Categories

اعلان

Loading…

په فاریاب کې د طالبانو له لوري د ویشتل شوې مولداویايي څرخکې یو پېلوټ له ژوبلېدو وروسته ومړ

تاند- د افغانستان په فاریاب ولایت کې د مولداویا د یوې ویشتل شوې څرخکې پېلوټ وسله والو طالبانو وژلی دی.

د مولداویا د ملکي هوايي چلن ادارې ویندوی پرون /سې شنبه/ دسمبر۱۵/ تاس خبري اژانس ته وویل چې طالبانو د دوی د هغې څرخکې (هیلي کوپتر) یو پېلوټ وژلی چې د تېر نوومبر په وروستیو کې په فاریاب کې له ویشتل کېدو وروسته د طالبانو لاس ته ورغی.

ده وویل:«۵۵ کلن پېلوټ اولیګ ګروزا پر ټټر ۴ مرمۍ لګېدلی و او له سخت ټپي کېدو وروسته ومړ. نوموړی هغه مهال ټپي شو چې پر څرخکه یې له مځکې څخه ډزې وشوې او په نتیجه کې یې هیلي کوپتر کښېناسته.

د مولداویا د ملکي هوايي چلن د ادارې ویندوی وویل چې د وژل شوي پېلوټ مړی په افغانستان کې د جرمنیانو روغتون ته یووړل شو او هلته د دې څرخکې د اړوندې کمپنۍ والان انترنشنل چارتر (Oleg Groza) د استازو له لوري وپېژندل شو.

د دغه پېلوټ مړی به ژر مولداویا ته ولېږدول شي.

تر دې مخکې د مولداویا سرپرست صدراعظم جورج بریګا ویلي و چې د هیلي کوپتر ټوله عمله او دواړه پېلوټان ژوندي دي او د طالبانو له لوري برمته شوي دي.

دا مولداویايي څرخکه، چې د نوومبر په ۲۴ مه وویشتل شوه، د امریکا پوځ کرایه کړې وه.

په څرخکه کې ۲۱ تنه سپاره ول چې ۱۸ مسافر او ۳ تنه عمله وه.

264 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸