Categories

اعلان

Loading…

په ليکنو کې ځينې سمونې/ اجمل ښکلى

له خوا، د سړک د غاړې بمي چاودنه، د نوم نه ښودلو په شرط

زموږ کارونه، مرګونه، مرستې د چا له خوا کېږي؛ خو څوک يې کوي نه.

پښتانه ليکوال او ژورنالستان دومره له تکلفه ډکه او مصنوعي ژبه ليکي، چې په زړه به دې ورته وينې راواوړي، چې وه سړيه خپله ژبه هم درزده ده که نه. ژباړه چې کوې، لږ خو خپلې ژبې ته هم ګوره، چې زما ولس او زه دا خبره څرنګه کوو.

پښتو رسنۍ ليکي او وايي:

د ترکيې له خوا له افغان حکومت سره مرسته وشوه.

درې جنګيالي د پوليسو له خوا ونيول شول.

د وياند له خوا د وزير پېغام ولوستل شو.

…سند د دواړو هېوادوو د وزيرانو له خوا لاسليک شو.

دا ناروا اغېز پښتنو ليکوالو او ژورنالستانو له دري او دري له انګليسي راوړى دى.

په انګليسي کې چې فاعل ضرور نه وي او ټينګار پر مفعول وي؛ نو انګرېزان مفعول د جملې سرته راوړي او په (by) فاعل ته اشاره کوي. دې دري هم خرابه کړې ده. په درې کې يې په (از طرف/توسط) ژباړي. دا کار فاعل غير مستقيم کوي او  فعل له ساده نه ترکيبي کوي؛ لنډه دا، چې په پښتو کې نشته نو د دغو جملو سمې ژباړې دا دي:

ترکيې له افغان حکومت سره مرسته وکړه

پوليسو درې جنګيالي ونيول.

وياند، د وزير پېغام ولوست.

…سند د دواړو هېوادو وزيرانو لاسليک کړم.

دا خو څه کوې، چې (په ډزو ويشتل) هم ورسره يادېږي:

د…والي د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وويشتل شو.

دا لکه سړى چې ووايي:

د…والي د نامعلومو وسله والو له خوا په ټکانو وويشتل شو.

په کاڼي، څپلۍ، ټوپک مې ويشتل اورېدلي وو؛ خو په ډزو مې نه وو اورېدلي. يواځې (ويشتل) پښتانه يواځې (د ټوپکو ويشتلو) ته وايي او بيا چې د والي او د وسله والو خبره وي؛ نو بيا خو د مرګ خبره ده، خلکو ته پته لګي، چې نامعلوم وسله وال خلک وژني، په ټوپک يې ولي، په ګل يې نه ولي؛ نو بيا د (ډزو) د يادولو څه حاجت دى. که صراحت ته اړتيا وي، په ټوپکه نه، تمانچه يې ويشتى وي، بيا دې ياد شي، چې:

د…والي وسله والو په تمانچه وويشت/ وسله والو د…والي په تمانچه وويشت

همداسې مو که استاد په څوکۍ يا مارکر، پلار په څپلۍ يا خولۍ او مشر ورور په پياله وولي؛ نو د يادونۍ جواز يې شته، ځکه يواځې (ويشتل) د ټوپک ويشتلو ته وايي.

 له يواځې ويشتلو سره که (ټوپک) هم ياد شي، پروا نشته؛ خو دا (په ډزو ويشتل) بېخي بې رقمه دي.

د…والي وسله والو په ټوپک وويشت.

ملګري به وايي، چې په ټوپک خو يې نه دى ويشتى، ټوپک خو د وسله والو په لاس کې و، په مرميو يې ويشتلى؛ نو بيا خو مرمۍ يادوئ، د ګوليو اۤوازونه(ډزې) څه کوئ. خاطر جمع اوسئ، په ټوپک له ويشتلو مو څوک د مرميو پرځاى په تش ټوپکو د ويشتلو مانا نه اخلي.

د انګليسي له پېښو سره، په پښتو رسنيو کې دا د سرک د غاړې بمونه (دوى ورته د سرک د غاړې بمي چاودنه يا ماين وايي) هم ډېر شوي دي. بم به د کلي په منځ کې ښوونځي ته ايښودل شوى وي، دوى ته به وايي:

په…ولسوالۍ کې يو ښوونځى د سرک د غاړې په بمي چاودنه کې له منځه ولاړ. هغه (ويجاړ شو) هم لږ وايي.

د ننګرهار په خوګياڼيو ولسوالۍ کې دښمنان، ټوپک، تمانچې ممانچې نه کاروي، يواځې بمونه کاروي، چې بېخي نوغى د دښمن اوباسي؛ نو هلته د دښمن کور ته، پټي کې، بوساړه کې يواځې بمونه ايښودل کېږي او کله ناکله خو يې د شوتلو په پنډ کې هم ږدي. رسنۍ به له دې سره څه کوي؟ وايي به چې:

د شوتلو په پنډ کې د ايښودل شوي، د سرک د غاړې په بمي چاودنه کې يو سړى ووژل شو.

نو څه حاجت دى، چې له هر بم، هرې چاودنې سره د سرک غاړه يادوو. يواځې بم، يواځې چاودنه بس ده که نه. د سرک غاړه خو مه نوم بدې کوئ. بيا به موټر ته هم خلک د سرک پرمنځ ودرېږي. دا به ورته څه معلومه وي، چې اصلا خو بم د سرک په منځ کې ايښودل کېږي، چې تاوان واړوي، په غاړه کې به څه تاوان ورسوي.

په پښتو رسنيو کې دا د نوم نه ښودلو شرطونه هم ډېر شوي دي. دلته به وياند تازه خبرونو ته ناکراره وي، هلته به خبريال له خلکو سره شرطونه لګوي.وه سړيه خو چې همدومره ووايې، چې يوه سړي راته وويل، يوه سرچينه وايي. په دې هم اورېدونکي پوهېږي، چې سړى او سرچينه خپل نوم نه ښيي. دا (يو/يوه) خو په ژبه کې همدا نوم ميرات مړى پټوي که نه؛ نو بيا دې ته څه اړتيا ده، چې ”يوې سرچينې راته د نوم د نه ښودلو په شرط وويل”. بيا که دې ډېر زړه تخنېږي، يا د هغه سړي/سرچينې پر ويره او نوم نه ښودلو هم اهميت ورکوې او خلک ته وايې، چې دلته خلک له داسې خبرو ويرېږي؛ نو ووايه، چې نوم يې رانه پټ کړ، يا يې راونه ښود.

خپلې ژبې ته پام پکار دى. دې سره ژبه هم روغه پاتې وي او ستا ليک هم ښايسته او طبيعي وي.

10 total views, 1 views today

1 comment

  1. لعل اغا سادات Reply

    موضوع: دلوی څارنوال سرپرستی!
    پوره یوکال کیږی چی دلوی څارنوالی ریس همداسی بی سرنوشته خپلی دندی ته دوام ورکړی او لا تراوسه سرپرست پاتی دی ، ددی سرپرستی پوره یوکال کیږی خو بیاهم داولس مشر او ریس اجرایه له خوا هیڅ اقدان ندی شوی ،دد سرپرستی له کبله ډیری ستونځی زیږولی او لاهم جریان لری ،
    دلوی سارنوال دسرپرستی له کبله تقررهم دمسلکی کسانو لپاره بند دی داځکه چی ریس جمهور داسی فرمان کړی ګوا هیڅ سرپرست نشی کوای تقرروکړی اوس پوښتنه داده چی ولی ریس جمهور لوی څارنوال سرپرست ساتلی ،او ولی یی دتقرر دبندولو په هکله خپل فرمان ندی لغوه کړی ؟ داسی ښکاری چی لوی څارنوالی کی د۵۰۰ پرشاوخوا خالی بستونه پاتی دی او تقرر بند دی ، ددی ستونځو قربانیان ځوانان دی اوس هم لیدل کیږی چی لیسانسه مسلکی ځوانان هم دمهاجرودکاروان سره یوځای کیږی ،
    پوښتنه داده چی ولی لا تراوسه چی یوکال هم پوره شوی یو کس سرپرست پاتی دی ؟
    او بله پوښتنه داده چی ولی ریس جمهور تقرر بندکړی داچی دی خبر هم دی چی ځوانان بیکاره او مهاجرکیږی ؟
    پدی مورید دځوانانو حقوقی ټولنی خپل غوښتنه په بابار کړی چی دلوی څارنوالی دسرپرستی موضوع دی حل شی ځکه یوکال یی دوام وکړ، او دریس جمهور څخه یی داغوښتنه کړی چی تقرردبندولو فرماند دی لغوه شی ترڅو دا ۵۰۰ بستونه په لوی څارنوالی کی ډک شی او یادی هغه والایات چی اوس هم جنګ پکی روان دی ددی فرمان سه مستثــنی کړی ترڅو تقرر شروع شی او هغه حقوق دعوی چی بندی دی جریان پیداکړی .
    په درنښت
    دځوانانو حقوقی ټولنه هلمند

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *