Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې پاکستاني سوداګرو ته د یوکلنې وېزې د ورکولو هرکلی وکړ

تاند- د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنعت ګډې خونې د افغانستان د حکومت د دې پرېکړې هرکلی وکړ چې پاکستاني سوداګرو ته یو کلنه مولټي پل وېزه ورکوي.

دې خونې ویلي چې د افغانستان د حکومت دا پرېکړه به د دوو هیوادونو ترمنځ سوداګري او دوه اړخیزې اړیکې ژورې کړي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رييس او بنسټګر زبیر مطیع الله پرون /چهارشنبه/ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي:«افغانستان له څلورو مهمو غوښتنو څخه یوه منلې ده.»

ده نه دي ویلي چې درې نورې غوښتنې یې څه دي.

افغان سوداګر له پاکستانه غواړي چې هغو لاریو ته یې اجازه ورکړي چې له هنده بېرته افغانستان ته بار راوړي چې له افغانستانه د هند تر پولې پوري افغاني تجارتي مالونه رسوي.

حاضردمه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګري راکړو اندازه د ۲ نیم ملیارد ډالرو معادل ده خو ویل کېږي چې د دوو هیوادونو ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه تر ۱۰ ملیارد ډالرو پوري لوړېدای شي.

51 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *