Categories

اعلان

Loading…

په کونړ کې د پنځوس جنګ ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

دسرې میاشتې ادارې په تخنیکي مرسته د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو دماین پاکۍ مرکز له خوا دپنځوسو جنګ ځپلو کورنیو او دچاودیدونکو توکو له امله معیوب شویو کورنیو غړو سره مرسته وشوه ،چې نن ورځ دسرې میاشتې ادارې په انګړ کې د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي، ولایتي شورا ریس او نورو مسوولینو په لاسونو په هر فامیل د شل زره افغانیو په لګښت خوراکي او غیری خوراکي توکي وویشل شول .

دکونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي وویل په کونړ کې دجنګونو له امله ډیرخلک بې ځایه شوي او چاودیدونکو توکو هم ګڼ شمېر ځوانان ،ماشومان ،خویندې او ورونه معیوب کړي  او خپل خواږه اندامونه یې دلاسه ورکړي دي ، هر یو ځانته کورنۍ لري او اولادونه ترې نفقه غواړي ، خو دوي خپل همت یې نه دی بایللی او چاته یې دسوال لاسونه نه دي پورته کړي ،نوموړي په کونړ کې معیوبين او بې ځایه شوي دمرستو مستحق وبلل او په نورو خیریه موسیسو یې هم غږ وکړ چې په کونړ کې بې وزلو ،کورني بې ځایه شویو ،بیرته راستانه شویو ،معیوبینو او معلولینو سره مرستې ترسره کړي .

عبدالغني مصمم
دکونړولایت ویاند

6 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *