Categories

اعلان

Loading…

د ملي امنیت ریاست ۲ ټنه چاودېدونکي مواد کشف کړل

تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې امنیتي ځواکونو په پلازمېنه کابل کې دوه ټنه چاودېدونکي مواد نیولي دي.

د ملي امنیت ریاست نن /چهارشنبه/ وویل چې دا چاودېدونکي د دوشنبې په شپه د کابل ولایت په بتخاک ولسوالۍ دوې ورځې وروسته له دې کشف شول چې وسله والو ترهګرو په کابل کې د هسپانیا د سفارت ترڅنګ پر یوه مېلمستون برید وکړ.

د جمعې په ورځ ناوخته د وسله والو انتحارایانو په حمله کې د ځانمرګو په شمول شاوخوا ۱۰ تنه ووژل شول.

د ملي امنیت د ریاست یوې سرچینې، د نوم د نه ښودلو په شرط وویل:«دا چاودېدونکي مواد په موټر بمي او انتحاري حملو کې کارېدل خو د کشف کېدو له کبله د لسګونو بمي حملو مخه ونیول شوه.»

د ملي امنیت ریاست وايي چې دا مواد له پاکستان څخه د حقاني شبکې له لوري استول شوي وو او په ۲۰ بوجیو کې پټ کړای شوي ول.

62 total views, 2 views today

1 comment

  1. Shoaib Reply

    ۱۰۰ په هره بوجی کی؟
    کیلو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *