Categories

اعلان

Loading…

زیمبابوې ته د افغان ۱۹ کلنو دوهمه ماتې

افغان ملي نولس کلنې لوبډلې خپله دوهمه یو ورځینۍ سیالي له زمبابوې ملي نولس کلنې لوبډلې څخه وګټله

د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب د هند په ګریټر نویډا نړیوال کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او زمبابوې ملي نولس کلنو لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځینۍ سیالي د افغان ملي نولس کلنې لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیده.

ددغې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. افغان ملي نولس کلنې لوبډلې د سیالۍ په ټولو پنځوسو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره زمبابوې ملي نولس کلنې لوبډلې ته د ۲۳۸ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې اکرام فیضي ۶۵ او کریم جنت ۳۱ منډې جوړې کړې..

د زمبابوې ملي نولس کلنې لوبډلې ورکړل شوی ترلاسه نه کړای شو او د سیالۍ په ۴۳ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیددو سره ۱۹۲ منډې جوړې او لوبه یې افغان ملي نولس کلنې لوبډلې ته وبایلله. د ملي نولس کلنو لوبغاړو له ډلې ظاهر خان ۴، راشد ارمان ۲ او کریم جنت هم ۲ لوبغاړي وسوځول.

ظاهر خان د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ټولو هیوادوالو ته د نننۍ بریا مبارکي ووییله او زیاته یې کړه چې، زموږ کرکټ په هره کچه وده کړې او د ملي لوبډلې ترڅنګ مو نولس کلن لوبغاړي هم د کرکټ اوږده مخینه او د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو ته ماتې ورکوي.

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي هم ټولو هیوادوالو ته د نننۍ بریا مبارکي ووییله او زیاته یې کړه چې، زموږ نولس کلن لوبغاړي هم د ملي لوبډلې په څیر د تاریخ جوړونې په هاند دي او د زمبابوې ملي نولس کلنې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره به په هره کچه زموږ د کرکټ ودې ښکارندویي وکړي.

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *