Categories

اعلان

Loading…

داعش په ننګرهار کې د راډیو له لارې تبلیغات پیل کړي

تاند- اسلامي دولت یا داعش په ننګرهار ولایت کې د خلکو د جلبولو او نورو تبلیغاتو لپاره راډیو فعاله کړې ده.

د ننګرهار اوسېدونکي وايي چې د خلافت غږ په نوم د داعش د وسله والې سختدریځې ډلې راډیو د ولایت د مرکز جلال اباد ښار په شمول په اکثرو ولسوالیو کې اورېدل کېږي.

دا ډله په خپلو رادیويي خپرونو کې د حکومت پر ضد تبلیغات کوي او ځوانان هڅوي چې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې له لیکو سره یوځای شي.

سره له دې چې د داعش راډیو په ایف ایم خپرونې کوي خو د ننګرهار تر نورو ایف ایم راډیوګانو ښه اورېدل کېږي.

د ننګرهار د ولایتي شورا او د ولسي جرګې غړي همداراز روشنفکران وايي چې د داعش راډیو، چې په ایف ایم ۹۰ څپه خپرېږي، منفي اغېزې لرلی شي.

چارواکي وايي چې دوی ته تراوسه څرګنده شوې نه ده چې د داعش راډیو له کوم ځایه خپرونې کوي.

هغو خلکو چې دا راډیو یې اورېدلې ده، وايي چې داعش پر له پسې د افغانستان د حکومت پر ضد د جهاد فتوا خپروي او پر ځوانانو ږغ کوي چې د حکومت پر ضد وسله په لاس کې واخلي.

ځوانان وايي چې حکومت باید د دې راډیو مخه ونیسي. ځکه چې داعش له دې لارې بې روزګاره ځوانان جګړې ته جذبوي.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼی وايي چې حکومت هڅه کوي چې د داعش د راډیو ځای ومومي.

خو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ريیس اورنګ صمیم وايي چې دوی د داعش له لوري له راډیويي خپرونو خبر نه دي.

پرون په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال کېمبل اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي و چې داعش هڅه کوي چې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار د سیمې لپاره پر خپل مرکز بدل کړي.

13 total views, 2 views today

4 comments

  1. Mir ajmal Reply

    د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریس ځخه سوال د ده چی ده رادیو فرکانس معلوم دی خو آدرس نه عجیبه خبره ده لکه ماشومان فلم چی آخر او سر معلوم نویی

  2. انجنیر سید احمد شاه سادات Reply

    د نورو هیوادونو او د افغانستان د چارواکو فرق دومره دی چه په نورو هیوادونو کی چه کومه مسله عامه شی او عام خلک تری خبر وی نو بیا چارواکی یی هم مني، ځکه ښکرور دروغ د چارواکو هیثیت ته صدمه رسوی.
    دلته افغانستان کی ټول عوام به یو څه وایی او چارواکی به بل څه وایی او چارواکی به ښکرور دروغ وایی. بیلګه یی دا ده چه اوس ټول ننګرهار وایی چه دا د امارت راډیو په ښار کی اوریدل کیږی او دا د اطلاعاتو کلتور چارواکی وایی چه مونږ خبر نه یو. پکار حو دا دی چه اول باید دوی خبر وی چه مسولیت د اطلاعاتو لری. یا خو دا چه ډیر غافله چارواکی دي چه له هیڅ هم خبر نه دی بی مسلکه دی. او یا حو ښکرور دروغ وایی چه ددوی دا دروغ د ولسونو او د دولت تر منځ د بی باورۍ فضا را منځ ته کوی او د ولس سره د دولت فاصله ډیریږی. خدای دی داسی چارواکو ته هدایت وکړی چه خپل مسولیت وپیژنی چه دوی د دولت په ګټه کار کوی او که په تاوان.

  3. speen Reply

    دا رادیو د دیورند کرښې له ها خوا خپلې خپرونې دائ اس ائ له خوا پر مخ وړي.

  4. نجیب الله علیزی Reply

    که رشتیا د ا راډیو شتون ولري نو د اطلاعاتو او کتلور ریس دی ملا ماته سي چي دی یا دولت نه دی په خبر. دا همداسي ناخبره دوس دولت دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *