Categories

اعلان

Loading…

پېغور/ ابراهیم ایمان

ټانکونو ګردونه جوړ کړل، ورپسې د سرک په ژۍ ودرېدل، څو سره عسکر ترې را ښکته شول.

شاوخوا ډيرې چټلۍ پرتې وې، له شنو لښتیو بویونه پورته کېدل. کثافت داني خالي وه، خو شاوخوا یې ډېر کثافات پراته وو.

د بهرنیانو تماشې ته ډېر ماشومان او ځوانان را ټول شول. ټولو عسکرو ته داسې کتل لکه کوم نوی مخلوق یې چې لېدلی وي.

په ځوانانو کې ځینو هڅه کوله چې بهرنیانو ته نېږدې ورشي او خپله انګریزي پرې استعمال کړي، خو هغوی چندانې علاقه ورسره نه ښودله.

بهرني خپل ژباړن ته په انګریزی څه وویل، ځوان وپوښت، څه یې وویل، ما وانه ورېدل؟

ـ وې ویل کاشکي مو خپل ښار هم د خپلو ځانونه په څېر پاک صفا ساتلی وای.

ابراهیم ایمان
۱۳۹۴/۱۰/۵

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *