي وايي چې د نوموړې د ليکنو بله ځانګړتيا داده چې هڅه يې کړې د ژورناليزم او ادبياتو د نږدې کولو لپاره د خيال او واقعيت تر منځ يو منطقي تړاو رامنځته کړي.

لکه وړاندې مو چې وويل ، سوتلانا په بېلابېلو دورو کې د خپلو سياسي نظرياتو او نيوکو په سبب جلاوطنۍ ته اړ شوې چې خپلې دا ناخوالې يې په ( د ځور او اوښکو تمدن) اثر کې راخيستې او وايي چې ددې هېواد( بېلاروس) اويا سلنه خلک اوس هم د سټالين غوندې ديکتاتورغوښتونکي دي.

نوموړې ددې جايزې له اعلان نه يو ساعت وړاندې يوې خبرې غونډې ته وويل، له بده مرغه چې د((د چرنوبيل غږونه)) اثر شخصيتونه اوس نشته چې ددې جايزې د ګټلو خبر واوري. البته دا د نوموړې هغه اثر د چې د نوبل د ادبياتو کمېټې پرې حساب کړى.

سوتلانا خپله جايزه خپل وطن بيلاروس ته ډالۍ کړه او وويل:((دا جايزه زما لپاره نه بلکې، زموږ د فرهنګ لپاره ده، زموږ د کوچني هېواد لپاره چې د تاريخ په اوږدو کې يې ګڼې بدبختۍ زغملې دي.))

هغې وويل چې د روسيې د اطلاعاتو وزير ورته د تيليفون له لارې ورته مبارکي ورکړې، خو د بېلاروس ولسمشر لا ورسره هېڅ اړيکه نه ده نيولې. نوموړې زياته کړه، دوى غواړي داسې وښيي چې ګني زه نشته يم.

د نوموړي راتلونکي کتاب د Time Second Hand په نوم دى چې په انګليسي ژبه به خپور شي، دا کتاب په ٢٠١٣ کال کې په روسي ژبه خپور شوى او څه باندې ٢٠ ژبو ته ژباړل شوى دى چې منځپانګه يې د شوروي اتحاد له شړېدو وروسته د ښځو د وضعيت انځور دى.

د ادبياتو په برخه کې د نوبل د جايزې ورکړې له ١٩٠١ کال راهيسې پيل شوې او تر دې دمه ١١١ ليکوالو ته ورکړې شوې ده، خو د نوبل په تاريخ کې سوتلانا څلورمه ښځه ده چې دا جايزه ګټي. تر دې وړاندې په ٢٠١٣ ال کې کاناډايي ليکوالې اليس مونرو دا جايزه تر لاسه کړې وه.

دا جايزه له اوچت ادبي اهميت او اعتبار پرته د نړۍ تر ټولو ستره جايزه ده چې نږدې يو نيم ميليون نغد ډالر هم له ځان سره لري.

د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

61 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *