Categories

اعلان

Loading…

یو “لایک” او 37 کاله زندان

ژباړه: عبدالله عابد –

سرچينه: سی ان ان –

په تایلنډ کې یو ځوان د یوې فیسبوکپاڼې د لایک کولو په جرم تر ۳۷ کلونو بند سزا سره مخ شوی دی. د راپورونو له مخې یاد ځوان چې ۲۷ کلونه عمر لري وروسته له هغه له دې سختې سزا سره مخ شوی چې هغه فیسبوک پاڼه يې لایک کړې چې د ټایلنډ د پاچا سپي ته په کې سپکاوی شوی دی.

د یاد ځوان مدافع وکيل سی ان ان شبکې ته ويلي چې موکل يې د ځينو کمپيوټري او هغه قانون څخه په سرغړونه تورن دی چې له مخې يې د پاچا حقونه او ورته درناوی محفوظ دی. خو نوموړی وکیل دا تورونه بي ځایه ګڼي.

نوموړي ځوان په خپله فیسبوکپاڼه کې داسې يو جدول هم خپور کړی چې په ټایلنډ کې د یو پارک د رغونې په پروژه کې، چې د ملیونونو ډالرو ارزښت لري، په مالي فساد کې د دغه هیواد د نظامي واکمنانو لاس لرل ښيي، له همدې امله د د یاد ځوان وکيل وايي چې حکومت غواړي په دې توګه د خپل مالي فساد موضوع پټه کړي.

31 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *