Categories

اعلان

Loading…

په ننګرهار کې د طالبانو او داعش ترمنځ سختې نښتې پیل شوي

تاند- راپورونه وايي چې د ننګرهار ولایت په څو سیمو کې د داعش او طالبانو ترمنځ تازه نښتې پیل شوي دي.

تر دې نښتو، چې د سې شنبې په ورځ /دسمبر۱۵/ پیل شوې، مخکې هم په ننګرهار، زابل، او فراه کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې او طالبانو ترمنځ جګړې شوي دي.

شاهدان او چارواکي وايي چې پرون /سې شنبه/ د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د دواړو خواوو ترمنځ په نشتو کې په لسګونو کسان یا وژل شوي او یا هم ژوبل شوي دي.

د ننګرهار د والي د ویندوی عطا الله خوږیاڼي په وینا، دا نښتې د چپرهار ولسوالۍ په څلورو سیمو کې د سې شنبې په سهار وختي پیل شوې او د غرمې تر ۱۲ بجو یې دوام وکړ.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې دواړو خواوو له درنو وسلو کار واخیست.

خوږیاڼی وايي چې د دواړو خواوو لږ ترلږه ۱۰ تر ۱۵ تنه وژل شوي او نژدې ۴۰ نور ژوبل شوي دي.

د خوږیاڼي په وینا زیاته مرګ ژوبله طالبانو ته اوښتې ده.

ده دا هم وویل چې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او څو تنه ټپیان د ولایت مرکزي روغتون ته وروړل شوي دي.

تر دې مخکې د ملا منصور پلوي طالبانو په زابل ولایت کې د ملا محمد رسول په ننګه جنګېدونکي داعشیان وځپل خو په ننګرهار کې له تېرو څو میاشتو راهیسي د منصور طالبان له دې سره سره، چې دولتي ځواکونه هم د داعش پر ضد جنګېږي، نه دي توانېدلي چې دا ډله وځپي.

98 total views, 1 views today

4 comments

  1. dawud Reply

    په مختلفو نومونو یو افغان وژل کېږي!

  2. Mir ajmal Reply

    وکیل صاحبا ننکرهار دست به کار شودید که مردم را از تباهی نجات دهید اما یک بار اگر مردم دست به کار شوند شما در کنا ر آنها نخواهد بود باز آنجا مردم خود فیصله بودن شما را خواهد کرد

  3. شبیراحمد عثماني Reply

    الحمدلله طالبانو ته الله په دولتي او داعشي لنډغروباندې بری ورکړیدی دولت ددې پرځای چې داعشیان وځپي پرطالبانو بمباري کوي او داعش ته مرسته ورکوي خو بیا هم الحمدلله طالبان پرمخ روان دي

  4. محمد داود یتیم یار Reply

    دملامنصور ډله له دری جهتونو سره په لانجه کی ده او واوښته ! اول جهت دولت ، دویم جهت ورڅخه بیله شوی ډله ملا رسول مجاهد دریم داعیش وبه کتل شی چی ملااختر دغه جهتونه له مخی نه لیری کوی او که دغه جهتونه ملااختر دابد لپاره له مخی لیری کوی قسم په خدای سم دکرکت دلوبی میچ دی خو افسو س چی غونډسکی یی په بی ګنا خلکو لویږی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *