Categories

اعلان

Loading…

د امریکا دفاع وزارت: القاعده د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې ځای پر ځای شوې

تاند- د امریکا پوځ وايي چې د القاعده تروریسته شبکه له هغو عملیاتو سره سره، چې دوې میاشتې پخوا د دې شبکې پر ضد وشول، د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې متمرکزه شوې ده.

د لانګ وار ژورنال د راپور له مخې دوې میاشتې پخوا د امریکا پوځ د افغانستان په جنوب ختیځ کې د القاعده شبکې د روزنې مرکزونه په نښه کړل خو پینتاګون یا دفاع وزارت په افغانستان کې د ثبات او امنیت په اړه په خپل دوه کالني راپور کې، چې د سې شنبې په ورځ /دسمبر۱۶/ خپور شو، ویلي چې القاعده شبکه تر ډېره د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې ځای پر ځای ده.

د امریکا پوځ همداراز ادعا کوي چې په تېر یوه کال کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ عملیات او د پاکستان په خاوره کې د اسامه بن لادن وژل کېدا سبب شوې چې د القاعده مشران افغانستان ته وکوچېږي.

په راپور کې ویل شوي:«په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ له عملیاتو وروسته د القاعده د ځینو مشرانو په شمول اکثره بهرني سختدریځي افغانستان ته لاړل. د القاعده غړي هڅه کوي چې بقا ته دوام ورکړي، خپل ځواک احیا کړي او د راتلونکي وخت لپاره حملې تنظیم کړي؛ دوی د امریکا متحدو ایالتونو او ګټو ته یې لا هم ګواښ دي.»

که څه هم د امریکا دفاع وزارت په خپل راپور کې بیا بیا وايي چې د القاعده شبکې تمرکز د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې دی خو لانګ وار ژورنال وايي چې د پینتاګون دا راپور د دغه وزارت له هغه راپور سره په ټکر کې دی چې ویلي و د امریکا پوځ د اکتوبر په ۷ مه د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې د القاعده دوه کمپونه ویجاړ کړل چې دواړه نژدې ۳۰ مایل مربع لوی ول.

د ښورابک د عملیاتو نتیجه څو ورځې وروسته په افغانستان کې د امریکا د پوځ ویندوی بریدجنرال ویلسن شوفنر اعلان کړه.

بریدجنرال ویلسن شوفنر وویل:« امریکايي او افغان ځواکونو د کندهار په شورابک ولسوالۍ کې د القاعده د روزنیز مرکز د ویجاړولو په ترڅ کې په لسګونو کسان په دغه مرکز کې ووژل.»

د بریدجنرال شوفنر په وینا دا د دوی تر لوري تر ټولو ستر ګډ عملیات ول چې تراوسه پوري یې په افغانستان کې کړي دي. ده زیاته کړه چې د عملیاتو په ترڅ کې امریکايي ځواکونو ۶۳ هوايي حملې وکړې.

شوفنر دا هم وویل چې په عملیاتو کې ۲۰۰ افغان او امریکايي ځواکونو ګډون درلود.

11 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *