Categories

اعلان

Loading…

ملالۍ یوسفزۍ د مسلمانانو په باب د ټرمپ څرګندونې وغندلې

تاند- د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ د امریکا د ولسمشرۍ نوماند ډانالد ټرمپ په دې وغانده چې متحدو ایالتونو ته یې د مسلمانانو پر ورتګ د بندیز غوښتنه کړې ده.

ملالۍ وویل:«د ده څرګندونې له کرکې ډکې وې، پر ترهګرۍ د مسلمانانو تورنول به یوازې تروریستان نور هم افراطي کړي.»

ملالۍ یوسفزۍ د سې شنبې په ورځ د بریتانیا په برمنګم ښار کې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د طالبانو د حملې د لومړۍ کالیزې په مناسبت یوې غونډې ته خبرې کولې.

تېر کال د دسمبر په شپاړسمه په پېښور کې د پاکستان پر پوځي ښوونځي د طالبانو په حمله کې ۱۵۰ تنه ووژل شول.

ملالۍ په خپله په ۲۰۱۲ م کال د طالبانو په ډزو سخته ټپي شوه.

نن د پاکستان په ځینو سیمو کې ښوونځي او پوهنتونونه د پېښور د پوځي ښوونځي د پېښې په خاطر بند دي.

ټرمپ ویلي چې تر هغو دې امریکا ته د مسلمانانو پر ورتګ بندیز ولګول شي چې چارواکو ته د امریکا په وړاندې د مسلمانانو نظر معلومېږي.

ده دا خبره د متحدو ایالتونو د کلیفورنیا ایالت په سن بیرناردینو کې د دوو مسلمانانو له لوري پر عامو خلکو د ډزو په غبرګون کې وکړه.

د ټرمپ څرګندونو د ده د خپل جمهوریتپال ګوند د غړیو په شمول د ډېرو امریکایانو انتقادونه وپارول.

ټرمپ پرون /سې شنبه/ په یوه مناظره کې د خپلو څرګندونو دفاع وکړه او ویې ويل چې دا د خلکو د جلا کولو او يا هم د دين مسله نه ده بلکې د امنيت مسئله ده.

ډونالډ ټرمپ وويل چې که دی ولسمشر شي، هر هغه مسلمان چې د اوباما د ولسمشرۍ پر مهال امریکا ته ورغلی، بيرته به وځي.

12 total views, 3 views today

2 comments

  1. Mir ajmal Reply

    د ډونالډ ټرمپ ځرګندونو چی د مسلمانان ورتګ امریکا ته باید بندیز ولکول شی دمسلمانان ګرکهه ډیره وی موږ د ډونالډ ټرمپ څرګندونی غنډو او ده امریکا ولس نه زموږ هیله کوو چی په ده ‌‌ډول څرګندونو مخ ونیسی

  2. pattang Reply

    که داسې خر د امریکې رئیس جمهور شي له یوې خوا به د امريکا داولس سیاسي شعور په صفر ضرب شي اوله بلې خوا به امریکا نوره هم دمسلمانانو د وينو لښتي ډک کړي !

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *